۱۴۰۲/۰۹/۰۹

د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(څلورمه شبهه)

ژباړه او تحقيق: مولوي نورالحق مظهري
د حجاب ځيني محالفين وايي: پاكي د ښځي، ددې په ذات كي ده نه په كالو او حجاب كي؛ دوای وايي: پاكي د ښځي هغه حقيقت او هغه شی دی چي د دې په ذات كي ايښوول سوی دی؛ ‌پاكي يې پرده نده چي دا يې پر ځان باندي واچوي او خپل جسم پكښې پټ كړي.
ډيری داسي نجوني سته چي په ښكاره ځان د نرانو څخه پټوي خو په عمل كي فاسقي او فاجري وي او داسي نجوني هم سته چي سر يې لڅ وي، د بدن غړي يې لڅ وي خو په ځان او عمل كي ګرسره بدي نه پېژني.
ځواب: دا خبره صحيح ده چي په كالو باندي هغه ښځه پاكي لاس ته نسي راوړلای چي په اصل كي ناپاكه وي او نه هم په كالو باندي هغه ښځه سميږي كومه چي په اصل كي خرابه وي؛ داسي پيښ سويدي چي ګناهكاري ښځي دي په ظاهري ستر باندي خپله ګناه پټه كړېوي.
خو لاكن د پام وړ خبره دا ده چي هغه څوك دی چي داسي فكر كوي چي الله پاك د ښځي د جسم لپاره حجاب تنها په دې خاطر ايښی دی چي د ښځي په نفس كي پاكي راوړي او يا د ښځي په اخلاقوكي  سمون راوړي؟ همدا راز دا څوك دی چي داسي فكر كوي چي الله پاك حجاب تنها د دې لپاره ايښی دی تر څو په كلي توګه د دې خبرتيا سي چي هري ښځي حجاب لازم نه ګڼی نو هغه په باطن كي هم فاجره ده او د نارينه وو سره په ناوړه كارو باندي بوخته ده؟.
بلكي الله پاك پر ښځي باندي حجاب لازم ګرځولی دی؛ ‌د دې تر څنګ چي پر ښځي باندي هم له هر پلوه مثبت تأثير ايږدي لويه فايده يې دا ده چي د نارينه وو د پاكۍ او عفت ساتنه وسي؛ كه څه هم فايده يې دواړو ته رسيږي خو ليكن نارينه وو ته يې ډېری اوقات فايده ډېره رسيږي ځكه يوه ښځه چي خدای مكړه خرابه سي د ځانه سره په لسهاوو نارينه خرابوي. 
د يوې ښځي په واسطه ټول كلی او ښار خرابېدلای سي او د يوې ښځي د بې حجابۍ له امله پوره ټولنه تباه او برباديږي.
كنه نو آيا څوك داسي ويلای سي: كومه ښځه چي اخلاق يې سم وي او په باطن كي جوړه وي دا كولای سي د نارينه وو مخ ته ځان لڅ ښكاره كړي ځكه د دې اخلاق خو سم دي؟.
معلومه خبره ده چي هيڅ عاقل او هوښيار دا خبره نه كوي ځكه په دې ځای كي ددې خطر دی چي دې ښځي ته كتونكي نارينه دي په فتنه او فساد كي ولويږي.
او يقينا لڅو او يا نيمه لڅو ښځو ته د كتلو له وجهي چي زموږ په زمانه كي پر نارينه وو كومه بلاء او فتنه نازله سوېده هغه لوی او ستر مشكل دی چي ټولنه يې د هغه حل ته اړ ايستلې ده.  
د دې تر ټولو غوره او بهتره حل هغه دی چي د الله پاك په شريعت كي بيان سوی دی چي هغه حجاب او پردې ته پابندي ده او په دې باندي بايد موږ ټوله پوه سو كه د الله پاك شريعت د دې لويي ستونزي د حل لپاره و نه كارول سي نو بيا به دغه د نارينه وو لخوا ستونزه او مشكل په ډېره پراخه پيمانه ښځو ته هم ورځي؛ يعني په كومه كچه چي د بې حجابۍ په سبب په نارينه وو كي اخلاقي او كاري فساد را پورته كيږي د وخت په تېرېدلو سره په ښځو كي په همدومره كچه د فساد د راپورته كېدلو احتمال سته چي بيا به د ښځو لخوا د حل په موخه هيڅ اقدام مفيد تمام نسي.‌  
دا معلومه خبره ده چي كله خدای مكړه په ټولني كي د ښځو فساد او فتنه خپل اوج ته ورسيږي بيا چي دغه فتنه اچوونكي ښځي هر څومره ځان سم او پاك ښکاره کړي هيڅ درد نسي دوا كولای ځكه كومه فتنه او بلا چي دوی په خپلي بې حجابۍ باندي په مختلفو طريقو سره د ځوانانو مخي ته غورځولې ده پر ټولو هغو كارونو باندي غالبه كيږي كوم چي دغسي ښځي يې د ځان د پټولو لپاره كوي.
خلاصه دا چي: حجاب د دې لپاره ندی وضع سوی چي ښځي دي خلګ ورباندي دوكه كړي او يادي  هم په حجاب باندي ښځه پاكه سي،‌ حجاب د پاكۍ او عفت علامه كېدلای سي ځكه هره ښځه چي حجاب په تن كړي ليدونكي يې ورباندي د پاكي او عفيفي فكر كوي په اصل كي چي هر ډول ښځه وي ‌خو دا چي ناپاكه دي په اصل كي ځان ورباندي پاك كړي داسي نسي كېدلای.
 البته بيا هم په باطنه كي فساد د دې لپاره دليل نسي كېدلای چي ښځه دي حجاب ونكړي بلكي هره ښځه كه پاكه وي اوكه ناپاكه شرعا په دې باندي مكلفه ده چي د پورته حكمتونو له وجهي اسلامي حجاب په تن كړي ځكه حجاب د مسلماني ښځي لپاره لباس دی او د لباس په اغوستلو باندي هر وخت انسان مكلف وي. 
زموږ مسلماني خويندي بايد په دې باندې خپل سر خلاص كړي چي حجاب ستاسو كالي دي، ‌د كالو په اغوستلو باندي چي څومره ځان مكلف ګڼی همداسي د حجاب په كولو باندي هم ځانونه مكلف وګڼئ؛ يعني داسي كالي په تن كړئ چي هم ستاسو بدن ورباندي پټ سي او هم يې په اغوستلو باندي مستوره او محجبه حساب كړل سی او د حجاب د ځانګړيو ظاهري او باطني فوایدو او حكمتونوڅخه برخه مني سی.
منبع: المنبر ويب پاڼه

هیچ نظری موجود نیست: