۱۳۹۷/۰۵/۲۵

آیا نر او ښځه او سره مساوی دی؟ دیوې شبهې جواب:

نن هغه مسئله چي دإنساني فطرت اوعزت دښمنانو ګرمه اوتوده ساتلي ده اوتل يي دهغي په ويلو سره اودهغي په باره كي په بحث كولو سره دمسلمانانومابين كي ډيرشبهات پيدا كړيدي اوپرمسلمانانو يې ډير اعتراضونه كړيدي قضيه اومسئله دمساوات ده.
دوي پدې باور دي چي نر اوښځه سره مساوي دي هرحق چي دنرلپاره وي هغه به دښځي لپاره هم وي اوهركار چي نريې دكولو حق اوتوان ولري ښځه هم دهغه كار حق لري اودهغه كار دكولو توان به ښځه هم دځان لپاره پيداكوي.
دوي دخپلي دغي شبهې دثبوت لپاره په هغه حديث باندي دليل نيسي چي داحاديثو په كتابونوكي راغلئ دئ اورسول الله صلي الله عليه وسلم پكښې فرمايلي دي: إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ.يعني ښځي دنارينه وو هم ډوله دي.
ددې لپاره چي مسئله ښه واضح سي موږ به دغه حديث پوره ذكر كړو.
دغه حديث دنورو كتابونو ترڅنګ په سنن ابي داوود كي هم راغلئ دئ چي عبارت دحديث دادئ: عَنْ عَائِشَةَ قَالَتْ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- عَنِ الرَّجُلِ يَجِدُ الْبَلَلَ وَلاَ يَذْكُرُ احْتِلاَمًا قَالَ « يَغْتَسِلُ ». وَعَنِ الرَّجُلِ يَرَى أَنَّهُ قَدِ احْتَلَمَ وَلاَ يَجِدُ الْبَلَلَ قَالَ « لاَ غُسْلَ عَلَيْهِ ». فَقَالَتْ أُمُّ سُلَيْمٍ الْمَرْأَةُ تَرَى ذَلِكَ أَعَلَيْهَا غُسْلٌ قَالَ « نَعَمْ إِنَّمَا النِّسَاءُ شَقَائِقُ الرِّجَالِ ».[سنن ابي داود236].
ژباړه: حضرت عائشه رضي الله عنها فرمايي: درسول الله صلي الله عليه وسلم څخه دهغه سړي په باره كي پوښتنه وسوه چي دخوب څخه دويښيدلو وروسته پركالوباندي لوندوالئ وويني خواحتلام (يعني شيطان خطاايستل) يې په ياد نوي چي آيا پر ده باندي غسل سته اوكه نسته؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: دا سړئ بايد غسل وكړي، اودهغه سړي په باره كي پوښتنه ورڅخه وسوه چي دئ فكر كوي زه احتلام سوئ يم(شيطان خطا ايستلئ يم) خو لوندوالئ يې په ياد نوي آيا پر ده باندي غسل سته اوكه نسته؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم ورته وفرمايل: پردغه سړي باندي غسل نسته، بيا ام سليم وويل: كه ښځه دغسي حالت وويني آيا پردې باندي غسل سته؟ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايل: هو غسل ورباندي سته(يعني كه ښځه دخوب څخه دويښيدلووروسته لوندوالئ وويني غسل ورباندي سته لكه پرنارينه چي سته)،‌ځكه چي ښځي دنارينه وو په شان دي.
دلته دوي دلفظ څخه د"شقايق" چي جمع دشقيقة ده اوپه معني سره ده خور، هم مثل او ورته والي راځي دخپلي مدعٰي لپاره دليل نيسي چي هغه دئ رسول الله صلي الله عليه وسلم وفرمايلي دي چي ښځي دنارينه وو په څير دي، نوچي كله ښځي د نارينه وو په څير سوې نو هغه دئ دقول څخه درسول الله صلي الله عليه وسلم دښځو او نارينه وو ترمينځ مساوات ثابت سو.
جواب:
ددغه خلګو په جواب كي بايد وويل سي چي لومړئ خوستاسو استدلال ددې حديث څخه ځكه ندئ صحيح چي دلته په حديث كي دنارينه اوښځي ترمينځ مطلقا ورته والئ او يووالئ ندئ راغلئ ځكه دمقام اوبحث څخه داسي ښكاري چي دلته ورته والئ دښځي دنارينه سره په جوړښت اوطبيعت كي مراد دئ نه مطلقي ورته والئ اومساوات ، په همدې خاطر دئ چي داحاديثو څومره شروحات وګورئ همدغه يې معني كړيده: أي نظائرهم وأمثالهم في الخلق والطباع. يعني په جوړښت اوطبيعت كي ښځي نارينه وو ته ورته دي ، لكه نارينه چي احتلام او انزال كيږي ښځه هم احتلام او انزال كيږي ، لكه نارينه چي كله دخوب څخه دويښيدلو وروسته لوندوالئ وويني غسل ورباندي لازم دئ پرښځه باندي هم لازم دئ ، بس همدومره دښځو اونارينه وو ترمينځ مساوات او ورته والئ دهمدې حديث څخه ثابتيږي.
همدا راز دنارينه اوښځي ترمينځ بدني ، معنوي اوشرعي توپيرونه له شرعي ،‌حسي اوعقلي پلوه يقينا ثابت دي.
لكه څنګه چي الله پاك دوي دواړه دإنساني نوعي دجوړښت دوې برخي ګرځولي دي او فرمايي: {وَأَنَّهُ خَلَقَ الزَّوْجَيْنِ الذَّكَرَ وَالأُنثَى} [النجم:25 ] يعني الله پاك جفت خاوند اوميرمن چي نارينه اوښځينه دي پيدا كړيدي.
نارينه اوښځينه دواړه دكايناتو په تعميراو آبادۍ كي مشتركه ونډه لري البته هريو يې په هغه مسئوليت كي چي ترده پوري ځانګړئ سوئ وي.
همدا راز دوي دواړه ددين په عمومي چوكاټ كي دالله پاك په عبادت باندي دكايناتو په آبادولو كي ګډه ونډه لري، په توحيد ، اعتقاد ، إيماني حقيقت ، ثواب اوعذاب كي دنارينه اوښځينه ترمينځ هيڅ تفاوت نسته.
همدا راز په ټوليزتشريعي قوانينوكي دعباداتو اوحقوقو په برخه كي دنارينه اوښځينه ترمينځ هيڅ تفاوت نسته لكه چي الله پاك فرمايي: {مَنْ عَمِلَ صَـالِحًا مّن ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَوةً طَيّبَةً} [النحل:97].
ژباړه: څوك چي نيك عمل وكړي كه هغه نارينه وي اوكه ښځينه پداسي حال كي چي دئ مومن وي نوموږ به ورته ښه اوپاك ژوند وركړو.
پدې آيت كي الله پاك دهرهغه چالپاره دښه ژوند تضمين كړئ دئ چي نيك عمل وكړي فرق نلري كه نارينه وسي اوكه ښځينه خوپدې شرط چي ايمان يې راوړئ وي ځكه چي بغير له ايمانه نيك عمل هيڅ په درد نه خوري.
خوليكن دا دالله تعالي فيصله او حكمت دئ چي ښځه يې دنارينه غوندي نده ګرځولي اوپه پيدايښت، هيئت اوفزيكي جوړښت كي يې دښځي اونرترمينځ تفاوت راوړئ دئ، نارينه ته يې دپيدايښت اوطبيعت په لحاظ كمال اوپوره توب وركړئ دئ اوښځه يې په همدغه شيانوكي نيمګړي اوناقصه ګرځولي ده ځكه ښځي ته حيض راځي ، حمل ورته پيښيږي ، ماشومانوته تئ وركوي اودخپل اولادونو پالنه كوي.
اوداهغه شيان دي چي ښځه دډيرو نورو كارونوڅخه راګرځوي ، دهمدغه مسئوليتونو له وجهي دنارينه په پرتله ښځه عبادت اوكار ډيرنسي كولائ.
همدغه حكمت ته په كتلوسره الله پاك ښځه دآدم عليه السلام دچپه پوښتۍ څخه پيداكړه.
نوښځه دنارينه جزء ، دهغه تابع او مرستندويه ده ، اونارينه ته دهغې سره دښه ژوند كولو، هغې ته دنفقې د برابرولو او دهغې دساتني پوره مسئوليت وركول سوئ دئ.
دهمدغه خلقتي اوفزيكي جوړښت اختلاف له امله دنارينه اوښځي ترمينځ په بدني قوت، عقل ،‌فكر،تحمل ، برداشت،عطوفت اوكاري وړتيا كي هم اختلاف سته.
او داهغه خبره ده چي اوس يې دعصري طب ډاكټران هم مني اودښځي اونارينه ترمينځ په عجيب اوغريب تفاوت باندي اقراركوي.
دنارينه اوښځي ترمينځ په همدغه تفاوت باندي ډيرو احكاموتعلق نيولئ دئ، ډير داسي مسائل سته چي دنارينه اوښځي ترجنسيت پوري منحصروي چي دهغوڅخه دښځي اونارنيه ترمينځ په ډيروشيانو كي تفاوت ثابتيږي لكه:فزيكي جوړښت ، توان اوقدرت،تحمل ، عقل اوطبيعت ددې لپاره چي إنساني ژوند دهمدغه تفاوت له امله تكامل او پوره والئ ومومي او هريو وكولائ سي خپل دنده په پوره توګه سرته ورسوي.
كچيري دنارينه اوښځي ترمينځ په ټولو احكامو كي مساوات او يووالئ راسي پداسي حال كي  چي ددوي په خلقت اوكفايت كي اختلاف وي نودابه له يوې خوا دفطرت انعكاس وي اوله بلي خوا به ښكاره ظلم وي ،‌ځكه چي دقدرتمندڅخه به هغه كار سلب سي چي دئ يې كولائ سي او پرضعيف باندي به هغه كار وتپل سي چي دئ يې نسي كولائ چي دا خپله ښكاره اوبربنډه ظلم دئ.
كڅه هم دښځي او نارينه ترمينځ په هغه كچه مساوات نسته كوم چي بي دينه خلګ يې دعوه كوي خوپه ځينو مسائلو كي ورته والئ  سته چي تعبيريې په مساوات باندي نه بلكي په عدل باندي كولائ سو كوم چي شرعا هم ثبوت لري چي هغه مسائل په لاندي ډول دي.
۱ ـ ښځه اونر په اصل كي دتكليف په شرعي احكامو باندي مساوي دي البته سره ده ځيني تفاوتونو په تفصيلي احكاموكي ، يعني ډيرئ شرعي احكام دي چي هم ښځه اوهم نر ورباندي مكلف دي ، لكه توحيد، لمونځ ، زكات، روژه او حج اوداسي نور.....
۲ ـ ښځه او نردواړه په دنيوي اواخروي ثواب اوعذاب كي سره شريكان دي: {وَالْمُؤْمِنُونَ وَالْمُؤْمِنَـاتِ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَيَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَوةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَوةَ وَيُطِيعُونَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ أُوْلَئِكَ سَيَرْحَمُهُمُ اللَّهُ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ حَكِيمٌ} [التوبة:71].
ژباړه: مومنان او مومناني ځيني يې دځينو نورو دوستان دي دوی په ښه كار باندي امركوي اودبدكاره څخه منعه كوي اولمونځونه اوزكاتونه وركوي او دالله او دهغه درسول اطاعت كوي ډير ژر دئ چي الله پاك به پردوي باندي خپل رحمت وكړي يقينا چي الله پاك غښتلئ اوحكمت والادئ.
۳ ـ ښځه اونر دخپل حق په اخيستلو او دعوي كولوكي سره مساوي دي.
۴ ـ ښځه اونر دشخصي ملكيت په درلودلو اوپه خپل ملكيت کی په تصرف كولو كي سره مساوي دي.
۵ ـ ښځه او نرپه انتخاب كي دژوند سره مساوي دي يعني لكه نارينه چي ددې حق لري چي په زوره ورته هيڅوك نكاح نسي كولائ ښځه هم ددې حق لري چي په زوره ورته هيڅوك نكاح نسي كولائ.

هیچ نظری موجود نیست: