۱۴۰۲/۰۹/۱۹

د غزې مسلمانان لا هم په وينو کي لامبي:

اسرائيل علني جنايت کوي او امريکا یې علني ملاتړ کوي، د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د ټولو غړو پر خلاف امريکا په غزه کي د اوربند مخالفت کوي او پر غزې د اسرائيلو د بريدونو پر دوام ټينګار کوي.
کوم دي هغه د بشر حقوق؟ کوم دي هغه بشرپالنه او انسان ساتنه؟ ممکن اوس هم په نړۍ کي داسي سرټمبه انسانان شتون ولري چي د دوی سره د بشر په نامه دروغجن شعارونه بدرګه کوي او مسلمانانو ته د ترهګرو نسبت کوي!
د امريکا او امریکا پلوو انسانانو څخه خو هيڅ ګيله نسته ځکه دوی په نړۍ کي د ظلم، خونخوارۍ، بربريت، وحشت او انسان وژني ريکارډ مات کړی دی او بېله ځانه د نورو انسانانو بربادي او تباهي د دوی طبيعت او لومړنی هدف دی ګيله مو د هغو اسلامي هيوادونو څخه ده چي لا هم د غفلت او ټمبلۍ په خوب کي ويده دي او يا هم د خپلو غربي بادارانو لپاره د غزې پر حالت چوپ پاته دي.
د بې غیرتيو په تاريخ کي داسي بې غيرته انسانان ممکن تر اوسه نه وي پيدا سوي چي مسلمانان وړونه او خويندي يې د غاصبو اسرائیلو لخوا د امريکا په مستقيمه مرسته او ملاتړ په وينو لامبول کيږي خو دوی لا هم د امريکا او اسرائيلو سره ديپلوماتيکي، سياسي او تجاري اړيکي ساتي او د خپلو مسلمانانو وړونو او خويندو د خلاصون لپاره هيڅ ممکن کار ته لاس نه اچوي.
يا الله د مسلمانانو په نامه ستا بنده ګان د غزې د مسلمانانو د خلاصون او ملاتړ څخه عاجز دي يا الله ته يې د غيب څخه مرسته وکړې او ته يې د اسرائيلو په وړاندي بريالي او کامياب کړې.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: