۱۳۹۵/۰۸/۲۲

د"صفرالمظفر" مياشته:

د"صفرالمظفر" مياشته:
ــــــــــــــــــــــــــــــ
عَنْ جَابِرٍ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « لاَ عَدْوَى وَلاَ غُولَ وَلاَ صَفَرَ ».[صحیح مسلم 5929]
ژباړه: جابررضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دناروغۍ سرایت نسته ، دإنسان څخه لاره ورکوونکئ پیرئ نسته ، او په صفر(میاشتی) باندی بدپالی نسته.

توضیح: پورته هغه شیان دی چی دجاهلیت په زمانه کی خلګو ورباندی عقیده درلودل خو داسلام په راتګ سره پرهغوی باندی عقیده درلودل رد سوه.

د" عدوی " لپاره څوتفسیرونه راغلی دی خویو تفسیریی دادئ چی دیوه شخص څخه ناروغی بل شخص ته ورتلل ، پدی روایت باندی صراحتا ددی خبری رد سوئ دئ چی دیوه شخص ناروغی دی بل چاته سرایت وکړی ، خودنورو احادیثو څخه داسی ښکاری چی ناروغی سرایت کوی ، په تطبیق کی یی مختلف قولونه راغلی دی، خو معتبر قول دادئ چی دناروغۍ ورتلل دیوشخص څخه وبل شخص ته دالله پاک ترقضاء او فیصلی پوری اړه لری ، داسی نده چی که یوه سړیته یوه ناروغی ورغله نو ارومرو دبل إنسان څخه ورغلی ده که هغه نه وایی نودغه ناروغی به ده ته نه ورتلل، او داهم یقینی خبره نده چی دناروغ إنسان سره دی تماس نیول دناروغۍ دإنتقال سبب سی، دجهالت دزمانی دخلګو داسی عقیده وه چی جوړ سړیته ورغلی ناروغی هماغه ناروغی ده چی هغه بل إنسان ورباندی اخته وو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:داسی نده. بلکی دغه سړیته ناروغی دهغه ذات په قضا باندی سویده کوم چی دلومړنی سړی دناروغۍ فیصله یی کړیوه ، نوإنسان باید دناروغۍ څخه پدی خاطر کرکه ونکړی چی که می دناروغ سره ارتباط ونیوئ نو ارومرو یی ناروغی ماته راځی.
او " غول " ویل کیږی هغه تخیلی شیطان یا پیری ته چی دجاهلیت په زمانه کی خلګو ورباندی عقیده درلودل. دوی پدی باور وه چی په دښت کی یو شیطان اویاپیرئ دئ چی دإنسانانو څخه لاره ورکوی او یاإنسان ویروی خو رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: داسی نده . دغول په نامه هیڅ شئ نسته.
د" صفر " په تفسیر کی هم مختلف اقوال راغلی دی خو مشهور قول یی دادئ چی ددی څخه دصفر المظفر میاشته مراد ده.
دجاهلیت دزمانی خلګو به دصفرالمظفر په میاشتی باندی بدپالی کول، پدی میاشتی کی به یی سفر نکوئ ، پدی میاشتی کی به یی کوزده او واده نکوئ ، دا میاشت به یی دآفتونو اوبلاګانو میاشت بلل او همدا راز نوری فاسدی عقیدی چی دوی ددی میاشتی په باره کی درلودلی.
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دغه ټولی رد کړی ؛ داسی چی دصفرالمظفر دمیاشتی په هکله چی خلګ کوم فاسد باور لری هغه درست ندئ، پدی میاشت کی واده کول اوسفرکول هیڅ پروا نلری ، او پدی میاشتی کی هیڅ ځانګړئ مصیبت اوغم نسته اونه هم دغه میاشت یوځانګړئ عبادت اوطاعت لری ، دنورو میاشتو غوندی داهم یوه د دوولسو میاشتو څخه ده چی کال ورڅخه جوړدئ.

نو دی میاشتی ته دغم اوبلاګانو میاشت ویل او یا ددی میاشتی په تیریدلو باندی خوشاله کیدل او دمیاشتی په آخره کی دخوشالۍ مراسم نیول داټوله هغه شیان دی چی مسلمان یی په کولو باندی ګناهکاره کیږی او په کله باید ځان ورڅخه وساتی.

هیچ نظری موجود نیست: