۱۴۰۲/۰۲/۱۱

فساد او مفسد:(پنځمه برخه)

اخلاقي فساد:
په هره زمانه کي د اسلامي ټولني يو ستر مشکل اخلاقي فساد دى چي په هر اړخيزه توګه يوه جدي ستونزه ده او په زياترو اسلامي هيوادونو، ټولنو او ځوانانو کي په سخته او وحشتناکه توګه خپره سوې ده چي په سبب يې اسلامي ټولنه د لويو لويو اصلاحي چالشونو او ننګونو سره مخامخ کړېده.

اخلاقي فساد څه شی دی؟
اخلاقي فساد د سمو فطرتي اخلاقو او نيکو ارزښتونو ليري کول او پرېښودل دي او له دنياوي مبتذلو اخلاقو سره د ځان عادت کول او په خلکو کي يې رواجول دي.

د اخلاقي فساد لاملونه:
ممکن په هره ټولنه کي اخلاقي فساد ځان ته خاص لاملونه ولري خو په موږ مسلمانانو کي يې په عامه توګه لوی لامل د الله تعالی د شريعت او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د سنت څخه ليري کېدل او په ټوليزه توګه اسلام ته شا اړول دي او په خاص ډول لاندي شيانو ته د اخلاقي فساد د لاملونو په توګه اشاره کولای سو:
۱ - د پوهي نشتوالي او د هوس ډېروالی:
دا يو حقيقت دی چي نيک اخلاق د انسان فطرت دی او انساني فطرت په دين او اسلام باندي پېژندل کيږي نو په کومو خلګو کي چي د اسلام په اړه پوهه نه وي او د هوس پسې خلګ روان وي طبعا په هغوی که به اسلامي اخلاق هم شتون ونلري او په اخلاقي فساد به اخته کيږي.

۲ – فکري انحراف:
په دې خاطر چي د انسان اعمال د فکر او باور تابع دي نو په کومه ټولنه کي چي افکار فاسد سوه طبعا اعمال هم ورسره فاسديږي چي اخلاق يې هم مهمه برخه ده، دا يو حقيقت دی چي زموږ په ټولنه کي نن په شعوري يا غير شعوري ډول کفري او غربي افکارو وده پيدا کړېده چي هم مهاله اخلاقي فساد هم خپل اوج ته ورسره رسېدلی دی.

۳ - د کورني کنټرول نه شتون:
په دې باندي هر څوک پوهيږي چي فردي اصلاح د ټولنيزي اصلاح لپاره يو مهم اصل دی او فردي اصلاح هغه وخت ممکنه وي چي هره کورنې پر خپل هر غړي پوره کنټرول ولري او د هغه ورځني ټول فعاليتونه وڅاري، کله چي د کورنۍ ځيني غړي د کنټرول څخه وځي او په خپلو نفسي خواهشاتو اخته کيږي طبعا کورنې هم ورسره فاسديږي او چي کله کورنې فاسده سوه ټولنه ورسره فاسديږي ځکه چي کورنۍ د ټولني بنسټيز جوړښت دی او له بده مرغه چي نن ډېری ځوانان او ځواناني له دي امله په اخلاقي فساد اخته دي چي کورنيو يې ددوی په وړاندي خپل فعال رول سر ته ندی رسولی او ددوی کنټرول يې په سمه توګه ندی کړی او تر دې لا عجبه دا ده چي د کورنۍ مشران خپله په اخلاقي فساد اخته وي.

۴ - د علماؤ سره مبارزه او د دوی د رول نشتوالی:
لکه څنګه چي موږ شاهدان يو اهل باطل په اسلامي ټولنه کي کوښښ کړی تر څو په ګڼو طريقو د علماؤ يا روحاني رهبرانو رول په مسلمانانو کي کم کړي  تر څو خلګ د جهالت او ناپوهۍ په دامونو کي راګير سي او د نورو فسادونو تر څنګ په اخلاقي فساد کي هم غرق سي ځکه په کومه ټولنه کي چي د علماؤ پر خبره غوږ نه نيول کيږي يقينا چي هلته به هر فساد خپل نهايي اوج او قدرت رسيږي.

۵ – د اهل باطل ډېروالی:
دا معلومه خبره ده چي کله اهل باطل ډېر سي فساد او باطل به هم ورسره ډېريږي نو د اخلاقي فساد يو سبب هم د اهل باطل او فاسدو انسانانو ډېرېدل دي چي په ګڼو طريقو په اسلامي ټولنه کي فساد خپروي.

۶ – د جومات او ديني مدرسو سره رابطه کمېدل:
دا يو حقيقت دی چي جوماتونه او ديني مدرسې په مسلمانانو کي لکه د معنوياتو لپاره چي ارزښتناکه منابع دي د ظاهري اصلاح لپاره هم بنسټيز مرکزونه دي ځکه په جوماتونو او ديني مدرسو کي خلګو ته د دين تعليم ورکول کيږي او چي څومره خلګ ددين سره آشنايي پيدا کوي په هماغه کچه د فساد ګراف را شوه کيږي نو ځيني خلګ چي په اخلاقي فساد اخته دي ممکن سبب يې دغه وي چي دوی د جوماتونو او ديني مدرسو سره رابطه نلري.

۷ – د رسنيو رول په اخلاقي فساد کي:
په هره زمانه کي د باطل او فساد لپاره د خپرېدلو آلې او سامانونه موجود وي خو زموږ په زمانه کي د ځينو رسنيو له لاري په ټولنه کي ډېر سخت اخلاقي فساد خپور سوی دی په خاصه توګه هغه رسنۍ چي په شل کلن جمهوريت کي يې د فسق او فجور خپروني خلګو ته نشر کولې او هغه ټولنيزي رسنۍ چي خلګ يې له لاري تل فحشاء او منکرات ګوري لکه فيسبوک او نور...

۸ – د کفارو په خاصه توګه د غربيانو څخه په ړندو سترګو تقليد:
ځيني مسلمانان د ناپوهۍ له وجهي په پټو سترګو د کفارو او غربيانو څخه تقليد کوي ځکه د نورو فسادونو تر څنګ په اخلاقي فساد هم اخته کيږي.

د اخلاقي فساد څو بېلګي:
۱ - په ځوانانو کي د منفي ميني او عشق احساس.
۲ - په کوڅو کي په نجونو پسې کتل.
۳ - په ځينو مبتذلو رسنيو کي د نجونو سره تماس او رابطه.
۴ - په تلويزيونونو او ټليفونونو کي د مبتذلو فيلمونو، سريالونو او انځورونو کتل.
۵ - په تالارونو، کافيشاپونو او اطاقونو کي د شراب څښلو او چيلم وهلو بانډار جوړول.
۶ - په ودونو کي د موسيقۍ مراسم نيول.
۷ – د نورو انسانانو سره د اسلامي اخلاقو سره متفاوته معامله کول.

د اخلاقي فساد مخینوی:
په کومو هیوادونو کي چي اسلامي نظامونه حاکم وي په لومړي قدم کي هغه نظامونه مسئوليت لري چي د هر ډول اخلاقي فساد په وړاندي کلک ودريږي او په ټولنه کي اخلاقي فساد د ريښو څخه ختم کړي همداسي د يوه منظم مکانيزم له لاري د رعیت سره په همږغۍ د اخلاقي فساد سره مبارزه وکړي، په دويم قدم کي خلګ هم د اخلاقي فساد سره په مبارزه کي بايد خپل مسئولیت سر ته ورسوي او ددې تر څنګ چي د خپل نظام تر شا بايد ودريږي په خپله هم په انفرادي او ټولنيز ډول په نظام کي د مربوطه ادارو سره په همږغۍ د اخلاقي فساد پر ضد مبارزه وکړي.

د اخلاقي فساد درملنه:
که چيري زموږ ځوانانو ځان په اسلامي اخلاقو سمبال کړي، ديني زده کړي پوره وکړي او د هر ډول دښمن په وړاندي ځانونه د پوهي او ځيرکتيا په وسلې مسلح کړي هيڅ وخت به د اخلاقي فساد غوندي په بربادوونکو شيانو باندي اخته نه سي، ځکه د اسلامي اخلاقو او ديني زده کړو په ذريعه په انسان کي حياء او غيرت پيدا کيږي او چي د هر چا سره حياء او غيرت پيدا سي بيا هيڅکله يادو ناروا شيانو ته لاس نه اچوي ځکه مضمون د حديث دی: چي کله حياء درڅخه ولاړه بيا نو هر کار چي دي زړه غواړي کوه يې. يعني د هر انسان څخه چي حياء ولاړه سي بيا نو هر کار چي يې مخي ته راسي کوي يې.
همداسي د اسلامي تعليماتو په رڼا کي ځيرکتيا ددې سبب جوړيږي چي انسان دي خپل هر بربادوونکی دښمن وپېژني او د هغه د هر منفي پلان په وړاندي دي چټکه مبارزه وکړي چي په نتيجه کي د هيڅ منفي تبليغ او ناروا پروژې ښکار نه ګرځي.
که زموږ ځوانان د خپلو ديني پوهانو، علماو، مساجدو او مدارسو سره نژدې رابطه ولري او په ځان کي ديني مقدسه روحيه او ايماني جذبه را ژوندې کړي زه سل په سلو کي ډاډه يم چي د هر ډول اخلاقي فساد څخه نه تنها دا چي نجات پيدا کوي بلکي د اخلاقي فساد پر ضد به تکړه مبارزين ورڅخه جوړيږي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: