۱۴۰۱/۰۷/۰۷

مشر بايد پر خلګو بدګماني ونکړي:

ژباړه: د ابي امامه رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: امير چي کله پر خلګو بدګماني وکړي نو فاسدوي يې.
توضيح: مناوي رحمه الله ويلي دي: کله چي کوم مشر په خلګو کي د رسوايۍ په نيت د بدګمانۍ پسې ولاړ سي نو هغوی فاسدوي چي په نتيجه کي د هغوی څخه هغه کارونه کيږي چي ده يې ورباندي ګمان کوی.
د حديث مقصد دادی چي امام او مشر بايد د خلګو د عيبونو او اسرارو پسې ولاړ نسي ځکه چي نظام په همدې باندي ټينګيږي او ډېر لږ انسانان پيدا کيږي چي د عيب څخه دي خالي وي نو که چيري مشر ددوی سره پر هره خبره او هره کړنه حساب وکړي ډېره سخته به پر دوی تمامه سي او ژوند به يې تنګ سي له همدې امله بايد مشر د خپل رعيت عيبونه پټ کړي، يو ډول تغافل وکړي، دوی ته عفوه وکړي، ددوی په اسرارو پسې دي نه ځي او په  دوی پسې دي تجسس نه کوي.[موسوعة الأخلاق]
تنبيه: مشر کولای سي د خپلو خلګو حالات وڅاري او د اصلاح په نيت لارښووني ورته وکړي خو د عيبونو پلټنه او بدګماني دي ورباندي نه کوي ځکه د عيبونو پلټنه او بدګماني ددغه حديث په حواله د فساد سبب جوړيږي.
عَن أَبِى أُمَامَةَ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ: إِنَّ الأَمِيرَ إِذَا ابْتَغَى الرِّيبَةَ فِى النَّاسِ أَفْسَدَهُمْ.[سنن ابي داود 4891]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: