۱۴۰۱/۰۷/۱۲

د شکر اظهار(۱)/تجويدالقرآن ديني مدرسه کي خدمت:

په حديث شريف کي راځي: التحدث بالنعم شكر.[مسند الشهاب۴۴] يعني د نعمتونو يادونه خپل شکر دی، پر همدې اساس بايد ووايم: الحمدلله چي الله تعالی تر اوسه په تجويدالقرآن ديني مدرسه کي د تدريس توفيق راکړی دی او د الله تعالی په فضل، ددې مدرسې د ادارې په قوي مديريت او د ټولو استادانو په پوره زيار په سلهاوو داسي شاګردان پدې مدرسه کي روزل سويدي چي په اسلامي عقيده پاخه، په علمي استعداد ښايسته او په عملي برخه کي ددين خادمان دي.
د هيچا څخه دا خبره نده پټه چي د تجويدالقرآن ديني مدرسې شاګردان د حفظ، علم، جهاد او خدمت په برخه کي ځلېدلي او ډېری شاګردان يې اوس په تدريس او په اسلامي نظام کي په لويو خدمتونو باندي بوخت دي.
ددې مدرسې ټولو شاګردانو ته مو لکه چي شفاهي توصيه کړې د ليري څخه يې هم ورته کوو چي د دين، مذهب او تقوی قوي لاري ټينګي کړي؛ د تکبر، غرور او اختلافاتو څخه ځان وساتي او په هره برخه کي چي يې په وسه وي د نورو مسلمانانو تر څنګ اسلام او مذهب ته خدمت وکړي.
د يادوني وړ ده چي تجويدالقرآن ديني مدرسه په فراه ولايت قلعه زمان کلي کي موقعيت لري او د تکړه استادانو او جيدو علماء کرامو لخوا د حفظ، تجويد او کتابونو په برخو کي په سلهاوو شاګردان روزل کيږي.
مولوي نورالحق مظهري 

هیچ نظری موجود نیست: