۱۳۹۷/۰۳/۲۱

د اولادونو په محبت کی احتیاط اواعتدال وکړئ!

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:إِنَّ الْوَلَدَ مَبْخَلَةٌ مَجْبَنَةٌ مَجْهَلَةٌ مَحْزَنَةٌ. [المستدرک 5284]
یعنی اولاد ځای د بخالت، بی غیرتۍ،ناپوهۍ اوغمګینۍ دئ.
توضیح: یعنی اولاد ددې لامل جوړیږی چی انسان دی ددوی پخاطر بخالت وکړی او مال دی په صدقه اوخیرات باندی ورنکړی آن تردې چی ځینی خلګ خو دخپل اولاد لپاره فرض زکات هم نه ورکوی.
همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږی چی انسان دی بیغیرته سی او د اولاد پخاطر دی جهاد پسې پریږدی ځکه دیرئ وختونه إنسان دخپلو اولادونو په فکر دجهاد څخه پاتیږی.
همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږی چی انسان دی ناپوه سی یعنی د اولاد پخاطر دی دعلم اوپوهی دتحصیل څخه پاته سی، داسی ډیری بیلګی سته چی ځینی خلګ مخکی تردې چی واده وکړی او د اولاد خاوند سی درسونه اوسبقونه وایی خوکله چی واده وکړئ او اولاد یې پیدا سی نور نو درسونه اوسبقونه دهمدغه اولاد پخاطر پسې پریږدی.
همدا راز اولاد ددې لامل جوړیږی چی انسان دی غمګینه سی ځکه چی د اولاد د روزۍ، صحت اوپالنی غم تل ورسره وی اوپه هرهغه شی باندی غمګینه کیږی کوم چی دده اولاد ورباندی زوریږی.
نوباید د اولاد سره په محبت کی دډیر احتیاط او اعتدال څخه کار واخیستل سی.

زموږ سره په فیس بوک کی دملګرتیا لپاره دغه ځای کلیک کړئ!

هیچ نظری موجود نیست: