۱۴۰۲/۱۰/۰۴

د حجاب اړوند د شبهاتو جوابونه:(اتمه شبهه)

د حجاب مخالفين وايي: د ښځو لخوا حجاب، د نارينه وو د جنسي طاقت هلاک کوونکی دی؛ دوی وايي: جنسي طاقت په انسان كي ډېر لوی او خطرناكه طاقت دی چي مهم والي ته يې په کتو هغه بايد هلاكت او نابودۍ ته پرې نه ښودل سي بلکي په هره طريقه چي وي بايد پوره كړل سي؛ د جنسي طاقت ډېر خپه كول او بندول په انسان كي د فكري انفجار لامل كيږي چي انسان دې ته مجبوركيږي چي پر ښځو باندي د خپل جنسي طاقت د پوره كولو لپاره حمله وكړي.‌ 
د حجاب مخالفين وايي: معلومه خبره ده چي حجاب د ښځي ښايست پټوي چي له امله يې ځوانان د جنسي شهوت د ډېر بندښت او نه پوره كېدلو له وجهي نژدۍ ده چي ليونيان سي او دېته اړ ايستل  سي چي پر ښځو باندي دي د خپل جنسي طاقت د ډېروالي له وجهي حمله وكړي او يا دي هم ددې سبب سي چي ځوانان دي د ښځو غصب كولو او تښتولو ته مخه كړي.
دوی وايي: ددې مشكل علاج دا دی چي ښځي حجاب ونكړي تر څو ځوانان وكولای سي دوی ته په كتلو سره خپل بند شهوت آزاد كړي تر څو يې سترګي مړې او طبيعت يې سوړ سي او د جنسي طاقت د ډېروالي له کبله د دوی د فكري  انفجار پېښي را كمي سي.
جواب: د دوی په جواب كي بايد وويل سي چي لومړی خو ستاسي دا خبره سل په سلو كي غلطه ده ځكه دكتلو او نظر په مطلقي آزادۍ كي چي انسان دي ددې حق ولري چي هر شي ته وګوري هغه كه بدوي او كه ښه وي‌ د انسان لپاره ډېري تباهۍ او بربادۍ دي؛ ددې تر څنګ چي د اسلامي او اخلاقي اصولو څخه پكې لويه سرغړونه ده د انسان پر مخ د اخلاقي فساد لويي دروازې را پرانيزي او د زنا، لواطت، جنسي انحرافاتو په شمول ټولنيز فسادونه او ډول ډول جرمونه ور څخه پيدا كيږي.  
سترګي چي كوم ځای د جنسي غوښتني پر بنسټ هدف وټاكي د همدغي غوښتني پر بنياد انسان ددې هڅه او كوښښ كوي چي په جنسي رابطې باندي هغه هدف ته ځان ورسوي چي په نتيجه كي انسان د يوه حيوان غوندي بې بندوباره او د نفس د ناوړه غوښتنو غلام جوړيږي چي بيا نو نور په انسان كي انساني شرافت اوكرامت نسي پاته كېدلای بلكي د يو مست بې بندوباره حيوان حيثيت غوره كوي چي بيا انسان د ځان لپاره د هيڅ قسم فضيلت او شرافت دعوه نسي كولای  نه هم د اشرف المخلوقات په صفت پر مځكه باندي د الله نماينده ګي كولای سي او نه هم په دنياكي د نورو مخلوقاتو د ژوند د سمون لپاره مثبت كارونه سرته رسولای سي.
څومره ښكلې، جامع او تجربه سوې خبره زموږ ګران پيغمبر صلی الله عليه وسلم  پدې هكله كړېده او فرمايلي يې دي: النظرة سهم من سهام إبليس مسمومة فمن تركها من خوف الله أثابه جل و عز إيمانا يجد حلاوته في قلبه.[ المستدرك علي الصحيحين7875]
يعني ناوړه كتل يوغشی دی د غشو څخه د شيطان، مسموم او زهرجن دی هر چا كه د الله له ويري پرېښودی الله پاك به داسي ايمان ورته وركړي چي خوند او لذت به يې په خپل زړه كي ومومي.
همدا راز په بل حديث كي فرمايي: 
العينان تزنيان واليدان تزنيان والفرج يصدق ذلك أو يكذبه.[ مسنداحمدبن حنبل8520]
ژباړه: سترګي زنا کوي لاسونه زنا کوي عورت يې تصديق او يا تکذيب کوي.
نو د هر اخلاقي فساد پيل د كتلو او نظركولو څخه كيږي نو لكه د اخلاقي فساد څخه چي هر څوك بايد ځان وساتي همداسي د كتلو او نظركولو څخه هم بايد ځان وساتي.
نو بېګانه ښځو ته كتل د ځوانانو حق نه بلكي د ځوانانو لپاره منع او حرام کار دی .
ستاسو بله خبره چي سل په سلوكي غلطه ده دا ده چي تاسو بېګانه ښځو ته كتل د جنسي شهوت پوره كېدل ګڼی؛ پداسي حال كي چي دكتلو په آزادۍ او بې بندوبارۍ باندي شهوت نسي پوره كېدلای بلكي شهوت را پورته كيږي او بيا نيمګړی پاتيږي چي دغه حالت يو قسم روحي او جسمي ناروغي د انسان لپاره پيدا كوي او انسان د روح او جسم په لحاظ په تزلزل، نا آرامۍ او وسوسې كي غورځوي چي انسان ته ډېر خطرناكه حالت دی.
هوكې قدرمنو لوستونکو!
زموږ ګران پيغمبر صلی الله عليه وسلم د ناوړه كتلو تاوان هغه وخت بيان كړی دی چي هغه وخت نه لابراتوار وو، نه اكسري وه نه التراساوند وو او نه هم نور تشخيصوي طبي اسباب چي دا خپله د اسلام پر حقانيت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر صداقت او رښتینولۍ باندي د نورو دلائلو څخه يو دليل دی؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم هغه وخت ناوړه او حرام كتلو ته زهرجنه او مسمومه غشي ويلې ده، هوكې زهرجنه اومسمومه غشي؛ كومه چي د انسان په بدن كي يې لګېدل د انسان لپاره د مرګ او يا هم مزمني ناروغۍ سبب جوړيږي؛ څوارلس سوه كاله وروسته د نړۍ پوهان او متخصص ډاكټران پدې باندي اعتراف كوي چي حرام كتل د انسان لپاره ډېر مضر دي.
داكتر(حسين الراشدي) چي د سعودي په هيواد كي په يو روغتون كي د هډوكو د جراحۍ متخصص دی پدې موضوع كي يې لويه مقاله ليكلې ده وايي: موږ داسي ويلای سو چي د بدن هيڅ داسي غړی او عضو نه پاتيږي چي هغه ته دي د حرام كتلو د زهرو څخه تاوان و نه رسيږي؛ ‌په ځينو اعضاؤ كي يې تأثير ډېر وي او په ځينو كي لږ وي‌ خو ټوله اعضاؤ ته د ناوړه كتلو د زهرو تأثير رسيږي آن تر دې چي ځيني ناوړه تأثيرات تر ديرشو كالو پوري د انسان په بدن كي پاتيږي. 
موږ به د هغو منفي تأثيراتو څخه چي د حرام كتلو له وجهي د انسان په بدن كي پيدا كيږي ځيني هغه مهم ذكر كړو چي انسان ورسره ډېر ګرفتاره كيږي.
1. د ناوړه كتلو له وجهي چي د انسان په وينه كي د جنسي هورمونونو فعاليت ډېريږي، حرارت د بدن او فشار يې لوړيږي له كبله يې په خولې، بغلونو او پښو كي بد بوی پيدا كيږي چي دغه بوی كله كله د لنډ مهال لپاره وي او كله كله تر ډېره وخته پوري پاتيږي آن تر دې پوري چي ځيني وخت ورسره نور خلګ هم په عذابيږي.
2. د ناوړه كتلو له وجهي چي په جنسي هورمونونوكي كوم تغيرات راځي له امله يې هغه پوستي منفذونه چي خوله او غوړ ورڅخه را وځي غټيږي په ځانګړي توګه د لاسو په ورغوو، لاندني برخي كي د پښو، دكونټو مينځ او تر بغلو لاندي د دغو برخو منفذونه ډېر غټيږي چي په نتيجه كي ورڅخه ميكروبي التهابات چي Sinus Pilonida  (ساينوس پايلونيدا) ورته وايي پيداكيږي، همدا راز په مخ كي ورڅخه ځيني اوقات داسي التهابونه پيداكيږي چي سبب ده ACNE ياځواني دانو د راختلوجوړیږی.
3. كوم خلګ چي حرام كتل ډېركوي او په دوی كي دغه جنسي هيجان ډېر را پورته كيږي او د جنسي هورمونونو فعاليت يې په وينه كي ډېريږی دغه كار يې يو د هغو اسبابو څخه جوړېدلای سي چي د هغو څخه د نيم سر درد او يا Migrain  نیمسری پيدا كيږي چي ډېره خطرناكه ناروغي ده.
4. د بد نظر او بد كتلو څخه انسان ته د بندونو درد پيدا كيږي په خاصه توګه د لويو بندونو لكه ځنګون، ورون، ملا او داسي نور.... چي د همدغه هورمونونو د ډېر فعاليت له وجهي انسان ورسره لاس او ګرېوان كيږي؛ شايد د دې لامل دا وي چي هغه مايعات چي په بندونوكي دي او بندونه د التهاب څخه ساتي هغه به وچيږي په دې خاطر دی چي په غربي نړۍ كي دغه ناروغي ډېره ده ځكه چي هلته ډېری خلګ د ورځي څو ځله د جنسي هورمونونو د لوړ فعاليت سره مخامخ كيږي. 
نوموړی ډاكتر وايي: پر جنابت باندي ويدېدل هم د بندونو د ناروغيو سبب كيږي ځكه چي هلته هم ياد مايعات وچيږي؛ پدې خاطر دی چي طريقه د رسول الله صلی الله عليه وسلم داسي وه چي يا به يې د جنابت وروسته غسل كوی او يا به يې هم اودس كوی پر جنابت باندي بېله غسله او يا اودسه نه ويدېدی.
5. بد نظر او كتل پر زړه باندي ناوړه تأثير ايږدي او مختلفي د زړه ناروغۍ ورڅخه پيدا كيږي.
6. بد نظر د انسان پر بولي سيستم باندي ډېره ناوړه اغېزه لري او مختلفي ناروغۍ ورڅخه پيدا كيږي لكه: د پروستات، مثانې او كليو التهاب چي له كبله يې مختلفي صحي ستونزي ور څخه را پيدا كيږي.
له همدې كبله چي بد نظر او كتل د انسان لپاره ډېر تاوانونه لري په اسلام كي د هغه څخه منع راغلې او انسان ته په هغه باندي د مبتلا كېدلو څخه د مخنيوي لاري چاري ښوول سويدي مثلا: شرعا سړی د دويم ځل كتلو څخه و هغي ښځي ته منع سوی دی چي لومړی ځل يې ورته په ناپامۍ كي او يا پدې ګمان چي شايد د ده شناخته وي كتلي وي ځكه امكان سته چي په دويم ځل كتلو باندي يې شهوت را پورته سي او پورته ناوړه حالت ورته عارض سي.
همدا راز ښځي ته د دې لارښوونه سوېده چي د كور څخه بهر دي خپل زينت نه ښكاره كوي او د نارينه وو پر ټولۍ دي پداسي حالت كي نه تيريږي چي عطر او خوشبويي يې وهلې وي ځكه د دې احتمال سته چي نارينه دي د دې د زينت د ليدلو له وجهي په ياد سوي آفت باندي مبتلا سي، ‌شهوت يې را پورته سي او په وينه كي يې د جنسي هورمونونو فعاليت ډېر سي چي په نتيجه كي په ناروغيو باندي اخته كيږي.
آن تر دې چي هغي ښځي ته چي قصدا خپل زينت بېګانه خلګو ته ښكاره كوي او د خوشبويي او عطرو سره پر بېګانه خلګو باندي تيريږي د زانيې نوم وركول سوی دی ځكه چي د دې څخه دغسي حالت ښكاره كېدل د دې سبب جوړيږي چي نارينه دي په زنا باندي اخته سي.
همدا راز په اسلام كي د بېګانه ښځو سره د خلوت او يوځای والي او د هغوی سره د اختلاط څخه د همدې هدف لپاره ممانعت راغلی دی او نارينه ته د دې اجازه نده وركول سوې چي بېګانه ښځو ته لاس وروړي او يا دي هم مصافحه ورسره وكړي.
همدا راز اسلام د انسان څخه د شهوت د را پورته كېدلو د تاوان د مخنيوي په حكمت داسي لاري چاري بيان كړيدي چي په عملي كولو يې د پورته تاوانونو څخه ساتل كېدلای سي.
مثلا: كله چي خاوند د خپلي ښځي څخه د مقاربت غوښتنه وكړي ښځه بايد د هغه غوښتني ته (كه كوم شرعي ممانعت نه وو)  غاړه كښيږدي ځكه چي پدې وخت كي د ښځي نافرماني پداسي حال كي چي خاوند يې اراده ولري او جنسي هورمونونو يې په وينه كي فعاليت پيل كړی وي د دې سبب كيږي چي خاوند دي د يادو ناروغيو سره مخ سي.
همدا راز كه يو سړی په ناڅاپي توګه د شهوت د را پورته كېدلو سره مخامخ كيږي ډېر ژر بايد د هغه څخه د په سمه طريقه د خلاصون هڅه وكړي مثلا په بې اختياره توګه د كور څخه بهر يوې ښځي ته ګوري او جنسي حركت ورته پيدا كيږي شرعا دا سړی كله چي خپل كورته راځي بايد د خپلي ميرمني سره همبستري وكړي تر څو جنسي حرارت يې كښيني او په يادو ناروغيو باندي د اخته كېدلو څخه وساتل سي.
او كه زمنيه ورته برابره نه وه بيا دي غسل وكړي او بدن دي پرېوي تر څو د بدن حرارت يې كښيني او په يادو ناروغيو باندي د اخته كېدلو څخه وژغورل سي.
او څوك چي مجرد وي د هغه لپاره دا لازمه ده چي د لومړي سره څخه د دې حالت د را پورته كېدلو څخه ځان وساتي هغه پداسي طريقه چي خپلي سترګي دي كنټرول كړي او د بد نظر او كتلو څخه دي ډډه وكړي او ځان دي داسي جوړ كړي چي هر كله يو ځل ور څخه كتل كيږي د دويم ځل كتلو څخه دي ځان وساتي. 
او بل مجرد سړی دي روژه ونيسي ځكه د روژې په نيولو باندي يې نفس ضعيفه كيږي او جنسي ميلان يې نه را پورته كيږي او هغه څوك چي د نكاح پركولو باندي توان ولري هغه خو دي نكاح وكړي تر څو په واسطه يې د جنسي انحراف څخه وساتل سي همدا راز اودس كول د جنسي حرارت په كمولو كي ډېره مرسته كوي په خاصه توګه په هغه حالت كي چي حرارت يې را پورته سوی وي.
د اوس په وخت كي چي بې حجابي ډېره سوېده او په هر ځای كي انسان د بد كتلو د زهرجنو غشو سره مخامخ كيږي علماء فرمايي ډېره ښه خبره دا ده چي كله د كار څخه او يا د بازار څخه كور ته راځي غسل وكړي تر څو چي بدن يې د زهرجنو كتلو د تاثيراتو څخه پاك سي.
د حجاب مخالفينو او د پورته شهبې واردوونکو ته بايد ووايو چي دا څومره تبعيض آميزه خبره ده چي تاسو واياست ښځي دي د نارينه وو لپاره حجاب نه كوي!؛ يعني د دې لپاره چي نارينه ورته وګوري او خوند ورباندي واخلي؛ دا څومره خطرناكه او غير معقوله خبره ده! ښځه تنها د دې لپاره نده پيدا سوې چي نارينه ورڅخه ګټه پورته كړي، ښځه د الله پاك مستقل مخلوق دی او الله پاك ورته ډېر حقوق وركړيدي، داسي نسي كېدلای چي نارينه بېلاري كيږي او د خپل نفس تابع ګرځي تاوان به يې ښځه وركوي؛ د خپلي ميرمني او مينځي څخه بغير انسان د بلي هيڅي ښځي څخه جنسي ګټه نسي پورته كولای؛ نو ښځه به ارومرو حجاب كوي كه نا اهله نارينه د جنسي جوش له كبله مري هم به ښځه خپل حجاب نه پسې پريږدي‌ ځكه نارينه ته دغه ستونزه په خپل لاس پېښه سوېده ولي هغه وقايوي كارونه نه كوي كوم چي اسلام ورته ښوولي دي؟ ولي داسي ناوړه كار ته لاس اچوي؟ آيا دی عقل نه لري؟ عاقل سړی هيڅ وخت ځان د جنسي فكر نه قرباني كوي او هيڅ كله بد كتلو ته زړه نه ښه كوي.
بله خبره چي د دغه خلګو د دې شبهي پر بطلان دلالت كوي دا ده چي كه د دوی خبره صحيح وای يعني د بې حجابۍ په سبب په ځوانانو كي جنسي پېښي كمېدلای او د ښځو ځورول وركېدلای نو په كفري او غربي هيوادونوكي به چي بې حجابې پكښې خپل اوج ته رسېدلېده دغسي پېښي نه كېدلای، د هغوی ځوانان او نارينه به په جنسي شهوت باندي ماړه سوي وای او هلته به د ښځو د ځوروني او غصب كولو مخه نيول سوې وای سره ددې چي هلته دا ټولي پېښي په ډېره لويه  پيمانه باندي كيږي.
 يو كتاب چي د "الجريمة في أمريكا" په نامه باندي ياديږي هغه كي راځي: په هرو شپږو دقيقو كي په امريكا كي  د جنسي ځوروني يوه  پېښه د قوت او سلاح په زور باندي را منځته كيږي په  1978ميلادي كال كي يولك  او اوه څلوېښت زره او درې سوه نه اتيا پېښي رامنځته سوي دي او دا شميره په  ،‌1987ميلادي كال كي دوه لكه  او اوه ويشت زره او اوه سوه او څلور شپېته پېښو ته ختلې ده.
نو !!! كه چيري د بې حجابۍ په راتللو كي خير وای او جنسي پېښي كمېدلای په غرب كي به كمي سوي وای هغه دی ورځ تر بلي لا پكښې ډېږي،‌ عجيب او غريب كارونه پكښې كيږي. 
بله خبره دا ده چي جنسي غريزه په نارينه او ښځه كي الله پاك د ډېرو حكمتونو پر بنياد پيدا كړېده چي يو حكمت يې د انساني نسل بقاء او دوام دی؛ د دې لپاره يې نده پيدا كړې چي دوی ورباندي ځان تباه او برباد كړي او د هغې په سببيت خپل انساني ارزښت تر پوښتني لاندي راوړي او دا معلومه خبره ده چي د بې حجابۍ په حالت كي او پداسي حالت كي چي ښځي دي نيم لوڅي وګرځي دغه غريزه په نارينه وو كي آرامه نسي پاته كېدلای او داسي پاروونكي حالت ته د يوه طبيعي حالت په سترګه نسي كتل كېدلای بلكي جنسي غريزه د داسي منظر په ليدلو باندي را پورته كيږي چي نتيجه به يې هغه وي كوم چي مخكي ذكر سوه؛ يعني د انسان د ظاهري او باطني ژوند تباهي او بربادي به يې پايله او نتيجه وي.
الله دي مو د داسي حالت څخه وساتي او الله دي زموږ ټولنه يوه سوچه اسلامي ټولنه وګرځوي تر څو ټولي ناخوالي زموږ د مينځ څخه وركي سي.
په آخره كي ددې خبري كول غواړم:كوم خلګ چي دغسي پوچه او بې بنياده خبره كوي چي د بې حجابۍ په خپرولو باندي جنسي پېښي كميږي او يا جنسي تنده ورباندي ماتيږي دوی به د هغو خلګو څخه وي چي ځانونه يې خصيان كړيوي او شهوت يې د بيخه څخه قطعه سوی وي نو دوی جنسي پارونه بيخي نه پېژني او يا به هم دوی په هغي ناروغۍ باندي اخته سوي وي چي په سبب يې د انسان جنسي ميلان بيخي له منځه ځي.
منبع: المنبر ويب پاڼه.
ژباړه او تحقيق: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: