۱۴۰۱/۱۲/۱۴

د مسلمان باچا ارزښت:

ژباړه: حکماؤ ويلي دي: عادل باچا تر توند باران ښه دی، ظالم باچا تر دوامداري فتنې ښه دی او په باچا باندي الله تعالی تر قرآن ډېر شيان دفع کوي.
يعني تر توند باران و خلګو ته د عادل باچا ګټه ډېره رسيږي ځکه چي په توند باران يواځي کروندې اوبيږي او د خلګو اقتصادي وضعيت برابريږي خو په مسلمان عادل باچا د خلګو ټوله ژوند برابريږي ځکه نو مسلمان عادل باچا ډېر ارزښت لري، او مسلمان باچا چي پر ځينو خلګو ظلم کوي تر دوامداري فتنې غوره دی ځکه د باچا په شتون کي ټول شرعي مقاصد خوندي ساتل کيږي او د فتنې په وخت کي ټول انساني نظام سره ګډوډ کيږي او د مسلمان باچا په ذريعه د ټولني څخه داسي جرائم او تخلفات ختميږي هغه چي په قرآن باندي نه ختميږي ځکه ډېر خلګ قرآن لولي او تلاوت يې کوي خو هيڅ ورڅخه نه متأثره کيږي سره ددې چي په قرآن کي د ګناه کوونکو او مجرمينو لپاره ډېري سزاګاني هم راغلي دي خو د مسلمان باچا له وېري ډېری خلګ د جرم څخه لاس اخلي دا ځکه چي مسلمان باچا مجرمينو ته عملا مجازات ورکوي له همدې امله په اسلامي نظام کي د جرمونو کچه ډېره ټيټه وي.
الحمدلله چي زموږ اميرالمؤمنين شيخ هبة الله آخند زاده حفظه الله هم مسلمان دی، هم عالم دی او هم عادل دی ځکه نو موږ يې بايد په ارزښت ځانونه پوه كړو او په تمامه معنی يې اطاعت وکړو.
قالت الحكماء: إمام عادل، خير من مطر وابل؛ وإمام غشوم، خير من فتنة تدوم؛ وما يزع الله بالسلطان أكثر ما يزع بالقرآن.[العقدالفريد]
مولوي نورالحق مظهري


هیچ نظری موجود نیست: