۱۴۰۲/۰۹/۲۵

مسلمانه وروره تا ته وایم!

مسلمانه وروره! کفار او دښمنان ستا هيڅ ډول پرمختګ نسي زغملای ځکه نو د هري ممکني لاري څخه ستا د پرمختګ او بريا مخه نيسي.
مسلمانه وروره! ستا دښمنان که تا ضعيف او ناتوان وويني ممکن ښکاره زور درسره وکړي او خپلي غوښتني په تا ومني او که دي قوي او غښتلی وويني ممکن ښکاره زور درسره ونکړي خو د چم، فريب او دوکې له لاري ستا د برياليتوب مخه نيسي.
مسلمانه وروره! تېر تاريخ ټوله درسونه او عبرتونه دي؛ ته وګوره چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم د زمانې څخه بيا تر اوسه پوري د رښتينو مسلمانانو دښمنانو د دوی د ترقۍ د مخنيوي لپاره څه ورسره کړي دي؟
مسلمانه وروره! هغه دښمن چي ستا سره نسي مخامخ کېدلای او يا نه غواړي ستا سره مخامخ سي هغه د پردې تر شا او په پټه ستا تخريب او ورانۍ ته پلانونه جوړوي او کوښښ کوي چي د لاندي لارو څخه ستا پر ضد ځان خپلي موخي ته ورسوي او يا لږ تر لږه ستا د پرمختګ مخه ونيسي:
۱ – کوښښ کوي چي ستا په صف کي بې اتفاقي پيدا کړي، ستا او بل مسلمان ورور تر مينځ ستونزي رامينځ ته کړي او د کار خلګ درڅخه ليري يا خوابدي کړي.
۲ – کوښښ کوي چي ستا نفوذ، آبرو او حيثيت له مينځه يوسي تر څو د نورو خلګو باور درباندي کم کړي او په ټولنه کي ستا د همکارۍ او پلوۍ څخه خلګ را وګرځوي.
۳ – عقيدوي دښمن دي د عقيدې، مذهبي دښمن دي د مذهب، سياسي دښمن دي د نظام، فکري دښمن دي د تګلاري او عُقدوي دښمن دي د خدمت او شهرت بدنامي کوي او د ګڼو لارو څخه ستا د پرمختګ مخه نيسي.
۴ – دښمن نه تنها دا چي ستا لپاره خير نه غواړي بلکي ستا په غم او مصيبت باندي خوشحاله کيږي ځکه نو هيڅ وخت آرام نه کښېني له همدې امله کوښښ کوي چي فرصتونه ستا له لاسه وباسي، په لايعني شيانو دي مصروف کړي، د خپلو نفوذي کسانو له لاري غلطي مشورې درکړي، مصلحتونه او نفرتونه درڅخه ګډوډ کړي، ستا د نيمګړتياوو څخه ستا پام بلي خوا ته واړوي او ذهنيتونه ستا پر ضد تخريش کړي نو ډېر ځيرک وسه او د ښه او بد په درک کي د خپل عقل، هوښيارانو او تجربو څخه کار واخله.
۵ – قدرت، مال او ښځي هغه لويي فتنې دي چي د تاريخ په اوږدو کي يې ډېر غټ خلګ د هلاکت او بربادۍ کندي ته ټېل وهلي دي ممکن دښمن يې د کمين په صفت وکاروي او که ستا فکري عشق ورسره وي او د تکبر، غرور او غفلت په ناروغۍ اخته وسې دښمن به دي د قدرت ټول صلاحيت، د مال عمده ګټه او د کار اصلي پايله  ځان ته راکش کړي او په خپل اختيار خو په غير شعوري ډول به د دښمن خادم جوړ سې؛ او که دي فکري تړون او عملي مينه د قدرت، مال او نورو مفاسدو سره نه وه دښمن به ارومرو کوښښ وکړي چي د تخريب لپاره تا پوري وتړي او ستا په ذريعه ځان خپلي موخي ته ورسوي ځکه نو ډېر هوښيار وسه او په هر کار کي د تدبير او پوره پلټني څخه کار واخله.
۶ – دښمن لکه په فزيکي لحاظ  چي ستا لپاره تل دفاعي حالت غواړي په نورو برخو کي هم دغه توازن ته ډېر اعتبار ورکوي او په فکر، عقل، درک، ساينس، اقتصاد، تعليم او روحيه کي ستا لپاره بريا نه غواړي؛ خو ته بايد د دښمن داسي فکرونه او مکرونه د عملي کولو څخه مخکي شنډ کړې او نه تنها دا چي  د دفاع حالت څخه ځان وباسې بلکي پر دښمن د بريد حالت ته ځان ورسوې.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: