۱۴۰۲/۱۰/۰۲

د مېږو په پوست کي شرمښان:

دا هم د مکاري دنيا عارضه او په دنيا کي د نااهلو انسانانو عادت دی چي بد خلګ ځانونه د ښو خلګو په جامه کي ښکاره کوي، ګمراه انسانان پر ځانونو ښه نومونه ايږدي او مفسدي ټولني د ځانونو لپاره ښه شعارونه غوره کوي؛ د دې جملې څخه په ملګرو ملتونو کي د "امنيت شورا" نوم دی چي د نړۍ يو څو لنډغر او بدمعاشان سره راټول سوي او دا نوم يې پر ځانونو باندي ايښی دی.
لومړی خپله د ملګرو ملتونو نوم د مسمی او مصداق سره برابر ندی ځکه چي په ملګرو ملتونو کي واک او د فيصلې حق يواځي د څو خونخوارو او ظالمو هيوادونو سره دی چي په نړۍ کي يې هره ناروا زړه وغواړي کوي يې او تل په ملګرو ملتونو کي د مظلوم څخه د دفاع پر ځای د ظالم پر لکۍ د تشويق او هڅوني تارونه تاويږي او دې ته هڅول کيږي چي نور هم خپلو ظلمونو ته دوام ورکړي.
د امنیت په نوم خو چي کومه شورا نومول سوېده د نړۍ په هيڅ ځای کي يې تر اوسه د امنيت لپاره هڅي ندي کړي ځکه د امنیت شورا دائمي غړي د نړۍ تر ټولو بدنام او وحشي هيوادونه دي چي په تاريخ کي د مظلومانو سره د ظلم خورا لويه سابقه لري.
د امنيت شورا دائمي غړي پنځه هيوادونه دي: امريکا، چين، فرانسه، روسيه او بريتانیا خو په دوی کي ټوله يې بيا د امريکا تر تأثیر لاندي دي ځکه کوم شی چي امريکا يې و نه غواړي دوی يې نسي کولای.
که د ملګرو ملتونو او بيا په ملګرو ملتونو کي د امنيت شورا سابقه و څېړو دا به راته ثابته سي چي دوی په نړۍ کي د ملتونو د دفاغ او امنيت لپاره ندي رامينځ ته سوي بلکي په نړۍ کي د نړيوال استکبار ودي، د څو محدودو ظالمو هيوادونو د قدرت غځېدني، د شرقي او غربي کفري بلاکونو بقاء، د کفري هيوادونو له لوري د مظلومو هيوادونو په خاصه توګه د اسلامي هيوادونو د استعمار او په نړۍ کي د ګډوډۍ لپاره رامينځ ته سوي دي چي د دې خبري د ثبوت لپاره په منځنۍ آسيا او منځني ختيځ کي د جګړو او ناآراميو پيدا کول دي او ډېره نژدې بېلګه يې د فلسطين موضوع ده چي همدغي د امنیت شورا اسرائيلو ته مشروعيت ورکړ، هغوی يې په وسلو سمبال کړه، د فلسطين مځکه يې په لاس ورکړه، قدس يې د اسرائيلو لپاره د پلازميني په صفت وپېژاندی او دا دی اوس په غزې کي د مظلومو فلسطينيانو پر ضد د غاصبو اسرائيلو مرسته کوي.
دا څنګه د امنيت شورا ده؟ امريکايانو او ملګرو يې د دوی په حضور کي او د دوی په ښکاره يا پټ تأييد پر افغانستان او عراق بريد وکړ، په سوريه، سومالیا، برما، قفقاز او آيغور کي يې د مسلمانانو نسلونه ووژل، په عربي هيوادونو کي يې د جګړې اور بل کړ او نن يې د غزې پر ورانولو عملي اجماع کړېده!!!
دا امنيت شورا نده بلکي په نړۍ کي د ناامنۍ او بدمعاشۍ مافيا ده، د وحشیانو او لنډغرو بانډ دی او د شرمښونانو او لښخورانو رمه ده.
په دوی باندي هيڅ باور کول ندی په کار او دوی ته بايد هيڅ با احساسه انسان خوشبين نه وي؛ د دوی د شر څخه د ځان ساتني لپاره که مدارات ورسره کيږي کومه خبره نسته پکښې خو دوی ته د یو مينځګڼي او سوله غوښتونکي شورا په سترګه کتل زما په ګمان ناپوهي، غفلت او سرټمبګي ده چي سبب يې د تاريخ څخه ناخبري او ښه او بد نه سره پېژندل دي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: