۱۳۹۷/۱۱/۱۱

دوه مهم عادتونه:

ژباړه: عمرو بن شعیب دخپل پلارڅخه هغه دده دنیکه څخه راویت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دوه خصلته دی چی په هر چاکی وی الله پاک به یې شکر کوونکئ او صبر کوونکئ ولیکی څوک چی په دین کی ترځان لوړ ته وګوری نو په هغه پسې اقتداء وکړی، او څوک چی په دنیا کی ترځان کښته ته وګوری نو د هغه احسان له کبله چی الله پاک پر ده باندی کړئ دئ د الله پاک حمد ووایی نو الله پاک به یې شکر کوونکئ او صبر کوونکئ ولیکی. او څوک چی په دین کی ترځان کښته ته وګوری او په دنیا کی تر ځان لوړ ته وګوری نو پر هغه څه باندی چی دده دلاسه وتلی دی غمګینی وکړی الله پاک به یې شکر کوونکئ او صبر کوونکئ ونه لیکی.

توضیح: په دین کی ترځان لوړ ته کتل دا ګټه لری چی إنسان د نور لاډیر عبادت کولو ته هڅیږی او هیڅوخت په لږ عبادت باندی بسنه نکوی بلکی د ډیر عبادت لپاره لا ډیر زیار باسی او په دین کی ترځان کښته ته کتل ددې لامل جوړیږی چی إنسان دی په لږ عبادت باندی اکتفاء وکړی او په ډیر لږ عبادت دی ځان اهل جنت او اهل الله وبولی.
او په دنیا کی ترځان کښته ته کتل دا ګټه لری چی إنسان هیڅوخت نه نا امیده کیږی او دخپل ژوند څخه یې هیڅوخت زړه نه توریږی او تل د قناعت څخه برخمن وی خو ترځان لوړ ته کتل دا تاوان لری چی هیڅوخت إنسان ته قناعت نه حاصلیږی، تل د حقارت احساس کوی او تل ځان ورته نیمګړئ او ناکامه ښکاری.

وَعَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ، عَنْ أَبِيهِ، عَنْ جَدِّهِ، عَنْ رَسُولِ اللَّهِ - صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ - قَالَ: " «خَصْلَتَانِ مَنْ كَانَتَا فِيهِ كَتَبَهُ اللَّهُ شَاكِرًا صَابِرًا: مَنْ نَظَرَ فِي دِينِهِ إِلَى مَنْ هُوَ فَوْقَهُ، فَاقْتَدَى بِهِ، وَنَظَرَ فِي دُنْيَاهُ إِلَى مَنْ هُوَ دُونَهُ، فَحَمِدَ اللَّهَ عَلَى مَا فَضَّلَهُ اللَّهُ عَلَيْهِ ; كَتَبَهُ اللَّهُ شَاكِرًا صَابِرًا. وَمَنْ نَظَرَ فِي دِينِهِ إِلَى مَنْ هُوَ دُونَهُ، وَنَظَرَ فِي دُنْيَاهُ إِلَى مَنْ هُوَ فَوْقَهُ فَأَسِفَ عَلَى مَا فَاتَهُ مِنْهُ، لَمْ يَكْتُبْهُ اللَّهُ شَاكِرًا وَلَا صَابِرًا» ". رَوَاهُ التِّرْمِذِيُّ.

هیچ نظری موجود نیست: