۱۳۹۰/۰۵/۱۱

دروژي مسائل (دريمه برخه)

روژه په اسلام اوساینس کی (2)

4: دابوهریره رضی الله عنه څخه روایت دی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی انسان ته پرهرعمل له لسوڅخه تراوو(700) سووپوری دثواب بدله ورکول کیږی، مګرالله جل جلاله وایی چی روژه له شماره څخه بېله ده چی هغه خاص زمالپاره وې، اوزه دهغې بدله رحمت ورکوم ولی چی روژه دارخپل خواهش، خوراک اوڅښاک خاص زمالپاره پرېښې وو، دروژه دارلپاره دوې خوشحالۍ دې یوه دروژې دماتولوپروخت اودوهمه دالله تعالی سره دملاقات پروخت اودروژه داردخولې بوی الله ته دمشکوله بوی څخه هم خوښ دی، رژه د ګناهونوپه وړاندی سپر(ډال) دی اوکله چی کوم یوله تاسوڅخه روژه داروی نوبدې خبرې دی له خولې څخه نه راباسی اونه دې ښکنځل کوی، کله چی بل څوک بدې خبرې ورته وکړی یاله ده سره جګړه کوی نودې دې ځواب ورکړی چی زه روژه داریم۔ (بخاری شریف شریف، مسلم شریف مشکوة شریف)
5: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی کله دروژې لومړۍ شپه شی نوشیطانان اوسرکښه پېریانان وتړل شی، دجهنم ټولې دروازې بندی کړل شی یوه هم پرانستې نه وې، اودجنت ټولې دروازې پرانستل شی یوه هم بنده نه وې؛ یواوازکوونکی اوازکوی چی ای خیرغوښتونکې!!! مخ راوګرځوه اوای شرغوښتونکې!!! شرپرېږده شاته ولاړشه، اوالله جل جلاله په روژه کې ډېرخلک له دوږخ څخه ازادوې اودامعامله هره شپه ترسره کیږی۔ (ترمذی، ابن ماجه، مشکوة شریف)
6: حضرت عبدالله بن عمررضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی روژه اوقران کریم دبنده لپاره دالله په دربارکی شفاعت کوی، روژه به ووایی چی ای پروردګاره! مادی په ورځ کی دخواهشاتو، خوراک اوڅښاک څخه منع کړی وونوځکه دده په هکله زماشفاعت قبول کړه اوقرانکریم به ووایی چی ای خدایه! مادې په شپه کې له خوب کولوڅخه بندکړی وونوځکه دده په اړه زماشفاعت قبول کړه، نوددوی دواړوشفاعت به قبول کړل شی۔ (مشکوة شریف، جامع الاحادیث)
6: حضرت ابوهرېره رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی دروژه داردعا نه ردیږی۔ (مصنف ابن ابی شیبه)
7: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی ددرواشخاصودعانه ردیږی :
(1) دروژه مات پروخت دروژاتی دعا،
 (2) دعادل پاچادعا
 (3) اودمظلوم دعا۔
 (الترغیب والترهیب، شعب الایمان)
8: حضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی دروژې لپاره جنت دکال له پیل څخه بیاتردابله کاله پوری ښایسته کیږی، بیاچی کله دروژې لومړۍ ورځ شی نوترالهی عرش لانده یوه ځانګړې هوادجنت له پاڼوسره تیریږی ښکلوحوروته چی کله ورسیږی نوهغوی وایی چی ای خدایه! زموږلپاره له خپلوبندګانوڅخه داسی جوړه غوره کړه چی زموږسترګې په هغوی سړی اویخې شې اودهغوی سترګې په موږ سړې شې۔
دپېشلمي فضیلت:
9: انس رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چی پېشلمی کوی داځکه چی په پېشلمي کی برکت دی۔
(بخاری شریف، مسلم شریف شریف ، مشکوة شریف)
10: عمروبن العاص رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی زموږاوداهل کتابوترمینځ توپیرپېشلمی دی۔
(مسلم شریف ، مشکوة شریف)
دروژې په ماتلوکی تلوارکول:
11: سهل رضی الله عنه درسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوی چی هغه وفرمایل هرڅومره چی خلک په روژه مات کی تلوارکوی په هغه اندازه ئې خیردی۔ (بخاری شریف، مسلم شریف ، مشکوة شریف)
12: حضرت ابوهریره رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی په بندګانوکی وماته ترټولومحبوب هغه څوک دی چی ترټولوژرروژه مات کوی۔
(ترمذی، مشکوة شریف)
روژه مات په خورمااویااوبوسره:
13: سلمان بن عامررضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی علیه وسلم وفرمایل کله چی یوڅوک دروژې دماتولوتکل وکړی نوپه خورماسره دی روژه ماته کړی، داځکه چی دبرکت سبب دی؛ که چیری خورمانه وه نوپه ابوسره دی ماته کړی داځکه چی داپاکې ده۔ (ترمذی، مشکوة شریف)
دروژه مات ثواب:
14: حضرت زیدبن خالدرضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل کوم څوک چی دروژه دارروژه مات برابرکړی یادیوه مجاهدلپاره سامان برابرکړی نوهغه ته هم دومره ثواب ورکول کیږی۔ (بیهقی فی شعب الایمان، مشکوة شریف)
دروژې په حالت کی دناوړوکارونوڅخه ځان ژغورل:
15: حضرت ابوهریره رضی الله عنه وایی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل  کوم څوک چي په روژه کی نارواخبرې کوی اوداعمل نه پرېږدی نوالله جل جلاله دهغه خوراک اوڅښاک پرېښودوته کومه اړتیارنلری۔ (بخاری شریف، مشکوة شریف)
دروژې په حالت کی دژبې ساتنه
                 نوربیا.....

هیچ نظری موجود نیست: