۱۳۹۶/۱۱/۲۶

غبرګون:



د وردګ ولایت نرخ ولسوالۍ دعمر خیلو په کلی کی پردینی مدرسې باندی تیرئ او د استادانو اوشاګردانو شهادت په کلکو الفاظو باندی غندو او دیوه داسی ستر جنایت په سترګه ورته ګورو چی عاملین یی باید په هیڅ صورت ونه بخښل سی.
دمظلومو مسلمانانو په خاصه توګه دعلماؤ او حافظانو وژل هغه منفور او رټل سوئ عمل دئ چی کوونکی یی نه تنها داچی دالله په قهر او غضب به ګرفتاره سی بلکی له امله به یی ددنیا له مخی امن او امان ولاړشي، قاتلین به یی یوه نه بله ورځ ارو مرو په دنیا کی مجازات کړل کیږی او په آخرت کی به دالله پاک دسختی محاسبې او عذاب سره مخامخ کیږی
هغه خلګ چی دداسی پیښو مخه نیولائ سی خو نه یی نیسي او یا دداسی مظلومانو غور کولائ سی خو نه یی کوی حتما به دالله پاک په حضور کی دځواب ویلو لپاره حاضریږی.
پدې خبره باندی باید هر مسلمان سر خلاص کړی چی دمدارسو سره دښمنی دالله ددین سره دښمنی ده هرڅوک چی ددین سره دښمنی شروع کړی نور دی نو ډیر ژر دخپل ځواک دټغر دټولیدلو انتظار وباسي.
دمظلوم د دعا او اجابت ترمینځ هیڅ فاصله نسته، دظلم کاسه نسکوره، دظالم عاقبت وران او دبی عدالتۍ فراش ټولیدونکئ دئ.
پدې دردوونکي پیښه کی ټولو قربانیانوته دالله جل جلاله څخه دقبولیت او جنت الفردوس غوښتونکی یو او د وارثانو سره یی ځانونه په غم شریک بولو او دزړه دتله ورته دعزاء او تسلیت مراتب وړاندی کوو.
أعظم الله أجرکم و أحسن عزائکم وغفر لمیتکم انا لله وانا الیه راجعون.

هیچ نظری موجود نیست: