۱۴۰۲/۰۴/۲۰

د مسلمان باچا حقوق:(پنځمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري
پنځم حق: بل حق د باچا پر رعيت باندي دا دی چي پر نيکو کارونو د باچا سره مرسته وکړي.
الله جل جلاله مسلمانانو ته په عمومي خطاب کي فرمايي: وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلَا تَعَاوَنُوا عَلَى الْإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ.[المائدة2]
ژباړه: د يو بل سره پر نيکۍ او تقوی مرسته وکړئ او د يو بل سره پر ګناه او تيري مرسته مکوئ.
نو لکه انسان چي د خپل کور د کارونو د سمون لپاره د کور د غړو سره مرسته کوي او د کلي د کارونو د سمون لپاره د خپلو کليوالو سره مرسته کوي د خپل هيواد د کارونو د سمون لپاره بايد د خپل مسلمان باچا سره هم مرسته وکړي.
په کومو برخو کي چي باچا خپل ولس ته خدمتونه عرضه کوي لکه: امنيت، جهاد، اقتصاد، اصلاحات، تعليم، ساينس او داسي نور... په هماغه برخو کي بايد هر وګړی د خپل توان سره سم په اصولو کي د ننه د خپل باچا او امير سره مرسته وکړي او د خپلو هيوادوالو په ښېرازۍ کي تل د خپل مسلمان حاکم تر څنګ ولاړ وي.
امام نووي رحمه الله د مسلم شريف په شرح کي فرمايي: قَالَ الْخَطَّابِيُّ رَحِمَهُ اللَّه: وَمِنْ النَّصِيحَة لَهُمْ الصَّلَاة خَلْفهمْ، وَالْجِهَاد مَعَهُمْ، وَأَدَاء الصَّدَقَات إِلَيْهِمْ، وَتَرْك الْخُرُوج بِالسَّيْفِ عَلَيْهِمْ إِذَا ظَهَرَ مِنْهُمْ حَيْفٌ أَوْ سُوءُ عِشْرَة، وَأَنْ لَا يُغَرُّوا بِالثَّنَاءِ الْكَاذِب عَلَيْهِمْ، وَأَنْ يُدْعَى لَهُمْ بِالصَّلَاحِ.[شرح النووي علي مسلم82]
ژباړه: خطابي رحمه الله ويلي دي: د باچاهانو لپاره نصيحت دا هم دی چي د دوی پسې لمونځ وسي، د دوی تر څنګ جهاد وسي، زکاتونه ورکړل سي، د دوی څخه د ظلم او بد ژوند ليدلو په وخت کي يې پر ضد توره را و نه کښل سي، په دروغجني ستايني دوی مغرور نه کړل سي او د دوی لپاره نيکه دعا وسي.
د مسلمان باچا سره په هره برخه کي مرسته کول په رعيت کي د هر وګړي دنده ده ځکه د باچا سره مرسته کول نه تنها دا چي د خپل مسئوليت پوره کول دي بلکي د نورو مسلمانانو د ژوند په تأمين او سمون کي برخه اخيستل هم دي چي په انساني ژوند کي تر ټولو مهم کار دی.
زموږ په زمانه کي چي د شل کلن اشغال وروسته الله تعالی مسلمان امير او باچا را ته په نصيب کړی دی زموږ افغانانو هر قشر يې بايد هر اړخيزه مرسته وکړي او په اصول کي د ننه يې هر يو ځان مرستيال جوړ کړي؛ البته په هر ولايت کي والي او نور ولايتي مسئولين د اميرالمؤمنين نماينده ګان بلل کيږي ځکه نو د والي، قومندان، استخباراتو، محاکمو او نورو رياستونو سره مرسته کول په اصل کي خپله د اميرالمؤمنين سره مرسته کول دي.

هیچ نظری موجود نیست: