منبع: المنبر ويب پاڼه.
ژباړه او تحقيق: مولوي نورالحق مظهري.
د حجاب او اسلامي ستر ځيني دښمنان داسي شبهه واردوي چي ګويا حجاب تنها په محمدي او اسلامي دين كي سته، په نورو اديانوكي كڅه هم په خپل وخت كي برحقه اديان وه حجاب هيڅ شتون نه در لودی، همدا راز خپله په عربي جزيرې كي حجاب شتون نه درلودی سره د دې چي د دغه اسلام مخكي خو د نورو انبياؤ دعوتونه هم چلېدلي دي او هر يوه يې ځان ته حقه طريقه او لاره درلودل چي هغه وخت يې تعبير په اسلام سره كېدی نوكه حجاب ډېر مهم وای نو بيا ولي هغوی ورته هيڅه پاملرنه نه كول؟.
همدا راز دوی حجاب ته د يوه عربي كلتور او فرهنګ په سترګه ګوري او وايي: حجاب د عربي جزيرې څخه پيل سوی دی او په جبري واكمنۍ باندي پر نورو خلګو باندي تپل سوی دی.
*ځواب:* د دوی په ځواب كي بايد وويل سي: چي كڅه هم اوسنی تورات او انجيل پر خپل اصل باندي پاته ندي بلكي يهودو او نصاراوو ډېر تحريفونه پكښې كړي دي خو بيا هم كه په همدغه توراتونو او انجيلونوكي په دقت سره او بغير له تعصبه وكتل سي نو ډېر داسي ځايونه به مخي ته درسي چي په هغه كي د حجاب ذكر او يادونه سوېده، همدا راز د پلټني په پايله كي به دا خبره ثابته سي چي د زمانې څخه د ابراهيم عليه السلام په عبرانيانوكي حجاب ډېر شهرت درلودی.
همدا راز د دې خبري به هم ښه وضاحت وسي چي حجاب د نورو انبياؤ په زمانه كي هم په عملي توګه وجود او پوره شتون درلودی.
آن د مسيحيت د ښكاره كېدلو وروسته هم په هغه خلګو كي چي پرخپل دين باندي پاته وه حجاب شتون درلودی د پخوانۍ زمانې او اوسنۍ زماني په انجيلونوكي ډېر ځايونه حجاب ته اشاره سوېده چي موږ په حيث د نمونې يوڅو بيلګي او ځايونه ذكر كوو:
په څلورويشتم اصحاح كي د سفرنامې څخه د تكوين راغلي دي: دې(يعني ښځي) لوړ وكتل اسحاق يې وليدی نو د خپل اوښ څخه را كښته سوه او ويې ويل: دغه نفر چي پياده ځي څوك دی؟ خادم ورته وويل زما بادار دی نو دغي ښځي خپله بغري واخيستل او خپل مخ يې ورڅخه پټ كړ.
او په پنځم نشيد كي د اناشيدو څخه د سليمان راغلي دي: ښځي وويل: ای هغه څوكه چي زما نفس ستا سره محبت لري په غرمه كي پسونه چيري ګورې؟ او په څه خاطر زه په بغرۍ كي ستا د انډيوالانو د مالونو سره پټه وسم؟.
او په درېيم اصحاح كي د سفرنامې څخه د اشعيا راغلي دي: الله به لوڼو ته د صهيونستيانو پر ښكاره كولو د زينت د دوی او فخر كولو د دوی په ږغونو سره د هغو ږغږغو يا زنګولو چي دوی په پښو كړيدي داسي عذاب وركړي چي ښكلا د ږغږغو، كوڅيو، د ورېښتيانو د خريلو او ښكلا د بنګړيو او بغريو ورڅخه ليري كړي؛ يعني دوی به رسوا كړي او سخت عذاب به يې په برخه سي.
او په 38 اصحاح كي د سفرنامې څخه د تكوين راغلي دي چي : تامار (د يوې ښځي نوم دی) ولاړه او د پلار په كور كي كښېناستل د ډېر وخت په تېرېدلو سره دوی ورڅخه هغه دكونډيتوب كالي وكښله او بوغري يې پر سر وركړه او پكښې پټه يې كړه.
او بولس رسول په خپلي رسالې كورنثوس الاولی كي وايي: نقاب د ښځي لپاره عزت او شرف دی. په دوی كي داسي اصطلاح وه چي ښځي به خپله بوغري د بېګانه سره د ملاقات كولو په وخت كي پر خپل مخ باندي اچول او خپل مخ به يې د بېګانه خلګو څخه پټوی او كله چي به بيا كورته راغله نو برقه به يې د مخ څخه ليري كړه.
نو پخواني ديني كتابونه چي كفار يې لولي په ډېرو ځايونو كي د برقې او حجاب يادونه كوي.
په رومانيايانو كي خو دوه سوه كاله مخكي تر ميلاد د "أويبا" په نامه قانون موجود وو چي له مخي يې ښځو ته د دې اجازه نه وه چي خپل زينت او ښايست په كوڅو كي ښكاره كړي؛ آن تر دې چي په كور كي يې لا د ډېر زينت كولو څخه منع كړېوه.
حتی په زمانې كي د جاهليت هم داسي خلګ وه چي د تېرو اديانو څخه په تأثر يې حجاب ته پوره پاملرنه كول، كڅه هم ډېری خلګ د حجاب سره نابلده وه ځكه چي پر دوی شرك او كفر دومره غلبه كړېوه چي په دوی كي د دين او پخواني اسلام ډېر اصول تر پښولاندي سويوه خو بيا هم د ګوتو په شمېر خلګ موجود وه چي لا هم حجاب ته پابند وه او حجاب يې د ښځي لپاره عزت او ساتنه بلل.
مشهوره قيصه ده چي د فجار اول د جنګ چي د جاهليت په زمانه كي وو؛ لامل يې د يوې ښځي د حجاب سپكاوی وو؛ هغه داسي چي څو ځوانانو د قريشو او بني كنانه د عكاظ په بازار كي يوه ښځه وليدل چي په رنګ ښايسته او په بدن باندي چاغه وه، نو دوی ورڅخه غوښتنه وكړه چي خپل حجاب دي د مخه څخه ليري كړي هغې انكار وكړ تر څو يوه نفر د هغې ښځي حجاب د مخه څخه ليري كړ هغې هم خپل قوم ته ناري كړل او هغوی يې د ځان څخه دفاع کولو ته را دعوت كړل چي په نتيجه كي لوی جنګ وسو او ډېر خلګ پكښې مړه سوه.
همدا راز كه سړی د جاهليت د وخت اشعار چي د يوې قبيلې د كلتور او فرهنګ بيانوونكي دي وګوري نو دا به ورته ثابته سي چي هغه وخت هم په ځينوخلګو كي حجاب وو.
لكه ربيع بن زياد عبسي چي د مالك بن زهير د مړيني وروسته يې كوم شعر ويلی دی هغه كي د حجاب يادونه سوېده:
من كان مسرورًا بمقتل مالك فليأت نسوتنا بوجه نهار
يجد النساء حواسرًا يندبنه يلطمن أوجههن بالأسحار
قد كن يخبأن الوجوه تسترًا فاليوم حين برزن للنظار
يعني څوك چي د مالك په وژلو باندي خوشحال وي هغه دي د ورځي له مخي زموږ د ښځو څخه راسي، دی به زموږ ښځي په داسي حال كي وويني چي سرونه به يې لڅ وي پر مالك باندي د غم په ښكاره كولو كي به خپل مخونه په څپيړه باندي وهي كڅه هم د دوی مخونه پخوا په حجاب كي پټ وه خو نن يې د كتونكو لپاره ښكاره كړيدي.
د دې شعر څخه له ورايه ښكاري چي په نورو حالتونو كي به ښځو خپل مخونه پټول خو په داسي حالاتو كي به يې بيا ښكاره كول ځكه غم د ښځي څخه ټوله هغه شيان هېروي چي دا يې په عادت كي كوي لكه حجاب او ستر.
په جاهليت كي د هغه حجاب لپاره چي ځينو ښځو به كوی په تاريخونو كي مختلف ډولونه راغلي دي.
يو خمار وو چي هغه عبارت دی د هغه لوی ټوكر څخه چي ښځه خپل سر او مخ ورباندي پټوي.
بل نقاب وو چي هغه عبارت دی د هغه ټوكر څخه چي ښځه خپل مخ ورباندي داسي پټوي چي تنها د سترګو سوريان يې معلوميږي نور ټول مخ يې پټ وي.
ځينو به داسي نقاب ځان ته جوړوی چي تنها يوه سترګه به يې تر ښكاره كېدل نور ټول مخ به يې د يوې سترګي په شمول پټ وو.
بل وصواص نومېدی چي هغه عبارت وو د هغه ټوكر څخه چي د پزي لوړ يې تړی او د ټوله مخ څخه تنها دوې سترګي ورڅخه ښكاره کېدلې.
او بل لباس برقع وو هغه داسي وو چي ټوله مخ به يې پټ وو تنها سترګي به يې ورڅخه ښكاره كېدلې.
لنډه دا چي حجاب په ټولو اسلامي أديانو كي د يو الهي دستور په حيث وجود درلودی البته شايد نوعيت به يې توپيركوی خو خپله حجاب په هراړخيزه توګه شتون درلودی لكه مخكي تر نزول د آيتونو د حجاب، چي په عربوكي په اوسني نوعيت چي د مخ پټول دي حجاب شتون نه درلودی وروسته تر نزول د حجاب په داسي شكل او نوعيت حجاب د الهي دستور په صفت په مسلمانانو كي عملي سو.
عن عروة بن الزبير عن عایشة أم المؤمنين أنها أخبرته :أن أفلح أخا أبي القعيس جاء يستأذن عليها وهو عمها من الرضاعة بعد أن أنزل الحجاب قالت فأبيت أن آذن له علي فلما جاء رسول الله صلى الله عليه و سلم أخبرته بالذي صنعت فأمرني أن آذن له علي.[ موطأ إمام مالك1256]
ژباړه: عروه بن زبير د حضرت عایشې رضي الله عنها څخه روايت كوي چي د ابوالقعيس ورور أفلح د دې اجازه وغوښتل چي زما سره وويني البته د حجاب د نزول وروسته او هغه د دې رضعي آكا وو، حضرت عایشه وايي ما ورته اجازه ورنكړه، كله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی نو دی مي پدې خبره باندي خبركړ(چي افلح راغی غوښتل يې زما سره وويني خو ما ورته اجازه ور نكړه) نو رسول الله صلی الله عليه وسلم زه په دې باندي امر كړم چي اجازه د ملاقات وركړه ځكه چي هغه د دې رضعي آكا وو.
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : لَمَّا تَزَوَّجَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم زَيْنَبَ ابْنَةَ جَحْشٍ دَعَا الْقَوْمَ فَطَعِمُوا ثُمَّ جَلَسُوا يَتَحَدَّثُونَ ، وَإِذَا هُوَ كَأَنَّهُ يَتَهَيَّأُ لِلْقِيَامِ فَلَمْ يَقُومُوا فَلَمَّا رَأَى ذَلِكَ قَامَ فَلَمَّا قَامَ قَامَ مَنْ قَامَ وَقَعَدَ ثَلاَثَةُ نَفَرٍ فَجَاءَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لِيَدْخُلَ فَإِذَا الْقَوْمُ جُلُوسٌ ثُمَّ إِنَّهُمْ قَامُوا فَانْطَلَقْتُ فَجِیتُ فَأَخْبَرْتُ النَّبِيَّ صلى الله عليه وسلم أَنَّهُمْ قَدِ انْطَلَقُوا فَجَاءَ حَتَّى دَخَلَ فَذَهَبْتُ أَدْخُلُ فَأَلْقَى الْحِجَابَ بَيْنِي وَبَيْنَهُ فَأَنْزَلَ اللَّهُ : {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ} الآيَةَ.[ صحيح البخاري4791]
ژباړه: انس بن مالک رضي الله عنه فرمايي: کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم د زينب بنت جحش سره واده وکړ نو خلګ يې د ډوډۍ خوړلو ته را وبلل، خلګ د ډوډۍ د خوړلو وروسته سره کښېناستل او خبري يې پيل کړې رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي کول لکه دی چي ځان ولاړېدلو ته آماده کوي خو خلګ نه ولاړېدل، کله چي رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي حالت وليدی نو ولاړ سو د ده سره نور خلګ هم ولاړ سوه خو درې نفره پاته سوه، رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی که ګوري چي لا هم ځيني خلګ ناست دي؛ هغه وو چي هغه خلګ هم ولاړه زه ورغلم او رسول الله صلی الله عليه وسلم مي خبر کړ چي هغه خلګ ولاړه، رسول الله صلی الله عليه وسلم راغی او خپل کور ته داخل سو ما هم و غوښتل چي داخل سم خو رسول الله صلی الله عليه وسلم زما او ځان تر مينځ پرده را شوه کړه هغه وو چي الله پاک دغه آيت نازل کړ: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لاَ تَدْخُلُوا بُيُوتَ النَّبِيِّ} الآيَةَ.يعني ای مؤمنانو د پيغمبر کورونو ته مه ننوځئ مګر دا چي دی درته اجازه درکړي.
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر