۱۴۰۱/۱۱/۰۳

مدرسه، مکتب او پوهنتون:

زموږ په هيواد کي د څو لسيزو بدبختۍ يو سبب د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو تر مينځ واټن دی سره ددې چي په اسلامي هيوادونو کي د درو واړو زده کوونکو او مضامينو شتون ضروري دی.
مسلمانان په دنيوي ژوند کي لکه دين ته چي اړتيا لري دنيا ته هم اړتيا لري نو د هر هغه علم زده کول مهم دي چي انسان د خپل دين او دنيا چاري ورباندي سمبالولای سي.
که دغه قرآني دعا ته وګورو چي موږ يې هر ګړی کوو: ربنا آتنا في الدنيا حسنة و في الآخرة حسنة وقنا عذاب النار. نو دا به په يقين راته ثابته سي چي لکه د اخروي ژوند د سمون لپاره چي بايد کوښښ وکړو د دنيوي ژوند د سمون لپاره هم بايد کوښښ وکړو ځکه پدې دعا کي موږ وايو: ای الله موږ ته په دنيا کي هم ښېګڼه راکړه او په آخرت کي هم ښېګڼه راکړه! د دنيوي ښېګڼي معنی همدغه ده چي په دنيا کي د انسان ژوند جوړ او برابر وي.
په دنيوي ژوند کي خواړه، مال، وسله، نظام، تخنيک او تکنالوژي د انسان اړتيا ده چي په هره ذريعه وي بايد لاس رسي ورته پيدا کړي نو تردې چي د نورو انسانانو څخه يې د ډېر منت او احسان سره ترلاسه کوو دا به ډېر ښه وي چي خپله يې جوړ کړو.
د اسلام د ابتداء څخه بيا د مسلمانانو د زبرځواکۍ او امپراطورۍ تر ختمېدلو پوري په تعليمي برخه کي د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونونو وېش نه وو بلکي په يوځای کي هم مهاله ټوله علوم درسېدل له همدې کبله موږ وينو چي د هغه وخت مسلمان طبيبان، د رياضي، کيميا، بيولوژي او نورو علومو پوهان او مخترعين ددغو علمي برخو تر څنګ ديني علماء هم وه همداسي ډېری ديني علماء ددې ترڅنګ چي په ديني علومو کي يې ډېر مهارت درلودی په طبيعي علوم کي هم پوره رسېدلي وه.
په اسلام کي علمي برخي ندي وېشل سوي او نه هم د يوې برخي لپاره د خاص موقعيت او يونيفورم شتون ضروري دی هرڅوک کولای سي په هره برخه کي زده کړي وکړي البته د شرايطو او امکاناتو په لحاظ د ځينو علمي تجربو او مهارتونو لپاره د يوځای ځانګړي کول هغه بېله خبره ده.
نو لکه علمي برخي او رشتې چي مشترکي دي زموږ د زده کړي ځايونه هم بايد مشترک وي، د کومو شيانو له وجهي چي د مدرسو، مکتبونو او پوهنتونو وېش او تقسيم راغلی دی هغه شيان بايد له مينځه يوسو او هر مسلمان د ديني او طبيعي علومو د زده کولو كوښښ وكړي.
اسلامي هيوادونو ته د غربي او کفري فرهنګ تر راتللو وروسته چي د مکتبونو او پوهنتونو په ځينو استادانو او شاګردانو کي د بې دينۍ، سوسياليزم، کمونيزم، سيکولاريزم، کپېټاليزم او نورو منحرفو شيانو فکرونه پيدا سويدي او له امله يې مکاتب او پوهنتونونه په مسلمانانو کي بدنام سويدي نور بايد دا شيان ختم سي او هيڅ مسلمان استاد او شاګرد په پوهنتون کي ورته اجازه ورنکړي، همدا راز په ديني مدارسو کي چي د يو ډول تقابل او سادګۍ پر اساس طبيعي علوم پرېښودل سوي وه نور بايد دا حالت ته د پای ټکی کښېښودل سي تر څو زموږ د مدرسې هر شاګرد په ديني او طبيعي علومو باندي سمبال سي.
زه پدې باور يم چي د ټولو علومو د زده کولو لپاره بايد يوځای وي که يوځای نسي کېدلای نو ټول هغه منفي باورونه او کړني دي له مينځه يووړل سي چي په سبب يې د مدرسې، مکتب او پوهنتون وېش راغلی دی.
په مدرسه، مکتب او پوهنتون درو واړو کي بايد زموږ بچيان په ديني او عصري علومو وروزل سي او داسي خلګ اسلامي ټولني ته وړاندي سي چي په اسلامي عقيدې پاخه، په اسلامي اعمالو سمبال، په اسلامي اخلاقو ښايسته او په عصري علومو پوره ماهر وي.
مدرسه، مکتب او پوهنتون که نومونه او عنوانونه يې مختلف دي خو معنون او محتوی يې بايد يو شی وي چي هغه د ديني او طبيعي علومو زده کول دي او بس.
یقيني خبره ده چي زموږ اوسنی حاکم اسلامي نظام د مدرسې، مکتب او پوهنتون تر مينځ د واټن کمولو ډېر کوښښ کوي ځکه نو ټول ولس بايد پدې مهمه چاره کي د نظام سره ودريږي او هر ډول همکاري ورسره وکړي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: