۱۴۰۱/۱۱/۰۲

د اسلام څلور مهمي برخي:

اسلام د کړنلاري او عملي اجراء له مخي څلور مهمي برخي لري:
1 – قتال في سبيل الله؛ چي زموږ خلګ يې جهاد بولي.
2 – دعوت؛ چي د امربالمعروف او نهي عن المنکر په ګڼو طريقو سره کيږي.
3 – تعليم او تعلم؛ چي د ګڼو نصابونو له لاري او ګڼو اشخاصو په ذريعه سرته رسيږي.
4 – تزکيه؛ چي د مشهورو عباداتو ترڅنګ د سلف صالحينو لخوا ورته ګڼ شمير طريقې او لاري په نښه سويدي چي د تصوف په نامه يې شهرت موندلی.
دا څلور واړه برخي د هر مسلمان دندي دي البته د وخت او شرايطو په لحاظ ځيني وختونه بعضي يې تر بعضو نورو اولويت او لومړيتوب پيدا کوي چي هماغه وخت بايد په نظر کي ونيول سي.
په اسلام کي ددې څلورو برخو په اړه داسي تقسيم نسته چي يو مسلمان دي يوه برخه کوي هغه بله دي بيا نه کوي.
البته د مهارت او ظرفيت پر اساس د اولويت په نظر کي نيولو سره هر مسلمان کولای سي په يوې برخي کي ډېر خدمت وکړي خو په نورو برخو کي به هم د خپل توان په اندازه کار کوي داسي به نه کوي چي په يوه برخه کي کار پيل کړي د نورو برخو څخه يا منکر سي او يا هم د نورو برخو پر کوونکو او لارويانو باندي بد وايي چي دا بيا نيمګړې مسلماني ده.
ددين دښمنان تل ددې هڅه کوي چي د مسلمانانو تر مينځ داسي اختلافات پيدا کړي چي د پورته څلورو برخو څخه د هري برخي لارويان دي ځانونه مستقل او بېل وبولي د نورو برخو څخه دي انکار وکړي او پر لارويانو باندي دي بد ووايي.
مثلا د مجاهدينو، علماؤ، داعيانو او صوفيانو تر مينځ دي داسي اختلافات پيدا کړي چي د هري ډلي خدمت دي تنها دده تر مسلک پوري منحصر سي، پر يوبل دي بد ووايي، ځان دي د يوبل مقابل وبولي او هره برخه دي ځان ته بېل او متمايز کسان ولري  چي له بده مرغه ځيني ساده او بې فکره مسلمانان دداسي دسيسو ښکار سوي هم دي پداسي حال کي چي داسي فکر کول ډېر غلط او بې شرعي لاسونده دی ځکه همزمان يو نفر د څلورو واړو لاروی کېدلای سي چي همدي مجاهد وي، همدي عالم وي، همدي ددين داعي وي او همدي صوفي وي.
پدې هيله چي زموږ مسلمانان وړونه خپل فکرونه پيراخ کړي ددين د هري برخي خدمت کوونکی د نورو برخو د خدمت کوونکو سره مرسته وکړي، د هغوی کار ته هم د دين د خدمت په سترګه وګوري او په همږغۍ ټول کارونه پر مخ باندي يوسي.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: