لکه څنګه چي په اصل کي بايد د مدرسو او پوهنتونونو ترمينځ واټن او فاصله نه وي د اسلامي امارت د حاکميت څخه بيا تر اوسه پوري پر همدې باندي کار روان دی چي څنګه د مکاتبو، پوهنتونونو او مدرسو ترمينځ واټن له مينځه ولاړ سي او هر يوه ته د اسلامي ښوونيز مرکز په سترګه وکتل سي؟ د دې هدف لپاره د نظام او وزارتونو په کچه ډېر ښه د پام وړ چټک ګامونه پورته سوي دي.
د دې لپاره چي موږ په خپل علمي ډګر کي ځانونه تکامل او بسايني ته ورسوو دا لازمه ده چي علمي مرکزونه د کميت او کيفيت په برخو کي پياوړي کړو او د ديني او عصري علومو په نوم د علومو او مراکزو ترمينځ واټن له مينځه يوسو تر څو مو د الله تعالی د رضايت او خپل وطن، خلګو او نظام ته د خدمت لپاره هڅي نوري هم چټکي سي او پوره نتيجه ورکړي.
د ديني او طبيعي دواړو علومو زده کول د مسلماني ټولني اړتيا ده ځکه نو د همدغه علومو ترمينځ يا د هغو د ښوونځايونو تر مينځ درځ او واټن ته په اسلام کي هيڅ ځای نسته بلکي ټول بايد د زده کړو مرکزونه وبلل سي او د هر ډول پرمختګ لپاره يې کوټلي ګامونه پورته سي.
دا انځور چي وينی په فراه ولايت کي د 16 ديني مدرسو د پګړۍ تړلو د ګډي غونډي چي د فراه ولايت په مرکزي عيدګاه کي جوړه سوې وه د يوې برخي انځور دی چي د فراه ولايت لوړو زده کړو مؤسسې استاذان او محصلين پکې ښکاري؛ د فراه ولايت لوړو زده کړو مؤسسې استاذانو او محصلينو په ياده غونډه کي په ډېره لوړه کچه ګډون کړی وو او پر يوه پرده يې چي د ځانونو سره يې راوړې وه په دري ژبه داسي ليکلي وه: اتحاد وهمفکري مدرسه و پوهنتون محصول جهاد است. يعني د مدرسې او پوهنتون فکري يووالی د جهاد نتيجه ده؛ وروسته يې بيا په پښتو ژبه ليکلي وه: دين مو اسلام، مذهب مو حنفي، سياست مو امارت، عزت مو جهاد او بريا مو اتفاق دی.
که د ديني مدرسو او پوهتونونو تر مينځ روابط همداسي دوام وکړي نو ډېر ژر به ان شاء الله د مدرسو او پوهنتونونو تر مينځ د پخوا څخه راپاتي منفي واټنونه ختم سي او ټولو ته به يواځي د علمي مرکزونو او انسان جوړوني اساسي ځايونو په سترګه وکتل سي.
د اسلام د ابتداء څخه بيا د مسلمانانو د زبرځواکۍ او امپراطورۍ تر ختمېدلو پوري په تعليمي برخه کي د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو وېش نه وو بلکي په يوځای کي هم مهاله ټوله علوم درسېدل له همدې کبله موږ وينو چي د هغه وخت مسلمان طبيبان، د رياضي، کيميا، بيولوژي او نورو علومو پوهان او مخترعين د دغو علمي برخو تر څنګ ديني علماء هم وه همداسي ډېری ديني علماء د دې ترڅنګ چي په ديني علومو کي يې ډېر مهارت درلودی په طبيعي علوم کي هم پوره رسېدلي وه.
په اسلام کي علمي برخي نه دي وېشل سوي او نه هم د يوې برخي لپاره د خاص موقعيت او يونيفورم شتون ضروري دی هرڅوک کولای سي په هره برخه کي زده کړي وکړي البته د شرائطو او امکاناتو په لحاظ د ځينو علمي تجربو او مهارتونو لپاره د يوځای ځانګړي کول هغه بېله خبره ده.
نو لکه علمي برخي او رشتې چي مشترکي دي زموږ د زده کړي ځايونه هم بايد مشترک وي، د کومو شيانو له وجهي چي د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونو وېش او تقسيم راغلی دی هغه شيان بايد له مينځه يوسو او هر مسلمان د ديني او طبيعي علومو د زده کولو كوښښ وكړي.
زه پدې باور يم چي د ټولو علومو د زده کولو لپاره بايد يوځای وي که يوځای نسي کېدلای نو ټول هغه منفي باورونه او کړني دي له مينځه يووړل سي چي په سبب يې د مدرسې، مکتب او پوهنتون وېش راغلی دی.
په مدرسه، مکتب او پوهنتون درو واړو کي بايد زموږ بچيان په ديني او عصري علومو وروزل سي او داسي خلګ اسلامي ټولني ته وړاندي سي چي په اسلامي عقيدې پاخه، په اسلامي اعمالو سمبال، په اسلامي اخلاقو ښايسته او په عصري علومو پوره ماهر وي.
مدرسه، مکتب او پوهنتون که نومونه او عنوانونه يې مختلف دي خو معنون او محتوی يې بايد يو شی وي چي هغه د ديني او طبيعي علومو زده کول دي او بس.
يقيني خبره ده چي زموږ اوسنی حاکم اسلامي نظام د مدرسې، مکتب او پوهنتون تر مينځ د واټن کمولو ډېر کوښښ کوي ځکه نو ټول ولس بايد په دې مهمه چاره کي د نظام سره ودريږي او هر ډول همکاري ورسره وکړي.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر