۱۳۹۷/۰۳/۰۵

شپږخلګ دغم اومصیبت څخه نه خلاصیږی:

عَنْ أَبِي عُبَيْدَةَ ؛ قَالَ:سِتَّةٌ لَا يَخْلُوَنَّ مِنَ الْكَآبَةِ : رَجُلٌ افْتَقَرَ بَعْدَ غِنًى ، وَغَنِيٌّ يَخَافُ عَلَى مَالِهِ التَّوَى ، وَحَقُودٌ ، وَحَسُودٌ ، وَطَالِبُ مَرْتَبَةٍ لَا يَبْلُغُهَا قَدْرُهُ ، وَمُخَالَطَةُ الْعُلَمَاءِ بِغَيْرِ عِلْمٍ .[المجالسة وجواهرالعلم 661]
ابوعبیده وایی:شپږ نفره دی چی هیڅ وخت به دمصیبت څخه خالی نوی:هغه څوک چی دبډایې توب وروسته مسکین سی.هغه سرمایه دار چی دخپل مال پرهلاکت باندی ویریږی.کینه ساتونکئ، حسدکوونکئ، غوښتونکئ دهغی مرتبې چی دده قدر اوتوان هغې ته نسی رسیدلائ (لاسته یې نسی راوړلائ) اوهغه څوک چی دعلماؤ سره پداسی حال کی ځان ګډوی چی دئ علم نلری.

توضیح: یعنی ددغو شپږو کارونو کوونکی به تل په غم اومصیبت کی اخته وی:
1 - څوک چی دبډایی وروسته مسکین اوناداره سی. ځکه چی ده خو په مال اومالدارۍ کی چړچې اوخوندونه لیدلی وی اوس چی ورته نه رسیږی نوطبعا احساس دغم اومصیبت کوی اویاهم شاید دخلګو پورونه ورباندی پاته سویوی اوس یې هغوی ورڅخه غواړی خو دئ یې نسی آداء کولائ چی طبعا دانسان آرامی ورڅخه اخلی.
2 – هغه سرمایه دار چی پرخپل مال باندی ویریږی دهغه څخه به ځکه د آرامۍ ژوند اخیستل سوئ وی اوپه مصیبت باندی به اخته وی چی هرګړئ به دئ دځان اومال لپاره دهلاکت اوبربادۍ په فکر کی وی او هردم به احساس دخطر کوی چی طبعا دداسی فکر سره مصیبت مل وی.
3 – کینه ساتونکئ اوهغه څوک چی دنورو خلګو څخه دانتقام اخیستلو په فکر کی وی ارومرو به دئ په مصیبت کی اخته کیږی ځکه کله چی دئ انتقام نسی اخیستلائ اویاهم کارونه دده پرطبیعت باندی برابرنوی ارومرو به یې پر اعصابوباندی داسی فشار راځی چی دئ به احساس د ناآرامۍ کوی چی داخپله لوی مصیبت دئ.
4 – د نورو خلګوسره حسد کوونکئ خو ترټولو ډیر په عذاب وی ځکه چی دجانب مقابل یوه کوچنۍ مسکا پرده باندی داسی تأثیر کوی لکه ایټم بم، دکوم چاسره چی دئ حسد کوی تل به دهغه ژوند تعقیبوی خپل ژوند به ورڅخه پاته وی دهغه دژوند د ورانولو فکرونه اوسوچونه به یې په سرکی ګرځی چی طبعا تل به لکه لیونئ داسی وی او تردې به نو لوی مصیبت چیری وی؟.
5 – او دهغی مرتبې اوچوکۍ غوښتونکئ چی نه یې دئ استعداد اوظرفیت لری او نه یې هم لاسته راوړلائ سی په مصیبت کی ځکه اخته وی چی تل داسی وی لکه دده څخه چی یوشئ ورک وی، ترویښه به په خوب خوشاله وی ځکه په خوب کی دئ دهغې چوکۍ په اړه تصورات کوی ، تر اجتماع به په یواځی والی باندی خوشاله وی ځکه چی دځانه سره یې په هکله خبری کوی او داسی نور حالات چی هرګړئ یې ودته لوی مصیبت دئ.
6 – اوچی څوک ځان دعلماؤ په ټولې کی داخلوی خوعالم نوی هغه به ځکه په مصیبت کی اخته وی چی تل به داسی شیان اوری چی دئ به ورباندی نه پوهیږی، تل به داسی خبری ورڅخه کیږی چی هیڅوک به یې ورسره نه منی، تل به داسی تبصرې اوتحلیلونه ورڅخه کیږی چی هیڅ عقلی لاسوند دځانه سره ونلری، تل به داسی مسائل بیانوی چی هیڅ اعتبار اواهمیت ونلری اوتل به ځان ورته داسی معلومیږی لکه لیونئ چی دهوښیارانو مجلس ته راټیل وهل سوئ وی.
[جمع الأزهار]

هیچ نظری موجود نیست: