ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
ژباړه: سفيان ثوري رحمه الله فرمايلي دي: په پخواني وختونو کې مال ښه نه و خو اوس مال د مسلمان لپاره ډال دی او که دغه دينارونه نه وای، نو دغو پاچاهانو به موږ د خپل لاس دسمالونه ګرځولي وای. بيا يې فرمايلي دي: څوک چې له دې مال څخه څه په لاس کې لري نو هغه دې سم وکاروي ځکه اوس داسي زمانه ده چې مال ته د چا اړتيا پيدا سي نو هغه به لومړی هغه کس وي چې دين د مال لپاره قرباني کوي. بيا يې وويل: حلال مال د اسراف لپاره نه دی.
د سفيان ثوري رحمه الله هدف دا دی چې په پخوا کې مال دومره ارزښت نه درلودی ځکه نو خلکو ته ډېر محبوب او مطلوب نه و، خو اوس چې دنيوي ژوند پر مال ولاړ دی او مالونه د بخيلو انسانانو او د وخت د حاکمانو لاسونو ته لوېدلي دي، په دې وخت کې مال د مسلمان لپاره داسي ارزښت لري چې د ډال حيثيت يې غوره کړی ځکه مسلمان ځان په مال باندې ساتي. وروسته سفيان ثوري رحمه الله د خپل وخت د پاچاهانو څخه شکايت کوي او فرمايي: که دغه مال نه وای نو پاچاهانو به موږ د خپلو لاسونو دسمالونه ګرځولی وای او هره کړنه به يې په موږ باندې کولای.
هر وخت چې مال دومره ارزښت پيدا کړي چې د انسانانو د ژوند ډېري برخي پوري وتړل سي بيا نو مال ډېر ښه شی دی، ځکه په مال باندې انسان د ځان او هيواد امنيت ساتلای سي، په تعليم کې ګټه ورڅخه پورته کولای سي، ديني مدرسې او ښوونځايونه په جوړولای سي، د اړو مسلمانانو سره مرسته په کولای سي، ګڼو عباداتو ته لاره په آوارولای سي او خپلي ډېري اړتياوې په پوره کولای سي؛ البته د مسلمان لپاره هغه مال خير او غوره دی چې د حلالي لاري څخه يې پيدا کړی وي، کوم مال چې له حرامي لاري يې پيدا کړی وي هغه د مسلمان لپاره سر تر سره شر دی.
زموږ په زمانه کې که د مسلمانانو اقتصادي وضعيت برابر وای او په اقتصادي برخه کې مسلمانان پر خپلو پښو ولاړ وای ولي به په اسلامي هيوادونو کې د ډالرو حاکميت وای؟ او ولي به د مسلمانانو د پيسو ارزښت په امريکايي ډالرو پوري تړلی وای؟ يو هغه شی چې تل يې کفار په لټه کې دي دا دی چې په اقتصادي لحاظ مسلمان ضعيف کړي او ځان ته يې مجبور کړي، ځکه کله چې اقتصاد ضعيف وي مسلمانان د ځانونو لپاره وسلې نه سي جوړولای، د خپلو خلکو اړتياوې نه سي پوره کولای چې په نتيجه کې به اسلامي هيوادونه د کفارو لپاره د مصرف بازارونه وي، کفار به صنعت او اختراعات لري خو مسلمانان به يې نه لري، کفار به پلورونکي وي او مسلمانان به پېرودونکي چې تل به مسلمانان دوی مجبور او اړ وي.
وَعَنْ سُفْيَانَ الثَّوْرِيِّ - رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ - قَالَ: كَانَ الْمَالُ فِيمَا مَضَى يُكْرَهُ، فَأَمَّا الْيَوْمَ فَهُوَ تُرْسُ الْمُؤْمِنِ. وَقَالَ: لَوْلَا هَذِهِ الدَّنَانِيرُ لَتَمَنْدَلَ بِنَا هَؤُلَاءِ الْمُلُوكُ. وَقَالَ: مَنْ كَانَ فِي يَدِهِ مِنْ هَذِهِ شَيْءٌ فَلْيُصْلِحْهُ، فَإِنَّهُ زَمَانٌ إِنِ احْتَاجَ كَانَ أَوَّلَ مَنْ يَبْذُلُ دِينَهُ. وَقَالَ: الْحَلَالُ لَا يَحْتَمِلُ السَّرَفَ. [شَرْحِ السُّنَّةِ]
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر