۱۳۹۳/۰۳/۰۷

نيکټايی دافغانی کلتور له نظره

نيکټايی دافغانی کلتور له نظره

دا یوحقیقت دئ چی نکټایی په افغانی کلتور اوفرهنګ کی هیڅ مقام اوځای نلری، ځکه دافغانستان خلګ دکوم وقت څخه چی مسلمانان شویدی، طبعی خبره ده چی ټول هغه دودونه اوعنعنات چی هغه غیر اسلامی او غیراخلاقی دی دوی پسی پری ایښی دی، که په کوم ځای کی دیو چا لخوا یوغیر اسلامی دود اوعنعنه پرمخ باندی بیول کیږی هغه سړئ دافغانستان دخلګو نماینده گی نشی کولای، ځکه د ریښتینو مسلمانانو نماینده گی به رښتینئ مسلمان کوی، څوک چی کفارو په اصطلاحګانو باندی روبد وی هغه هیڅ کله دیو مسلمان هیواد دخلګو رښتینئ اومنل شوئ نماینده اودهغوی دفرهنګ اوکلتور مظهر نشی کیدلای، دافغانستان دټولو مسلمانو وګړو فرهنګ هغه شئ دئ کوم چی اسلام ورته راوستلئ دئ، اوهغه یی ددوی لپاره فرهنګ او دژوند لیدلارئ معرفی کړئ دئ، نیکټایی چی کوم شرعی حیثیت نلری نو افغانی حیثیت هم نلری، نکټایی چی په اسلام کی حرامه ده ، نو په افغانیت کی هم حرامه ده، مونږ چی دخپلو نیکه ګانو تاریخ ولولو نودابه راته له ورایه ښکاره شی ، چی هغوی نکټایی ګرسره نه پیژندل، بلکه دایو داسی لباس دئ، چی غرب اوشرق دمزدورانو اوهمفکره خلګو لخوا افغانستان ته راوړل شوئ دئ، هیڅ افغانی اصل اوریښه نلری، اوس یی هم هغه خلګ په غاړه کوی کوم چی ځانونو ته عصری مسلمانان Moderate Muslim وایی، خودا بیچاره ګان ددی څخه ناخبره دی چی عصری مسلمان څه معنی؟ عصری مسلمان دیته وایی: چی دعصر په مسائلو یی سرخلاص وی، دوقت اوعصر په حالاتو باندی پوهیږی په عصری اومدرن امکاناتو باندی خلګو ته داسلام په جوکاټ کی داخل اسلامی اوشرعی خدمات کوی، نه داچی دزمانی داهل سره دی دئ خپل اسلامی کلچر ته تغییر ورکړی، نوم دی هم نوئ کښیږدی کالی دی هم نوی واغوندی، خبری دی هم نوی نوی خبری کوی، کارونه دی هم نوی اوعجیب کارونه کوی، دغربیانو اوکفارو سره دی ځان مشابه کوی بس دغه عصری مسلمان شو، داسی نده ، داعصری مسلمان ندئ، دا داسی مسلمان دئ، چی دعصر قربانی شوئ دئ، ددنیا دحالاتو اوکفری اصطلاحګانوښکار ګرځیدلئ دئ.

توصيه

درنو اوقدرمنو لوستونکو! تاسو درسول اکرم صلی الله علیه وسلم احادیث اودفقهاؤ اقوال ولیدل چی لباس اوعلامی ته یی څونه اعتبار ورکړئ دئ، آن چی علامه اولباس یی یومعیار ګرځولئ دپاره دظاهری تشخیص دمسلمان اوکافر نومونږ ته لازمه ده چی دکفارو دهرقسم لباس څخه کوم چی په دوی پوری خاص وی، اویاددوی سره یوه عقیدتی بڼه ولری ځان وساتو، بیاپه خاصه نکټایی چی په اړه یی تاسو پورتنئ تحقیق ولوستئ چی هم دقرآن اوحدیث اوفقه په تطابق اوهم دعلماؤ په تصریحاتوباندی حرامه ده، دامعلومه خبره ده چی مسلمان لکه په دینی اموراتو کی چی مستقل او ځان کفا دئ داغسی په فرهنګ اوکلتور کی هم ځان کفادئ، دیته ندئ محتاجه چی په خپل لباس اوظاهری شکل جوړولو کیدی دکفار څخه تقلید وکړی، اسلام هرڅه ورته ښودلیدی، که لباس دئ، که خوراک اوڅښاک، اوکه اقتصاد دئ، په ټولو کی الله پاک ورته ښه اوبد معرفی کړی، اودده دضرورت هرشی یی ده ته ورښودلئ دئ دهغه کیفیت اوکمیت یی ورته ډیر واضح بیان کړئ دئ، نو راشئ خپل اسلامی ، او اصیل افغانی لباس په تن کړئ داده کفارو اوګمراهانو دلباس څخه پرهیزوکړئ، إن شاء الله خدای پاک به درباندی خپل رحمت وکړی او دنورو پخوانیو نیکمرغو انسانانو غوندی به نیکمرغی در په برخه کړی.

خلاصه:

خلاصه نکټایی په اسلام کی حرامه ده که یی څوک په عقیده دصلیب او په کومه عقیده چی یی کفار تړی ، وتړی پدی باندی انسان کافر کیږی اوکه یی په هغه عقیده باندی ونه تړی نوبیا کافر کیږی خونه ، لیکن تړل یی حرام ځکه دی چی پدی کی دکفارو سره مشابهت راځی، دهغوی سره دځان مشابه کول حرام دی.

ربنا تقبل منا إنک أنت السمیع العلیم. وصلی الله تعالی علی خیرخلقه ونورعرشه محمدوآله وصحبه اجمعین.

هیچ نظری موجود نیست: