۱۴۰۲/۱۰/۲۴

آيا په هيواد کي سياسي اطمينان سته؟

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
لومړی به راسو دې ته چي سياسي اطمينان څشی ته وايي؟ اطمينان خپله په معنی سره د آرامۍ، سکون، آسودګۍ او امنيت سره راځي او سياست په معنی سره د نګهبانۍ، حکومتولۍ او حکومت سره راځي؛ نو د سياسي اطمينان مجموعه معنی داسي کولای سو چي سياسي اطمينان يعني د حکومتولۍ په هره برخه کي آرامي او امنيت.

که لومړی د دنيا شرايطو ته وګورو بيا د څو لسيزو راپدې خوا د امارت تر راتګ پوري حالاتو ته ځير سو دا به راته ثابته سي چي اوس په هيواد کي په پوره توګه سياسي اطمينان وجود لري ځکه مرکزي، مقتدر، متحد، خپلواک او متعهد نظام چي د سياسي اطمينان لپاره شرط دی اوس الحمدلله په هيواد کي حاکم دی او د هر هغه چا لپاره چي په هيواد کي د نورو افغانانو غوندي ژوند کول غواړي هر اړخيزه امنيت قائم دی.

که د هيواد خارجي پاليسۍ ته وګورو نن د هيواد خارجي پاليسي په تمامه معنی د افغانانو لپاره پر حکمتونو، مصلحتونو او اميدونو باندي ولاړه ده ځکه سره د دې چي نړيوال حاکم نظام په رسميت نه پېژني بيا هم نظام توانېدلی دی چي د شرعي مدارات له لاري هغوی د اسلامي امارت په وړاندي په ديپلوماتيکي ډګر کي ډېر تنازل ته اړ کړي او په اصطلاح تر خپلو ډېرو سرو کرښو تېر سي آن تر دې چي ځينو هيوادونو خو هغه دی د افغانستان سفارتونه او قونسلګرۍ امارت ته سپارلي دي او دا به مو هم اورېدلي وي چي ځينو هيوادونو د افغانستان څخه د تښتېدلو کسانو د تحريک کولو او مرستي کولو څخه لاس اخيستی دی؛ دا ټوله سياسي پرمختګونه او په خپل ډول کي بې مثاله نوښتونه دي.

که د هيواد داخلي سياست ته کتنه وکړو پدې به مو ډېر ژر سر خلاص سي چي د اوسني نظام سياست د اشخاصو پر آندونو، فکرونو او ليدلورو باندي ندی بناء بلکي د اسلامي سياسي نظام دوې مهمي ځانګړتياوي چي د منابعو او هدف للهيت دی په پام کي نيول سوي دي او ټولي چاري د توان سره سم د همدغه دوو خصوصيتونو په چوکاټ کي تر سره کيږي.

دا هم په نقل او تجربې دواړو ثابته ده او سالم عقل يې هم مني چي اسلامي سياسي نظام د انسانانو د ټولو برخو د تأمين او په ټولو برخو کي د اطمينان او تسکين ضمانت کوي البته چي څوک په پوه سي او ځان ورته تسليم کړي؛ خو له بده مرغه چي نن پر انسانانو نفسي غوښتني او په ځان باندي منفي باورونه غالبه سوي دي ځکه نو هر شي ته د ځانه څخه تعريف جوړوي او د ځان څخه حکم ورباندي کوي او تر دې لا د تعجب وړ خبره دا ده چي انسانيت او بشريت يواځي په ځان کي منحصر ګڼي له همدې امله په هيڅ شي باندي نه خوشحاله کيږي او په داسي سرټمبګۍ، سادګۍ او کوټه فکرۍ مبتلاء وي چي د دنيوي ژوند څخه يې خوب او خيال جوړ کړی وي او غواړي چي لس انچه شی تر پنځه انچه سوري وباسي.

که څوک په دې باندي سر خلاص كړي چي افغانستان مسلمان هيواد دی، څو لسيزي يې په نا آرامۍ او ستونزو کي تېري کړي دي، حقوق دا نه دي چي ته يې غواړې بلکي حقوق هغه دي چي ستا د دين محدوديت ته په کتو او د هيواد حالاتو ته په پام تا ته رسيږي او د حکومتولۍ معنی دا نده چي ټول رعيت دي په نظام کي رسمي دندي ولري؛ بيا به هيڅ کله په شعوري ډول د هيواد د سياسي حالاتو څخه سر و نه ټکوي او هيڅ ځای به ځان ته د حاکم نظام په خلاف د سياسي مبارزې اجازه ور نه کړي.

دا هم شرعي مسئله ده او هم د سالم عقل فيصله ده چي د يوه اسلامي او جوړ نظام په شتون کي هيڅوک داسي سياسي فعاليت نسي کولای چي هغه دي د نظام مخالف يا اپوزيسيون جوړ سي ځکه له يوې خوا په نظام او رعيت کي اختلافات پيدا کيږي او له بلي خوا سياسي ثبات له مينځه ځي چي په نتيجه کي نظام د لنډمهالو او اوږدمهالو ننګونو سره مخامخ کوي؛ نو که څوک سياسي اطمينان په دې باندي تعبيروي چي هر څوک دي د حاکميت تر لاسه کولو لپاره د سياسي فعاليت اجازه ولري دا کار ناشونی دی او د تاريخ په اوږدو کي د داسي کار څخه اسلامي نړۍ ډېر تاوانونه ليدلي چي لويه بېلګه يې زموږ هيواد افغانستان دی؛ که د ظاهر شاه په وخت کي ګڼ شمېر سياسي ګوندونو ته د فعاليت اجازه نه وای ورکول سوې ظاهري شرايطو ته په کتو داسي ويلای سو چي ممکن هيواد د څو لسيزو خونړيو حالاتو سره نه وای مخامخ سوی.

په دې خاطر چي موږ مسلمانان يو ځکه مو نو هرڅه بايد د اسلام په چوکاټ کي د ننه وي؛ په اسلام کي هر څوک مکلف دی چي په خپل وخت کي د حاکم اسلامي نظام مرسته او کومک وکړي او د اسلامي اصولو په غوښتنه په اسلامي نظام کي د کار کوونکي او يا د اسلامي نظام تر حاکميت لاندي د رعيت په صفت خپل آرام ژوند ته دوام ورکړي.

د اسلامي نظام تر چتر لاندي د هري مفکورې انسان ژوند کولای سي لکه مسلمان، نصراني، يهودي، مجوسي او داسي نور البته په دې خاطر چي په اسلام کي هر انسان ته د هغه د استعداد او ارزښت سره سم حق ورکول سوی دی او اسلامي نظام په مځکه کي د اسلامي احکامو د پلي کولو دنده لري نو ځکه هر چا ته هغه حق ورکوي کوم چي اسلام ورکړي وي او د احکامو په اجراء کي هغه کړني ترسره کوي کومي چي اسلام د اسلامي حاکمت صلاحيت او مسئوليت ګرځولی دی له همدې امله اسلامي نظام د الهي منابعو په استناد، الهي موخي ته د رسېدلو او د عدالت پياده کولو لپاره د ديني مقدساتو د ارزښت ساتلو، شرعي حدودو جاري کولو، د مکافات او مجازات عملي کولو، د بغاوت او شرارت مخنيوی کولو، په ټولنه کي د طبقاتي توپير له مينځه وړلو او په هر اړخيز ډول د مځکي پرمخ د ژوند منظم کولو لپاره د اړتيا سره سم عملي اجراآت کوي چي ممکن د ځينو انسانانو پر شخصي مزاج و نه لګيږي او يو ډول د نا امنۍ يا نا آرامۍ احساس وکړي چي دا خپله د همدغه انسانانو نيمګړتيا ده نظام يې په وړاندي هيڅ مسئوليت نه لري.

د منکراتو څخه مخنيوی او د ښو کارونو عملي کول تنها د نظام غوښتنه نده بلکي د اسلام غوښتنه ده له همدې امله يې اسلامي نظام په هکله ډېر ټنيګار کوي او نوعيت ته يې په کتو ممکن ځيني وختونه د زور د تعميل څخه هم کار واخلي چي دا د ناامنۍ سبب نه بلکي د امنيت سبب کيږي ځکه څومره چي په مځکه کي منکرات ختميږي په هماغه کچه يې په مقابل کي انسانانو او نورو ژويو ته امنيت او آرامي ورکول کيږي.

ځيني خلګ حريت او آزادي په بې بندوبارۍ تعبيروي او حکومت ته د يوه سهامي شرکت په سترګه ګوري ځکه نو وايي: موږ بايد په هر څه کي آزاد وسو کنه نو زموږ سياسي اطمينان راڅخه اخيستل سوی دی همداسي په نظام کي هر چا ته برخه ورکول سي کنه نو دا نظام ټول شموله ندی؛ دوی يا د آزادۍ او سياست په معنی نه پوهيږي او يا يې د غربيانو او بې دينه انسانانو په تفسير پېژني کنه نو داسي فکر به يې د ځانه سره نه پالی.

ځوک چي مسلمان وي او په اسلامي هيواد کي اوسيږي هغه بايد په تمامه معنی په سياسي ډګر کي د خپل اسلامي نظام پلوي وکړي او دا خبره زموږ د خيټي څخه نده راوتلې بلکي د اسلام د مبارک دين همدغه غوښتنه ده او څوک چي مسلمان نه وي خو په اسلامي هيوادونو کي اوسيږي هغه کولای سي د حاکم اسلامي نظام څخه هغه حق وغواړي کوم چي اسلام ورته ورکړی وي خو هيڅ کله د مسلمان سره مساوي کېدلای نسي او نه هم د مسلمان په نوم ژوند کولای سي ځکه په اسلام کي د اهل ذمه، مستأمن او غيرمسلمان تجار لپاره خپل اصول او اساسات سته چي له مخي يې د اسلامي نظام تر چتر لاندي د هر غير مسلمان انسان ژوند تأمين کېدلای سي.

د اسلامي نظام د رهبرۍ لپاره محدود وخت ټاکل، د رهبر د انتخاب لپاره ټولټاکني کول، د هر کس مشورې او نيوکي ته اعتبار ورکول، هر څوک په نظام کي برخمن ګڼل او د غير مسلمانو هيوادونو په قوانينو يا کړنو استناد نيول هغه شيان دي چي نه تنها دا چي په اسلام کي ثبوت نه لري بلکي هيڅ ارزښت نه لري او هيڅ وخت په اسلامي هيوادونو کي د قوي اسلامي نظام په جوړېدلو کي مثبت نه تماميږي.

په آخره کي د تذکر لپاره يوځل بيا وايو: دا چي په هيواد کي د هر چا لپاره هراړخيز امنيت قائم دی، اسلامي ارزښتونه خوندي دي، د هيواد داخلي او بهرنی سياست د هيواد د ملي مصالحو سره سم پر مخ ځي، د هيواد پيسې ورځ تر بلي ارزښت پيدا کوي، اقتصاد ورځ تر بلي پياوړی کيږي، مالي بوديجه مو د داخلي منابعو څخه برابريږي، بغاوتونه شتون نه لري، نظام ورځ تر بلي معياري او مسلکي کيږي، ودانيز او انکشافي کارونه په جديت سره دوام لري، د تعليم په برخه کي د هيواد مصالحو ته په پام کوټلي ګامون پورته کيږي، د لوړو زده کړو په ډګر کي ظرفيتونه او کيفيتونه ورځ تر بلي ارتقاء کوي، د نشه ايزو توکو مخه نيول کيږي، په نشه باندي روبدو کسانو ته د هيواد په تاريخ کي لومړی ځل دی چي ځانګړې پاملرنه کيږي، اړمنو سوالګرو ته معاشونه ټاکل کيږي او په عامه توګه د هيواد پر امنيتي، اقتصادي، فکري، فرهنګي او ټولنيزو زيربناو په لويه کچه کار کيږي دا خپله د نورو برخو تر څنګ په سياسي برخه کي هم د اطمينان او ثبات لپاره لوی دليل دی او که دغه سياسي ثبات او سکون نه وي نو څه به وي؟.

هیچ نظری موجود نیست: