۱۴۰۴/۰۵/۱۳

د صفر مياشت د بدفالۍ او بدمرغۍ مياشت نه ده:

ژباړه: جابر رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د ناروغۍ سرايت نسته، د انسان څخه لاره ورکوونکی پېری نسته، او په صفر (مياشتي) باندي بدفالي نسته.

توضيح: پورته هغه شيان دي چې د جاهليت په زمانه کې خلکو ورباندې عقيده درلودل خو د اسلام په راتګ سره پر هغو باندې عقيده درلودل رد سوه.

د "عدوی" لپاره څو تفسيرونه راغلي دي خو يو تفسير يې دا دی چې د يوه شخص څخه ناروغي بل شخص ته ورتلل، په دې روايت باندې صراحتا د دې خبري رد سوی دی چې د يوه شخص ناروغي دي بل چا ته سرايت وکړي، خو د نورو احاديثو څخه داسي ښکاري چې ناروغي سرايت کوي؛ په تطبيق کې يې مختلف قولونه راغلي دي، خو معتبر قول دا دی چې د ناروغۍ ورتلل د يو شخص څخه وبل شخص ته د الله پاک تر قضاء او فيصلې پوري اړه لري، داسي نه ده چې که يوه سړي ته يوه ناروغي ورغله نو ارومرو د بل انسان څخه ورغلې ده که هغه نه وای نو دغه ناروغي به د ته نه ورتلل، او دا هم يقيني خبره نه ده چې د ناروغ انسان سره دي تماس نيول د ناروغۍ د انتقال سبب سي.
 
د جهالت د زمانې خلکو داسي عقيده وه چې جوړ سړي ته ورغلې ناروغي هماغه ناروغي ده چې هغه بل انسان ورباندې اخته و، خو رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: داسي نه ده. بلکې دغه سړي ته ناروغي د هغه ذات په قضاء باندې سوېده کوم چې د لومړني سړي د ناروغۍ فيصله يې کړېوه؛ نو انسان بايد د ناروغۍ څخه په دې خاطر کرکه ونکړي چې که مي د ناروغ سره ارتباط ونيوی نو ارومرو يې ناروغي ماته راځي.

او "غول" هغه تخيلي شيطان يا پېري ته ويل کيږي چې د جاهليت په زمانه کې خلکو عقيده ورباندې درلودل؛ دوی په دې باور وه چې په دښت کې يو شيطان او يا پېری دی چې د انسانانو څخه لاره ورکوي او يا انسان وېروي خو رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: داسي نه ده. د غول په نامه هيڅ شی نسته.
د "صفر" په تفسير کې هم مختلف اقوال راغلي دي خو مشهور قول يې دا دی چې د دې څخه د صفر المظفر مياشت مراد ده.

د جاهليت د زمانې خلکو به د صفرالمظفر په مياشتي باندې بدفالي کول، په دې مياشتي کې به يې سفر نه کوی، په دې مياشتي کې به يې کوزده او واده نه کوی، دا مياشت به يې د آفتونو او بلاګانو مياشت بلل او همدا راز نوري فاسدي عقيدې چې دوی د دې مياشتي په باره کې درلودلې.

رسول الله صلی الله عليه وسلم دغه ټولي رد کړې؛ داسي چې د صفرالمظفر د مياشتي په هکله چې خلک کوم فاسد باور لري هغه درست نه دی، په دې مياشت کې واده کول او سفرکول هيڅ پروا نه لري، او په دې مياشتي کې هيڅ ځانګړی مصيبت او غم نسته او نه هم دغه مياشت يو ځانګړی عبادت او طاعت لري بلکې د نورو مياشتو غوندي دا هم يوه د دوولسو مياشتو څخه ده چې کال ورڅخه جوړ دی.

نو دې مياشتي ته د غم او بلاګانو مياشت ويل او يا د دې مياشتي په تېرېدلو باندې خوشحالي ښکاره کول او د مياشتي په آخره کې د خوشالۍ مراسم نيول دا ټوله هغه شيان دي چې مسلمان يې په کولو باندي ګناهکاره کيږي او په کله بايد ځان ورڅخه وساتي.

په دې مياشتي کې واده کول هيڅ پروا نه لري ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم د خديجة بنت خويلد رضي الله عنها سره په همدې مياشتي کې واده کړی دی او حضرت علي رضي الله عنه د فاطمې رضي الله عنها سره هم په همدې مياشتي کې واده کړی دی.

د صفر په مياشت کې سفر کول هيڅ پروا نه لري ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم په همدې مياشت کې د مکې مکرمې څخه په هجرت ووتی او په ربيع الاول کې مدينې منورې ته ورسېدی.

عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم-  لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ.[صحيح مسلم 5929]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: