۱۳۹۷/۰۴/۱۳

د امت شریر خلګ:

عَنْ عُرْوَةَ بْنِ رُوَيْمٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : شِرَارُ أُمَّتِي الَّذِينَ وُلِدُوا فِي النَّعِيمِ ، وَغُذُّوا بِهِ ، هِمَّتُهُمْ أَلْوَانُ الطَّعَامِ ، وَأَلْوَانُ الثِّيَابِ ، يَتَشَدَّقُونَ فِي الْكَلاَمِ.[الزهدلابن مبارک 758]
ژباړه: بدترینه زما دامت هغه خلګ دی چی په هوساکۍ کی پیدا سویوی اوپه هغه باندی لویان سویوی، ددوی ټوله غم دخوراکونو او کالو رنګونه وی اوډیری بیځایه اوبی احتیاطه خبری کوی.

توضیح: یعنی بدترینه زما دامت هغه خلګ دی چی دوی په ډیرونعمتونو او هوساکیوکی پیداسویوی اوهیڅ لوږه اوتنده ورباندی نوی راغلې او په همدغه حالت کی لویان سویوی ددوی ټوله توجه اوپاملرنه خوراکونو اوکالوته وی او د رنګارنګ خوراکونو اوکالو ډیر شوقیان وی اوکله چی دخلګو سره خبری کوی نوډیری بیځایه اوبی احتیاطه خبری کوی په خبروکی تحقیق نکوی او تل ددې هڅه کوی چی په خپلو خبروکی دځان غټوالئ اوسپیناوئ ښکاره کړی اودنورو بی عزتی اوسپکاوئ ښکاره کړی.

بیلګه:
که سړئ د اوس خلګوته وګوری پرځینو باندی اوس همدغه حدیث صادقیږی اوځینی نور بیا قصدا ځان ددې حدیث مصداق جوړوی ځکه تل ددې هڅه کوی چی دځان او اولادنو لپاره داسی زمینه برابره کړی چی دده په فکر په ټوله ژوند کی دستونزو سره مخامخ نسی، د هری خواڅخه ورته پیسې ټولوی ، کلک اومحکم کورونو ورته جوړوی ، رنګارنګ کالی اوخوراکونه ورباندی راټولوی او د دنیوی ژوند مختلف مادی سهولتونه ورته برابروی. اوپه خبروکی خو نو هریو بسته من وی تنها خپله خبره منی دبل چاخبری ته هیڅ ارزښت نه ورکوی.
پدې خاطردئ چی حضرت عمررضی الله عنه په فارس کی خپلو عساکرو ته داسی لیکلی وه:
ذروا التنعم وزي العجم.[حلیة الاولیاء]
یعنی دډیری هوساکۍ اوسهولت څخه او دکافرانو دکالو څخه ځان وساتئ.

هیچ نظری موجود نیست: