۱۴۰۴/۰۵/۱۳

اصل په عباداتو کې منع ده:(اصولي قاعده)

موږ په خپل ژوند کې ډېر عبادات لکه لمونځ، حج، روژه، زکات او داسي نور سر ته رسوو خو دا عبادات ځکه کوو چې په شريعت کې د قرآن، سنت او اجماع په لاسوند باندې ثابت دي، کوم شی چې شرعا ثبوت و نه لري د هغه کول د عبادت په نوم موږ ته نه روا کيږي ځکه په عباداتو کې اصل منع دی مګر دا چې په شريعت باندي ثابت وي يعني په دې خاطر چې عبادت الله تعالی لره د عبوديت او غاړي ايښوولو د ښکاره کولو لپاره کيږي نو تر څو چې په شريعت باندې ثابت نه وي تر هغه وخته پوري د عبادت په نوم هيڅ عمل نه تر سره کيږي ځکه عبادت په رأيه او قياس باندي نه ثابتيږي؛ امام سرخسي رحمه الله په خپل کتاب اصول السرخسي کې فرمايي: ولا مدخل للرأي في معرفة ما هو طاعة لله، ولهذا لا يجوز إثبات أصل العبادة بالرأي، وهذا لان الطاعة في إظهار العبودية والانقياد، وما كان التعبد مبنيا على قضية الرأي بل طريقه طريق الابتلاء.(اصول السرخسي:2/122)
ژباړه: د الله تعالی د طاعت (فرمانبردارۍ) په پېژندلو کې عقل او نظر (رأيي) ته هيڅ دخل نسته، له همدې امله د عبادت بنسټ پر نظر باندې ايښوول روا نه دی ځکه طاعت د بنده‌ګۍ او غاړي ايښوولو په ښکاره کولو کې دی او عبادت داسې شی نه دی چې د نظر پر بنسټ ولاړ وي، بلکې د هغه لاره د آزموينې (ابتلاء) لاره ده.
يعنې: د عبادت اساس بايد د شرع له خوا وي، نه د عقل يا نظر له مخې، ځکه چې د الله تعالی عبادت د تسليمۍ او بنده‌ګۍ اظهار دی نه د عقلاني تجزيو او تحليلونو نتيجه.
شاه انور شاه كشميري رحمه الله په خپل کتاب فيض الباري کې وايي: ونعم ما قال أحمد رحمه الله تعالى: الأصلُ في العبادات أن لا يُشْرِع منها إلا ما شرعه اللَّهُ، والأَصل في المعاملات أن لا يُحْذَر منها إلا ما حَذَّرَ اللَّهُ منه.(فيض الباري:3/170)
ژباړه: امام احمد رحمه الله تعالی څومره ښه خبره کړې ده چې ويلي يې دي: د عباداتو په برخه کې اصل دا دی چې له هغو څخه هيڅ يو نه مشروع کېږي، مګر هغه چې الله مشروع کړی وي؛ او د معاملاتو په برخه کې اصل دا دی چې له هغو څخه هيڅ يو نه منع کېږي، مګر هغه چې الله تعالی ترې منع کړې وي.
دغه اصل ته په کتو داسي ويلای شو چې هغه کسان ډېر خطا وتلي دي چې په خپل فکر عبادات ټاکي، په خپل فکر پر ځينو کارونو ثواب او پر ځينو عذاب مرتب کوي او په ټولنه کې داسي کارونه د عبادت او ثواب په نوم رواجوي چې په شريعت کې هيڅ اصل او بنسټ نه لري.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: