۱۴۰۲/۰۹/۲۳

د حجاب په اړه د شبهاتو جوابونه:(اوومه شبهه)

د حجاب او ستر دښمنانو د حجاب پر نه مهموالي باندي دا دليل نيولی دی چي په پخوا كي په مختلفو طبقاتو كي ډېري ښه ښځي تيري سويدي چي لڅ مخ ګرځېدلې او حجاب يې نه كوی، همدا راز د نارينه وو سره د اختلاط او ګډ كار څخه يې هم ځان نه ساتی.
دوی د خپل دې دليل لپاره د تاريخ او تراجمو پر ځينو كتابونو باندي حوالې وركوي او په ډېري عميقي پلټني سره د خپل طبيعت موافق خپله هغه مهمه وركه او د دوی په فكر خپله لا دركه ملغلره پيدا كوي چي په نمونې ګرځولو سره يې نوري مسلماني ښځي د ګمراهۍ او بې حجابۍ لوري ته بيايي. 
دوی د بيلګي لپاره د ځينو هغو ښځو نومونه اخلي كوم چي د را نقل سوو اخبارو پر بنسټ دوی د نارينه وو مخته خپل مخونه لڅول او د نارينه وو سره يې د دوی په وينا په ادبي او علمي محفلونو او سیمينارونو كي بېله كوم محدوديته ګډون كوی.
ځواب: د دغه خلګو په جواب كي بايد وويل سي چي:تر دې به تېر سو چي ستاسي له خوا کېدونکي قيصې څومره رښتیا او پر واقعيت بناء دي! که يې فرض کړو چي تاسي داسي قيصې ليدلي یا مو اورېدلي دی نو درته وايو: كوم دلائل چي پر هغو باندي شرعي احكام بناء كيږي ‌هغه قرآن، ‌سنت، ‌اجماع او قياس دي د بلي مرجع څخه لكه تاريخ چي هر شی اخيستل كيږي بايد د دغو څلورو سره پرتله كړل سي كه يې د دغو څلورو سره ټكر نه درلودی هغه قبول دی او كه يې ټكر درلودی بيا هغه قبول نه بلكي رد دی. 
نو بناءً د تاريخ په كتابونو كي چي كوم شيان ذكر كيږي هغه بايد د دغو څلورو اصولو سره مقايسه او پرتله كړل سي، كه ورسره موافق وه بايد ومنل سي او كه مخالف وه بايد رد كړل سي تنها د تاريخ كتاب دديني احكامو مرجع نسي جوړېدلای او نه هم يواځي پر تاريخ باندي باور كېدلای سي.
او بيا د تاريخ كتابونه هم څو ډوله دي سم او خراب دواړه پكښې سته،‌ هر مؤرخ د خپلو معلوماتو سره سم پيښي او واقعات پكښې ليكلي وي، ‌ځيني مؤرخين چي رښتيني مسلمانان تېر سويدي د تاريخ په ليكلو كي يې هم پوره دقت كړی وي او هغه شيان يې ليكلي وي چي د ده په پلټني سره د هغو صحت او رښتيا والی ثابت سوی وي. 
او هغه مؤرخين چي يا مسلمانان نه وه او يا هم په اصطلاح نيمچه مسلمانان وه هغوی په خپلو تاريخونو كي لوند او وچ، ښه او بد ټوله ليكلي وي؛ نو مخكي تر دې چي د دوی خبره دي ومنل سي او بيا دي د دوی د خبري په حواله نوري خبري وسي بايد د دوی په خبرو كي چاڼ وسي، ښه خبري يې را واخيستل سي او بدي خبري يې پرېښودل سي؛ بېله تحقيقه د تاريخ خبره هيڅ وخت قوي او موثقه نسي كېدلای او نه هم ورباندي باور كېدلای سي.
اسلامي احكام د اعتبار له وجهي د همدغو څلورو منابعو څخه اخيستل كيږي د دغو څخه بغير د تاريخ څخه او يا هم د اشخاصو او افرادو د اعمالو او تصرفاتو څخه نه اخيستل كيږي بلكي په اتفاق سره د مسلمانانو د ټولو افرادو تصرفات د صحت او بطلان له مخي په اسلامي ميزان او ترازو باندي تلل كيږي نه داسي چي اسلامي احكام دي د افرادو په تصرفاتو باندي وتلل سي. 
مشهوره خبره ده چي حق په خلګو نه پېژندل كيږي بلكي خلګ په حق باندي پېژندل كيږي چي كله حق وپيژنې اهل حق خپله پيژنې.
بله خبره چي د بې حجابۍ دعوتګرانو ته بايد وسي دا ده چي تاسو د خپل عمل لپاره په تاريخ كي يوه يوه ښځه پيدا كوی چي ستاسو د فكر سره سمه وي بيا په هغې باندي د خپلي مدعی د ثبوت لپاره دليل نيسی پداسي حال كي چي په هغه وخت كي محجبې او مستوري ښځي په سلهاو وې؛ دا څومره لويه نيمګړتيا او بې انصافي ده چي د سلهاوو ښځو په حجاب باندي دليل نه نيسی بلكي په يوې يا دوو باندي دليل نيسی!
امام غزالي رحمه الله په احياء علوم الدين كي وايي: په مسلمانانوكي تل داسي وه چي نارينه وو به مخونه لڅول او ښځو به خپل مخونه پټول او په لڅو مخونو به د كور څخه بهر ته نه وتلې.
او ابن ارسلان رحمه الله په عون المعبود كي ويلي دي: مسلمانانو پر دې خبره اتفاق كړی دی چي ښځي دي په لڅو مخونو د كورو څخه نه وځي.
ښه چي كله د ټولو مسلمانانو دغه عادت او اصطلاح وه او په دوی كي دغه يو لوی اتفاقي امر وو چي ښځي بايد حجاب وكړي، او د تاريخ په اوږدو كي هم مسلمانانو ښځو حجاب كوی نو ښكاره خبره ده چي په هغه وخت كي هم د كومي ښځي څخه چي بې حجابي را نقل سوې وي هغه د دې انحراف او ناپوهي وه او اسلامي اصولو څخه يې سرغړونه وه هيڅكله د داسي ښځي په عمل باندي دليل نسي نيول كېدلای.
او بيا ولي په اسلام كي د مباركو او پتمنو ښځو په عمل باندي دليل نه نيول كيږي؟ چي د رسول الله صلی الله عليه وسلم ازواج مطهرات وه، مباركي صحابياتي وې چي د هغوی ژوند د نورو مسلمانو ښځو لپاره يوه نمونه او سمبول دی او هغوی په پوره توګه حجاب كوی او حجاب ته يې د يوه شرعي اصل او قانون په سترګه كتل.
دلته به يوه لنډه واقعه د صفيه بنت حيي رضي الله عنها بيان كړم كومه چي امام بخاري رحمه الله په خپل صحيح كي د انس بن مالك رضي الله په سند باندي راوړېده.
انس بن مالك رضي الله عنه فرمايي: موږ د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د عسفان د عزوې څخه د مديني پر لوري را روان وو،‌ رسول الله صلی الله عليه وسلم خپل شا ته پر اوښي باندي ام المؤمنين صفيه بنت حيي سوره كړېوه چي يو دم يې اوښه غوځاره سوه او دوی دواړه د اوښ څخه ولوېدل، ابوطلحه رضي الله عنه چي كله دوی وليدل ډېر ژر يې ځان د خپلي سورلۍ څخه را وغورځوی او چيغي يې كړې يَا رَسُوْلَ اللهِ جَعَلَنِيَ اللهُ فِدَاءَكَ، الله دي مي تر تا قربان كړي يارسول الله! رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: عَلَيْكَ بِالْمَرْأَةِ يعني ښځه پټه كړه وايي ده په خپلو كالو باندي خپل مخ پټ كړ، نژدې سو او پر حضرت صفيه بنت حيي رضي الله عنها باندي يې پړونی راكش كړ يعني سر او مخ يې ورته پټ كړه، اُوښه يې ورته سمه كړه او دوی دواړه بيرته پر سواره سوه.
پداسي حساسو او اضطراري حالاتو كي هم رسول الله صلی الله عليه وسلم حجاب ته پاملرنه كول او د دې څخه له ورايه معلوميږي چي مخكي هم حضرت صفيه رضي الله عنها په حجاب كي وه.
مولوي نورالحق مظهري
https://chat.whatsapp.com/JYUzaGcwWR642f1eJi3lvn

هیچ نظری موجود نیست: