۱۳۹۷/۰۴/۲۸

عاشق د عشق یم:

كه هــرڅو سوَځــم په اور عاشق د عشق يم
كه جهان سي ســــور تنور عاشق د عشق يم

كه هــــر څــو مي ســي ژونــدون د كـړاوونو
خـــو بياهم زه په هـرلــور عاشق د عشق يم

كه دمځكي ســــرسي ټـــوله ســـره سكروَټه
كه زه ســم لــــړون د اور عاشــق د عشق يم

دنياوال كـــه هـــــرڅه وايــــې وَدِي وايــــې
كه مي بولــــي بې شعــور عاشـق د عشق يم

كه مــي بُــــولي ليونــــــئ اويابــــــــــې عقل
چي دښمــن سي راته  ورورعاشق دعشق يم

مظهـری! دادي د خپل ژونـدون شعـــــــاركړه
كه بهــر يم كه پر كـــــور عاشــق د عشق يم

[د طالبۍ د وخت شعر]

هیچ نظری موجود نیست: