۱۴۰۲/۱۰/۰۹

د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(لسمه شبهه)

د حجاب دښمنان وايي: د زينت ښكاره كول يو عادي كار دی کتونکی ورته هيڅ توجه نه كوي؛ دوی دعوه كوي چي د زينت هغه ښكاره والی چي ښځه ورباندي پټه او لڅه ښكاري نارينه نه را پاروي پداسي حال كي چي نارينه د هغي ښځي په ليدلو سره چي پوره حجاب يې كړی وي او ټوله بدن يې ورباندي پټ وي را پارول كيږي نو ځكه د دوی د شخصيت د پېژندلو او تعقيبولو اراده ورسره پيدا كيږي ځكه چي هر ممنوع شی خوندور وي؛ نو دلته چي ښځي خپل ځان د حجاب په مټ پټ كړی دی او نور خلګ يې ځان ته د کتلو څخه منع كړيدي خود به د نورو خلګو سره د دې د ليدلو شوق پيدا كيږي.
جواب: د دغه خلګو په جواب كي بايد وويل سي چي كه په رښتيا داسي وي چي د زينت ښكاره كول دي يوه عادي خبره سي كتل دي ځان ته نه راجلبوي او زړونه دي ځان ته نه راكشوي نو بيا د څه شي لپاره او د چا لپاره دوی خپل زينت ښكاره كوي؟ او په څه خاطر د آرايش توكي او سامانونه اخلي؟ او ولي په آرايشگاه كي د ځان د جوړولو لپاره پيسې مصرفوي ‌او په څه خاطر د موډ او فيشن پسې ځغلي؟. 
معلومه خبره ده چي دا ټوله تكليفونه او مصارف خوشي او بې څه ندي بلكي د يوه هدف او موخي لپاره دي او بېله دې څخه چي د ځان د ښايست د مطرح كولو او ځان ته د خلګو د پام را اړولو لپاره دي وي بل هيڅ دليل ورسره نه جوړيږي.
څنګه دي د زينت ښكاره كول يوه عادي خبره سي پداسي حال كي چي دا منل سوی حقيقت دی چي څومره ميرمن ځان ښايسته كوي همدومره د خاوند رغبت او شوق هم ورته كيږي! او دا هم مشهوره خبره ده چي خواړه د رنګه خوړل كيږي چي څومره د خوړو رنګ سم وي همدومره د انسان اشتهاء ورته كيږي كڅه هم خوند يې سم نه وي.
بله خبره دا ده چي د نارينه او ښځي تر مينځ جاذبيت او يو بل ته ميلان يو فطرتي شی دی چي په تېرېدلوسره د زمانې تغيير نه كوي ځكه چي په وينه كي د كوچنيو پټو غدو څخه آزاد سوي هورموني افرازات ګرځي او راګرځي په وينه كي جريان كوي او پر اعصابو اومغزو باندي په تأثير كولو سره په هر جنس يعني په نر او ښځه كي د دوی شوق او طبيعي غريزه را پورته كوي.
بلكي هرجزء د هر جسم څخه توپير او تمييز لري د خپل مشابه جزء څخه په بل جنس كي مثلا اجزاء د بدن د نارينه توپير او فرق لري د اجزاؤ څخه د بدن د ښځي؛ پدې خاطر دی چي ښځينه صفات او ځانګړتياوي د ښځي په جسم ، ‌شكل، اخلاق، افكار او ميلونو كي له ورايه ښكاري لكه چي د نارينه صفات د هغه په بدن، هيیت، ږغ، كارونو او ميلونوكي له ورايه ښكاري. 
او دا هغه فطري او طبيعي قاعده ده چي د كومي ورځي څخه الله پاك انسان پيدا كړی دی تغيير يې ندی كړی او تر قيامته پوري به هم تغيير و نكړي.
نو د نارينه او ښځي مثال لكه د آرت او برق د لاينونو په څېر دی چي كله يې سره وجنګوې شارټي كوي؛ نارينه او ښځه چي كله په يو بل كي ځيني محرك علائم ويني او كوم باطني او ياقوي ظاهري مانع هم نه وي ارومرو يې جنسي غريزه راپورته كيږي.
الله پاك جنسي عادت په بشري نفس كي ايښی دی دا د الله تعالی د اسرارو څخه يو سر او د الله د لويو حكمتونو څخه يو حكمت دی. 
الله پاك جنسي علاقه مندي د هغو لويو شيانو څخه ګرځولې ده چي عقل، نفس او روح ټوله تمايل ورته كوي او هغه روحي، حسي او بدني غوښتنه ده؛ پدې خاطر دی چي انسان جنسي مقاربت په ډېري لېوالتياسره كوي.
او كه يو څوك د معمول او فطرت پر خلاف داسي وي چي يوه بې حجابه او لڅ سرې ښځه چي ځان يې ښه سره جوړ كړی وي او په ښكاره يې د زينت او ځان جلبولو ډېر شيان لګولي وي پر ده باندي تېره سي او دی ورته وګوري خو هيڅ پاملرنه ورته ونكړي او نه هم تحريك سي پداسي حال كي چي هيڅ معنوي او قوي ظاهري مانع هم نه وي د ډاكټرۍ له نظره دغه سړی د مزاج د يخوالي په ناروغۍ باندي اخته دی؛ هغه ناروغي چي د طبابت له نظره بايد معالجه كړل سي.
نو هيڅ كله د ښځي لڅ ګرځېدلو او د كور څخه بهر د زينت ښكاره كولو ته په عادي نظر نسي كتل كېدلای او هيڅكله يې موږ معمولي كار نسو بللای.
بله خبره چي په زغرده د دوی د دغي مدعٰي پر درواغ والي باندي دلالت كوي دا ده چي كه موږ وګورو د زنا، همجنس بازۍ او نورو جنسي پيښو لوی مقدار د هغو ښځو سره وي چي دوی نيم لوڅي ګرځي او خپل زينت هر چاته ښكاره كوي؛ او په دومره كچه باندي د جنسي انحرافاتو پيښي مستقيما پر دغه ډول د ښځو تر وتلو پوري تعلق نيسي هغه حالت چي هيڅ قسم فضيلت او شرافت پكښې نسته.
بلكي ډېري جنسي ناروغۍ لكه ايډز په لويه كچه په هغو هيوادونو كي پيدا كيږي چي په هغو كي بې حجابي او جنسي بې بندوباري ډېره وي او په همدغه هيوادونو كي د نورو هيوادونو په  نسبت د هغه روحي ناروغيو ګراف ډېر لوړ وي چي انسان تر ځان وژني پوري رسوي.
ښه كه په بهر كي د زينت ښكاره كول يو عادي كار وای بيا نو دا دومره ناخوالي او جنسي ناروغۍ د كومه سوې؟ او په فحاشو هيوادونو كي د ښځو ويلګردي او د دوی د ويلګردۍ په سبب هرج او مرج د څه لپاره دی؟.
او دا چي دوی وايي محجبې ښځي ته د انسان پاملرنه ور اوړي او بې حجابي ښځي ته نه ور اوړي؛ نو دوی ته ويل كيږي چي ګوری! د محجبې ښځي مثال د هغه تړلي اوكت كتاب دی چي ته يې تنها پوښ ته كتلای سې ولي پر محتوياتو باندي يې علم نسي راوستلای.
ډيری ځل داسي پيښيږي چي انسان دي وكت او تړل سوي كتاب ته په دقت باندي وګوري او په اړه دي ډېر فكر هم وكړي خو په محتوياتو باندي يې هيڅ علم نسي راوستلای او نه هم ور څخه متأثره كېدلای سي او نه يې هم په اړه افكار ورباندي اغيز كوي.
د محجبې ښځي پوښ هم د دې حجاب دی چي داخلي اخلاق، او محتويات يې پكښې پټ دي د حجاب نور ته يې هر بدكتونكی نااميده او شرمېدلی پاتيږي او يوه ذره يې په داخل باندي نه خبريږي.
ولي بې حجابه ښځه مثال د هغه خلاص كتاب لري چي خلګ يې لاس پر لاس كوي او سترګي يې ليكه پر ليكه او صفحه پر صفحه ګوري او د محتوياتو څخه یې عقلونه متأثره كيږي او تر هغه يې خلګ نه پسې پريږدي ترڅو چي د پاڼو ځلا يې نه وي وركه سوې نو پاڼي يې كږي وږي سي بلكي څيري سي آخر ور څخه داسي زوړ كتاب جوړ سي چي څوك يې د خپل وړوكي كور د وړوكي كتابتون مخي ته هم نه ايږدي.
د بې حجابي او باحجابي ښځي مثال د ښاري او خصوصي ټګسۍ دی بې حجابي ښځي په خپل لاس ځان داسي جوړ كړی وي چي هر څوك يې د ښايست څخه استفاده كوي، د خپل ناوړه نظر جراثيم او گرځونه ورباندي غورځوي، هر بدمرغه كتونكی يې په هكله ډېر ناوړه او بې ځايه فكرونه كوي آن تردې چي ځيني يې د ښكار كولو په نيت ځوروي هم؛ خاوند او سرپرست يې تنها د ډريور غوندي دېخوا او هغي خوا ته بيايي او مصارف ورباندي کوي خو استفاده يې د نورو ورسره شريكه وي.
خو محجبه ښځه د هغي خصوصي ټكسۍ حيثيت لري چي تنها مالك يې ورڅخه استفاده كولای سي او تنها مالك يې دی چي د ټولو ځانګړتياوو څخه يې پوره ګټه پورته كولای سي او د هر فاسد او ناوړه نظر څخه داسي محفوظه وي چي هر بدكتونكی يې پر كتلو باندي نا اميده او شرميدلی پاتيږي او د هيچا د بدنظر نښان نه ګرځي او نه يې هم د ښكار په نيت څوك تعقيبوي.
ځکه ښاري ټيکسي چي پر لاره باندي تيريږي هر څوک ورته لاس ورکوي ځکه طمعه ورته لري او د دې غوښتنه لري چي ماته به ودريږي او تر خپل هدف پوري به مي ورسوي خو شخصي ټيکسي ته هيڅوک لاس نه ورکوي ځکه چي طمعه نه ورته لري او پدې باندي يې ښه سر خلاصيږي چي دغه موټر د نورو خلګو د انتقال لپاره ندی بلکي د شخصي استفادې لپاره دی.
د بې حجابي او باحجابي ښځي مثال داسي دی لكه د بي پوښه او پوښ لرونكي شيرينۍ چي بې پوښه هر چاته مضره او تاواني وي آن تر دې چي د خپل مالك يې لا هم ورڅخه بد كيږي ولي پوښ لرونكي شيريني مرغوبه، مطلوبه او هر چاته د منلو وړوي، خوړل يې لذت او ګټه لري او ساتل يې طمع او اميد.
منبع: المنبر ويب پاڼه
ژباړه او زيادت: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: