۱۴۰۲/۱۰/۰۵

په فراه ولايت کي په خپل ډول کي لومړی فرهنګي ابتکار:

د فراه ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست په نوښت، نورو رياستونو په همکارۍ او په فراه ولايت کي د موجوده کتاب پلورنځيو په ګډون د لومړي ځل لپاره د دريو ورځو لپاره د کتابونو نندارتون جوړ سو.
په فراه ولايت کي د کتاب نندارتونونو جوړېدل په خپل ډول کي لومړی نيک اقدام دی چي د ځوانانو، محصلينو، زده کوونکو او د کتاب مينوالو ته جوړيږي.
که د کتاب ګټو او فوائدو ته پاملرنه وکړو دا به راته ثابته سي چي د کتاب نندارتون ډېري ګټي لري او جوړول يې د خپلي ټولني لپاره ډېر لوی خدمت دی.
د داسي نندارتونونو په ذريعه موږ خپلي ټولني او د علم مينوالو ته ښه خدمت کولای سو او د لاندي نتائجو هيله ورڅخه کيږي:
1 – د کتاب نندارتون د دې سبب جوړيږي د کتاب لوستلو او مطالعه کولو فرهنګ ترويج پيدا کړي چي په نتيجه کي محصلين، زده کوونکي او د کتاب مينوال د کتاب لوستلو او مطالعه کولو ته هڅول کيږي چي ګټه يې هر چا ته معلومه ده.
2 – د کتاب نندارتون له لاري ښه او ګټور کتابونه په ټولنه کي مشهور کيږي چي په رانيولو يې د علمي ودي تر څنګ ارومرو فرهنګونه او فکرونه اصلاح کيږي او مثبت انګېرنه د منفي انګېرني ځای نيسي.
3 – د کتاب نندارتون له لاري د کتابونو ارزښت عمومي کيږي، د تجارتي بازار برخه ګرځي او هر لوستونکی ممکن د مطالعې لپاره ځان ته د خوښي کتاب برابر کړي.
4 – د کتاب نندارتون که د ښه ترتيب او کنټرول سره پرانيستل سي د نورو ګټو تر څنګ کتاب پلورونکو او پېرېدونکو ته اقتصادي ګټه هم لري ځکه د پلورونکو ډېر کتابونه پلورل کيږي او پېرېدونکو ته په کمه بيه په لاس ورځي.
موږ ټوله بايد د داسي پرځای کارونو په ترسره کولو کي د يوبل سره مرسته او کومک وکړو ترڅو مو کتاب د ژوند برخه وګرځي او مطالعې ته تشويق سو او په علمي برخه کي د نيمګړتياوو د ورکولو ترڅنګ علمي ابتکارات هم وزېږوو.
د فراه ولايت د اطلاعات او فرهنګ رياست او نورو مربوطه رياستونو څخه مننه کوو چي تل يې د خپل ولس په فرهنګي او فکري برخو کي لاس نيوی کړی او هغوی ته يې مؤثري خپروني وړاندي کړي دي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: