۱۴۰۲/۰۴/۱۸

د مسلمان باچا حقوق:(څلورمه برخه)

څلورم حق: بل حق د باچا پر رعيت باندي دا دی چي رعيت بايد تل خپل باچا ته نصيحت وکړي، نيکه مشوره ورکړي او په سمه طريقه يې نيمګړتياوي ورته په ګوته کړي.
عَنْ تَمِيمٍ الدَّارِىِّ أَنَّ النَّبِىَّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: الدِّينُ النَّصِيحَةُ. قُلْنَا لِمَنْ؟ قَالَ: لِلَّهِ وَلِكِتَابِهِ وَلِرَسُولِهِ وَلأَئِمَّةِ الْمُسْلِمِينَ وَعَامَّتِهِمْ.[صحيح مسلم ٢٠٥]
ژباړه: تميم داري رضي الله عنه روايت کوي چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دين نصيحت دی. موږ وويل: د چا لپاره؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: د الله لپاره، د الله د کتاب لپاره، د الله د رسول لپار، د مسلمانانو د امامانو لپاره او د عامو مسلمانانو لپاره.
په فتح الباري کتاب کي ددې حديث په تشريح کي راځي:
والنصيحة لائمة المسلمين اعانتهم على ما حملوا القيام به وتنبيههم عند الغفلة وسد خلتهم عند الهفوة وجمع الكلمة عليهم ورد القلوب النافرة إليهم ومن أعظم نصيحتهم دفعهم عن الظلم بالتي هي أحسن.[فتح الباري56]
ژباړه: د مسلمانانو امامانو ته نصيحت دا دی چې په هغه څه کې چې دوی اړ ايستل کړه سوي مرسته ورسره وسي، د غفلت په وخت کي دوی آګاه کړل سي، د دوی د خطا وتلو په وخت کي د دوی د نيمګرتياوو مخه ونيول سي او د دوی په وړاندي د خلګو خبره سره راټوله سي او د دوی څخه متنفر زړونه و دوی ته را وګرځول سي او تر ټولو لوی نصحيت دوی ته دا دی چي په ښه طريقه دوی د ظلم څخه را وګرځول سي.
يعني مسلمان باچا او مسلمانو اميرانو ته نصيحت دا دی چي په ستونزو او چارو کي يې سړی مرسته وکړي، د غفلت په وخت کي يې را ويښ کړي او ښه مشوره ورکړي، د خطاوتلو او لغزش په وخت کي يې نيمګرتياوو ته متوجه کړې، خلګ دې ته وهڅوې چي پر دوی باندي سره راټول سي او بې اتفاقي ونکړي، خوابدي خلګ د دوی څخه خوشحال کړې او په سمه طريقه دوی د ظلم کولو څخه را وګرځوې.
دوام لري.....
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: