۱۳۹۵/۰۸/۲۲

عجیبه ده

عجیبه ده :

عجیبه ده ځینی خلګ داسی فکر کوی چی راډیو تنها دموسیقی ، لهو ولعب ، ټوکی ټکالی اوشهوت پرستۍ لپاره جوړه سوی اوکاریدلائ سی.
خوداسی نده که إنسان لږڅه دخپل عقل څخه کارواخلی ، سرخپل ګریوان ته ښکته کړی ، خپل مسئولیت دځان په نسبت او دځان څخه غیر دنورو شیانو په نسبت وپیژنی له ورایه به ورته ښکاره سی  چی راډیو یوماشین دئ دنورو ماشین آلاتوغوندی د وسپنی ، سیمانو ، ژړو ، پلاسټیکو او نورو موادو څخه جوړ سوئ دئ إستفاده یی دهرچا په فکر اوعقیدی پوری تړاو لری ، هرډول استفاده چی ته ورڅخه وکړی راډیو ستاڅخه سرغړونه نکوی ، هرقسم ږغ چی ته پکی پوه کړی هغه یی پورته کوی ، دانو ستاپه : عقل ، ضمیر، زیرکتیا، پوهنی ، روغتیا او سکون پوری اړه لری.
څوک چی عقل یی سالم او درست وی.
ضمیر یی ویښ وی.
زیرکتیا یی په برخه وی.
پوهنه یی کامله وی په خاصه توګه دینی پوهنه.
په روحی لحاظ هیڅ قسم ناروغی ونلری او باطن یی دفسق وفساد څخه پاک وی هیڅ وخت.
دباطنی سکون خاوند وی.
هیڅ وخت داسی فکری نکوی چی راډیو تنها دموسیقی اوپورته فسادونو لپاره جوړه سویده.
بلکی د راډیو څخه مدرسه اومکتب جوړیدلائ سی
ده راډیو څخه پوهنتون اوجامعه جوړیدلائ سی
ده راډیو څخه دوولس لپاره ښکلئ خادم او لارښوونکئ جوړیدلائ سی
په راډیو باندی هراړخیز مثبت خدمات کیدلائ سی.

۱۳۹۵/۰۸/۱۵

ده زړه درد

ده زړه درد دشعر په ژبه:

کامیابه اداره اوبریالئ مدیر:

کامیابه اداره اوبریالئ مدیر: ــــــــــــــــــــــ
دامعلومه خبره ده چی دهری اداری لپاره کامیابی او دهرمدیر لپاره برئ ډیر اړین او مهم دئ ځکه دیوی اداری دجوړیدلو څخه کوم هدف چی دهغی بنسټ ایښوونکئ یی لری هغه وخت لاسته راځی چی اداره دکامیابۍ صفت خپل کړی ، او مدیر هغه وخت د اداری مهمی چاری په ښه توګه پرمخ بیولئ سی چی په خپل کارکی بریالئ او کامیابه وسی دلاندی صفاتو په موجودیدلو سره اداره کامیابه کیدلائ سی.
د اداری دجوړښت څخه لومړنئ هدف او موخه دالله رضا ، دین ته هر اړخیزه خدمت او دعوت ، دخلګو اصلاح او دهغوی لپاره مشروع خدمت وی.
د ادارې نسبت ټولو کارکوونکوته یوشان وی ، داسی چی هیڅ کارکوونکی ته تربل کارکوونکی ترجیح ورنکړل سی.
اداره دهغه چا وبلل سی چی خدمت کوی؛ ژبه ، وطن، قوم او شخصی ارتباطات معیار دترجیح او استخدام ونه ګرځول سی.
دکارکوونکی په استخدام او تقرر کی دپوره دقت څخه کار واخستل سی؛ لیاقت، کاری ظرفیت او استعداد داستخدام او ټاکنی لپاره معیار وګرځول کړل سی.
د اداری دچارو دښه سمون لپاره او د ادارې دهراړخیز پرمختګ په موخه اودبی نظمۍ څخه دمخنیوی په هدف باید داداری لپاره جامع او تطبیق کیدونکی اصول کښیښودل سی او په عملی کولوباندی یی هرهغه څوک چی اصول ورته راجع کیږی مکلف کړل سی.
د ادارې پر کارکوونکو دی داصولو څخه بغیر دنورو شرایطو دایښودلو څخه ډډه وسی ترڅوچی کار سخت او ناشونئ نسی ، او کارکوونکی پرخپل نفس باندی اعتماد دلاسه ورنکړی اوددی احساس ونکړی چی زه پداسی کار باندی مکلف سوئ یم چی زه یی توان نلرم.
ترډیرو وظایفواو کارونو یومهم کاربهتره وی ، نوبناء کارکوونکی ته دی ډیر کارونه کڅه هم سپک وی نه سپارل کیږی بلکی دومره کارونه دی ورته وسپارل سی چی دئ یی په پوره ډاډسره کولائ سی.
کارکوونکی ته مخکی تردی چی کار وسپارل سی ، مدیرباید ځان همدغه کارکوونکئ فرض کړی اوچی په کومه طریقه ورڅخه کار غواړی هماغسی یی دځان دنده هم وبولی ، ترڅوچی دمسئولیت اهمیت اومشقت ورته په ښکاره توګه بیان سی اودنورو دپه عذابولوڅخه ځان وساتی.
مدیر باید دفرامینو په صادرولو کی او دهدایاتو په بیانولوکی تنها خپل مشرتوب په نظرکی ونه نیسی بلکی دمأمور داستعداد سره سره دهغه ځای شرایط هم په نظرکی ونیسی.
د اداری د کارکوونکی او یامأمور له خوا چی کله په اصولو کی دننه د اداری دپرمختګ لپاره مثبت او ګټور کار کیږی او هغه ته دده په سپارل سوو مسئولیتونو کی توجیه جوړیدلائ سی ، مدیردی تنها پدی پلمه نه ردوی چی زما سره ورباندی مشوره نده سوی بلکی دهغه دمنلو برسیره دی کار کوونکئ نورهم تشویق کړی چی داسی مثبت کارونه نور هم پرمخ بوزی ترڅو د اداری په پرمختګ کی هر کارکوونکئ کارنده رول ولوبوی.
که دیوه کارکوونکی او یامأمور له خوا سهوا او یاهم په غیرعمدی او غیر اختیاری توګه داسی کار کیږی چی هغه د موضوعه اصولو خلاف وی ، نو مدیر دی دا کار دتمرد او سرکښۍ په صفت نه پیژنی اوندی هم ورباندی منفی اجراات کوی ، بلکی کارکوونکئ دی پوه کړل سی ترڅو چی دتکرار اوبیاکیدلو څخه یی مخه بنده سی.
مدیر دی دیوه کارکوونکی خبره دبل کارکوونکی پرضد نه منی ترڅوچی یی خپله معلومات نوی کړی ، ځکه چی عادتا دکارکوونکو ترمینځ رقابت موجود وی ، هریو دهغه بل دکوټلو لپاره هڅی کوی.
کڅه هم هرکارکوونکئ دالله درضا لپاره کار وکړی ، خوبیاهم مدیر دی دکارکوونکی پر کار اوابتکار باندی سترګی نه پټوی دهغه څخه دتشکر اومننی په موخه او نورو ته دتشویق لپاره دی دهغه دمثبتو کارونو یادونه وکړی. البته که هغه خوشاله وو.
مدیرباید ټوله کارکوونکی پوه کړی چی دیوبل سره مرسته وکړی ولی دیوبل په کارکی مداخله ونکړی.
مدیر باید دخپلی اداری کارکوونکئ او مأمور د ادارې دچارو څخه بهر په نورو چارو کی دځان کارکوونکئ اوتحت الأمر ونه بولی ، البته کوم شرایط چی داستخدام لپاره سته که کارکوونکئ دهغوڅخه سرغړونه وکړی مدیر کولائ سی اجراات وکړی ، اوباید یی وکړی.
مدیرباید دکارکوونکو دکارڅخه د څارنی ترڅنګ هغوی ته هم داسی ښکاره کړی چی تاسو هم کولائ سئ زما پرکار څارنه وکړئ ، ترڅو وړاندیز ، نیوکی او مشوری ته په پوره توګه لاره اواره سی او مدیر خپلو نیمګړتیاوو ته متوجه سی.
ډیر ښه کار دئ چی مدیر په پلان جوړولو کی دهغه کارونو چی مسئولیت یی تنها دته راجع کیږی دنورو سره مشوره وکړی خوپه کولو کی یی باید یواځی اقدام وکړی.
مدیر باید دخپلو مأمورینوسره دښائسته محمدی (ص) اخلاقو په چوکاټ کی ژوند وکړی.
دمدیر باید عملی کار ترخبرو ډیروی ، حسن ظن یی پرسوء ظن باندی غالب وی ، په ښواخلاقو او مدبرانه فکر باندی دقهر اوغضب د راپورته کیدلو مخه ونیسی.
مدیرباید دکارونو لومړیتوب او اولویت ته پوره پاملرنه وکړی ، کارکوونکئ دهغه کار په کولوباندی لومړئ مکلف کړی چی هغه کار نسبت ونورو کارونو ته لومړیتوب ولری.

۱۳۹۵/۰۷/۱۴

دمحرم الحرام میاشتی په هکله:


بسم الله الرحمن الرحیم
دا په قرآن باندی ثابته سوی خبره ده چی الله پاک ، کال ددوولسو میاشتوڅخه جوړ کړئ دئ لکه په قرآن شریف کی چی راځی: إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِنْدَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ.[سورة التوبة 36] یعنی شمیر دمیاشتو دالله په نزد دوولس دئ چی په کتاب الله کی لیکل سویدی مراد ورڅخه لوح محفوظ دئ.
یوه ددغه دوولسو میاشتو څخه دمحرم الحرام میاشته ده چی دهجری سپوږمیز کال لومړنئ میاشته کیږی ، اودڅلوروځانګړیو میاشتو څخه چی الله پاک په حرم باندی متصف کړیدی یوه میاشت ده. دا میاشته هم ده نورو میاشتو غوندی دوخت اوزمانی یوه برخه ده چی پر انسانانو باندی راځی ، دنورو میاشتو غوندی پدی میاشتی کی هم ځینی پیښی سوی او لاهم کیږی ، پدی لیکنه کی به موږ ددی میاشتی په اړه ځینی مهمی مسئلی او اړین ټکی ستاسو درنو لوستونکی مخی ایږدو.
دمحرم الحرام دمیاشتی شرعی حیثیت:
دمحرم الحرام میاشته هم دکال ده دوولسو میاشتو څخه یوه میاشته ده ، په شریعت کی فقط دومره ثابته ده چی پدی میاشتی کی د روژی نیول سنت اویامستحت کار دئ لکه په لاندی حدیث کی چی راځی: عن عَبْدُ اللَّهِ بْنُ عُمَرَ رضى الله عنهما أَنَّ أَهْلَ الْجَاهِلِيَّةِ كَانُوا يَصُومُونَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَأَنَّ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- صَامَهُ وَالْمُسْلِمُونَ قَبْلَ أَنْ يُفْتَرَضَ رَمَضَانُ فَلَمَّا افْتُرِضَ رَمَضَانُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « إِنَّ عَاشُورَاءَ يَوْمٌ مِنْ أَيَّامِ اللَّهِ فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ » [صحیح مسلم2698].
دعبدالله بن عمررضی الله عنهما څخه روایت دئ چی دجاهلیت دوخت خلګو به د(محرم الحرام) لسمی ورځی روژه نیول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم اومسلمانانو هم مخکی تردی چی دروژی دمیاشتی روژه فرض سی دغه روژه نیول ، کله چی دروژی دمیاشتی روژه فرض سوه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د (محرم الحرام) لسمه ورځ دالله پاک دورځو څخه یوه ورځ ده دهرچاچی زړه غواړی روژه دی ونیسی او که یی زړه غواړی ندی نیسی.
پدی خاطر هم دبخاری شریف په حدیث کی راځی چی عبدالله بن عمر رضی الله عنه ددی ورځی روژه نه نیول: عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ صَامَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم عَاشُورَاءَ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ ، وَكَانَ عَبْدُ اللهِ لاَ يَصُومُهُ إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ.[صحیح البخاری 1892]. دعبدالله بن عمررضی الله عنهما څخه روایت دئ چی رسول الله صلی الله علیه وسلم دعاشوراء دورځی روژه نیول نورو ته یی هم دهغی دنیولو امر کوئ ، خوکله چی رمضان فرض سوه نو دغه روژه پریښودل سوه ، عبدالله بن عمر رضی الله عنهما به دغه روژه نه نیول مګر داچی دده دعادی روژو سره یی موافقت راغلئ وای.
پدی میاشتی کی څومهمی پیښی:
پدی میاشتی کی ډیر پیښی سویدی خو موږ په حیث دنمونی څومهمی پیښی بیانوو:
1.              په همدی میاشتی کی موسی علیه السلام او ورسره مسلمانان دفرعون دظلم څخه خلاص سوه پر رود نیل باندی تیرسوه او فرعونیانو پکی غرق سوه.
2.              په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم  دجنګ اوجهاد کولو لپاره دصحابه وو دلګۍ لیږلی دی او غزوی یی کړیدی لکه:سریه ابی سلمه بن عبدالاسد ، سریة محمدبن مسلمه ، غزوه دنجد ، غزوه دقرارة الکدر اوخیبرته تلل.
3.              په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دصفیه بنت حیی سره نکاح وکړه.
4.              په همدی میاشتی کی رسول الله صلی الله علیه وسلم دنړۍ مختلفو واکمنانو ته ددعوت لیکونه واستول.
5.              په همدی میاشتی کی دقادسیه سترجنګ دمسلمانانو اوکافرانو ترمینځ وسو چی دمسلمانانومشر سعدبن ابی وقاص رضی الله عنه وو  او دکافرانو مشر رستم اوجالینوس وو چی جنګ مسلمانانو وګټئ.
6.              په همدی میاشتی کی دحضرت عثمان رضی الله عنه سره دخلیفه اوامیرالمومنین په صفت دمسلمانانو بیعت وسو.
7.              په همدی میاشتی کی حضرت عمر اوحسین رضی الله عنهما دشهادت لوړ مقام ته ورسیدل.
8.              بناء پریو روایت په همدی میاشتی کی حضرت علی رضی الله عنه د بی بی فاطمی رضی الله عنها سره واده وکړئ.
همدیته ورته نوری ډیری پیښی پدی میاشتی کی سویدی.
پدی میاشتی کی دعاشوراء دورځی عمل:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى الله عَليْهِ وسَلَّمَ : صِيَامُ يَوْمِ عَاشُورَاءَ ، إِنِّي أَحْتَسِبُ عَلَى اللهِ أَنْ يُكَفِّرَ السَّنَةَ الَّتِي قَبْلَهُ.[سنن ترمذی1738]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: زه دالله تعالی څخه ددی طمع لرم چی دعاشوراء دورځی په روژی باندی به دتیرسوی کال ګناهونه عفوکړی.
البته کوم خلګ چی ددی میاشتی دعاشوراء دورځی روژه نیسی هغوی ته دشریعت لخوا لارښوونه سویده چی باید دنهمی ورځی روژه هم ورسره ونیسی ترڅوچی په روژه نیولو کی دیهودو سره مشابهت رانسی ، ځکه چی هغوی هم ددی ورځی روژه نیسی ، پدی خاطر چی موږ دیهودو سره په مخالفت باندی امرسوی یو نوموږ باید یوه ورځ مخکی تردغی ورځی روژه ونیسو ، اوکه دچاڅخه نهمه ورځ تیره سوی وی نوبیا هغه دی دیوولسمی ورځی روژه ورسره ونیسی.
دمحرم په میاشتی که هیڅ ځانګړئ مصیبت نسته:
دشریعت دعمومی اصل پربنیاد چی مصیبت تردرو ورځو اضافه نسته ، نو پدی میاشتی اویا ددی میاشتی پرلسمه چی په هغه وخت کی کومی دمصیبت پیښی سویدی ، اوس یی لمانځل اویایی کلیزه نیول نه رواکیږی لکه چی په حدیث کی راځی: لاَ يَحِلُّ لاِمْرَأَةٍ تُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ تُحِدُّ عَلَى مَيِّتٍ فَوْقَ ثَلاَثٍ إِلاَّ عَلَى زَوْجٍ أَرْبَعَةَ أَشْهُرٍ وَعَشْرًا.[صحیح البخاری 1281]
یعنی دهیڅ هغی ښځی لپاره چی پرالله او ورځی دآخرت ایمان لری نه رواکیږی چی پرمړی باندی تر درو ورځو اضافه زینت اوځان جوړل پریږدی (دمصیبت اظهار وکړی) مګر پرخپل خاوند باندی چی څلور میاشتی او لس شپی زینت اوځان جوړل پریږدی (اظهار دمصیبت کوی). په خاصه توګه په نیاحت او لوړ آواز باندی ژړل چی هیڅوخت نه رواکیږی لکه په حدیث کی چی راځی: عَنْ عَبْدِ اللهِ ، رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ ، قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم لَيْسَ مِنَّا مَنْ لَطَمَ الْخُدُودَ وَشَقَّ الْجُيُوبَ وَدَعَا بِدَعْوَى الْجَاهِلِيَّةِ.
[صحيح البخاري كتاب بدء الوحی، حدیث 1294]
ترجمه : دعبدالله رضی الله تعالی عنه څخه روایت دئ : چی رسول اکرم (ص) وفرمایل: زموږ څخه ندئ څوک چی خپل باړخوګان په څپیړه (چپلاخه ) ووهی، اوخپل گریوان څیری کړی ، اودجاهلیت دوقت خبری وکړی.
نوپدی میاشتی کی او یا ددی میاشتی په لسمه ورځ چی په " عاشوراء " باندی مشهوره ده هیڅ شرعی مصیبت وجود نلری هیڅ مسلمان باید دا میاشته او یا دا ورځ ، دمصیبت او غم ونه بولی ، همدا راز پدی میاشتی کی ځانګړی خوشالۍ او مراسم هم وجود نلری ، دا معلومه خبره ده چی پدی باندی چی الله پاک په لسمه ورځ ددی میاشتی موسی علیه السلام اومسلمانانو ته نجات ورکړئ هرمسلمان خوشال دئ خو داچی ددی خوشالۍ لپاره دی ځانګړی مراسم جوړ سی شرعا هیڅ ثبوت نلری.
پدغه میاشته کی هم دنورو میاشتو غوندی که څوک وغواړی نکاح او واده پکی کولائ سی همدا راز هغه خوشالۍ چی شرعا یی اظهار په واده کولوکی روا وی هم ښکاره کولائ سی هیڅ ممانعت پکی نسته ، که دچا مړئ وسی دنورو میاشتو په څیر پدی میاشتی کی هم ودته نور مسلمانان شرعی تعزیه ویلئ او ورکولئ سی.

خلاصه داچی مسلمان باید پدی باندی پوه سی چی:
1.  پدی میاشتی کی واده کول هیڅ پروا نلری که څوک یی روا نه بولی هغه ګناهکاردئ.
2.  دا میاشت هیڅ ځانګړی مراسم دغم یا دخوشالۍ نلری.
3.  دا میاشته دغم او مصیبت میاشته بلل ګناه ده.
4.  پدی میاشتی کی سفر کول هیڅ پروا نلری.
5.  دا میاشته هیڅ ځانګړی خیرات او ذبیحه نلری.
6.  پدی میاشتی کی لکه چی دنیاحت اوغم دمجلس جوړل حرام اوګناه ده ورتلل هم حرام اوګناه ده.
7.  پدی میاشتی کی که چا داسی خیرات کړئ وی چی بغیرله الله نه یی دبل چا په نامه ذبح کړئ اویا نذر کړئ وی باید مسلمان یی دخوړلو څخه ډډه وکړی.
8.  پدی میاشتی کی باید مسلمان دهیچا سره دمصیبت دمجلس په جوړولو کی مرسته ونکړی.
وماتوفیقی إلا بالله علیه توکلت وإلیه أنیب




۱۳۹۵/۰۷/۰۸

دموسیقی حرمت


دمال بیځایه مصرف مکوئ!

عَن أبي هُرَيرة ، قال : قال رَسُول اللهِ صَلَّى الله عَلَيه وَسَلَّم : لا يحب الله إضاعة المال.[ مسندالبزار8463]
ژباړه: ابوهریرة رضی الله عنه روایت کوی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: دمال بیځایه مصرف دالله پاک نه خوښیږی.
پدی هیله چی دحجاجو د راتګ په وخت کی زموږ وړونه دبیځایه مصارفو څخه ځان وساتی.

الشکوی والدعاء:

إلیکم یاحکام العرب تبًا لکم ولمن یدعمکم! 
صوت هذا الطفل نموذجة من نتائج جبنکم وسکوتکم حول الحوادث التی تمر فی العالم الإسلامی ، تعیشون فی الرخاء والرفاهیة وهذا حال المسلمین فی الدول الإسلامیة!!!
یارب العالمین یاهازم الأحزاب أنصرإخواننا فی کل مکان اللهم ثبت أقدام إخواننا وسدد رمیهم واقو قلوبهم واجعلهم صفا واحد مرصوصا ویدا واحدة قویة أمام الیهود والنصاری والروافض والعلمانیین ونجهم من التفرق والتشتت والتشقق.
اللهم لانشک فی أنک تسمع صراخ هذا الطفل ولانشک أنک تنصرالمسلمین فاسمعه سماع قبول ونصر یاناصرالمظلومین!لمشاهدة الفیدیو اضغط هنا!

۱۳۹۵/۰۳/۱۳

دموسیقی حکم

موسیقی ویل ، موسیقی اوریدل او دموسیقی مجلس اومحفل ته ورتلل ټوله حرام دی:
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی:
عن أنس بن مالك رضي الله عنه: أن النبي صلى الله عليه وسلم قال: صوتان ملعونان في الدنيا والآخرة: مزمار عند نعمة، ورنة عند مصيبة .[مسندالبزار]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایی: دوه ږغه دی چی الله پاک په دنیا او آخرت کی په لعنت کړیدی : سروز ویل او غوږ ایستل دنعمت په وخت کی ، او بل په چیغو باندی ژړل دمصیبت په وخت کی.
ټولووړونوته!
ـــــــــــــــــــ
هرڅوك چي انټرنټ ته لاس رسي ولري كولائ سی دخپلی منطقی پنځه شرعی وختونه داونۍ ، میاشتی او کال په حساب دلاندی ویب پاڼی څخه ترلاسه کړی.
http://www.islamicfinder.org/cityPrayerNew.php…Islamicfinder
دبیلګی په توګه دفراه وخت ده را روانی روژی میاشتی لپاره پرلاندی تړون باندی کتلائ سئ:
http://www.islamicfinder.org/prayerPrintableHijri.php…اوقات نماز فراه

۱۳۹۴/۱۰/۰۱

هغه خلګوته چي خپلي لونړي ژر په نكاح نه وركوي:

هغه خلګوته چي خپلي لونړي ژر په نكاح نه وركوي:
دايو حقيقت دئ چي ښځه هم دنر غوندي جفت او دژوند ملګري ته اړتيا لري چي دځوانۍ سره هم مهاله بايد ورته دملګري تابيا ونيول سي خو دبده مرغه چي ځيني خلګ خپلي لونړي اوياهم ځيني وړونه خپلي خوندي دبلوغ وروسته ډيره مده ساتي  آن چي ځيني يي تر35 اويا 40 كلنۍ پوري هم رسيدلي وي خو ددي خلګو داكار هم شرعا اوهم دانساني فطرت له نظره ناروا دئ ، شرعا ځكه چي الله پاك دخپل رسول پرژبه انسانانو ته داسي سپارښتنه كړيده چي تاسو دانجوڼو په وركولو كي ځنډ مكوئ لكه چي رسول اكرم  صلي الله عليه وسلم وحضرت علي رضي الله عنه ته په درو شيانو كي دتلوار سپارښتنه كوي چي يويي دښځي ژر په نكاح وركول دي:
وَالاِيْمُ اِذَاوُجِدَتْ لَهَاكُفْوًا{ { رواه الترمذي وقال حديث غريب حسن كمانقله الالباني في المشكاة 1/192}.
ژباړه:اوداغسی مه ځنډه وه ښځه کله چي سيال ورته پیداسی. یعنی په نکاح یی ورکړه.

همدا راز په حديث كي راځي:
} عَنْ عُمَرْبِنْ خَطَّابْ t وَاَنَسْ بِنْ مَالِكْ t عَنْ رَّسُولِ اللهِ r قَالَ فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ مَنْ بَلَغَتْ اِبْنَتُهُ اِثْنَتَيْ عَشْرَةَ سَنَّةً وَلَمْ يُزَوِّجْهَافَاَصَابَتْ اِثْماً فرکبت اثمافَاِثْمُ ذَالِكَ عَلَيْهِ{.{ شعب الإیمان حدیث 8302 و 8303 }
ژباړه:ده عمربن خطابt اوانس بن مالكtڅخه روايت دي  د رسول اكرمr څخه چي ده وفرمايل: په تورات كي ليكلي دي: چي د چا لور دوولسو كالوته ورسيږي اوده په نكاح نه وي وركړي اوهغه ښځه مرتكبه د ګناه سي نوګناه ئي د پلارپرغاړه ده.
اودحضرت عمر رضي الله عنه څخه روايت دئ :
عَنْ عُمَرَبْنِ الْخَطَّابْ رَضِيَ اللهُ تَعَالَي عَنْهُ اَنَّهُ قَالَ زَوِّجُوْااَوْلاَدَكُمْ اِذَاَبلَغُوْا لاَتَحْمِلُوْا آثَامَهُمْ{ {ابن الجوزي احكام النسآء34}.
ژباړه: د عمربن خطاب رضي الله تعالي عنه څخه روايت دي چي ده  وفرمايل په نكاح وركړئ خپل اولادكله چي بلوغ ته ورسيږي،ځانونه مه باروي ددوي په ګناهونوباندی.
په شريعت كي هم ددي لپاره ډيري نموني لرو چي پلارونو خپلي لوڼي په خپله په نكاح وركړيدي لكه موسي عليه السلام ته چي دده خوسر ددي وړانديز كوي چي زه غواړم خپله يوه لور تاته دركړم چي بيا همداسي كيږي ، خپله لور وركوي.

همدا راز حضرت عمر رضي الله عنه دخپلي لور حفصه رضي الله عنها دنكاح كولو وړانديز حضرت ابوبكر اوحضرت عثمان رضي الله عنهما ته كوي چي بياهغه وو رسول الله صلي الله عليه وسلم ورسره نكاح كوي.

همدا راز سعيدبن المسيب رضي الله عنه چي تابعي اويو ستر مجتهد اومقتدا عالم وو دخپلي لور دنكاح وړانديز خپل شاګرد عبد الله بن أبي وداعة ته كوي چي هغه هم ورسره نكاح كوي.

نو داهيڅ بد كارندئ چي څوك دي دخپلي لور دنكاح وړانديز ويو صالح اونيك انسان ته وكړي ځكه چي لكه سړئ چي دخپل زوي لپاره دښځي په انتخاب كي څومره جدي او دقيق وي همداسي بايد دخپلي لور لپاره دميړه په انتخاب كي جدي او دقيق وسي.

دبله پلوه په كور كي دښځي ډير كښينستل ددي لامل كيږي چي ښځه دي دډيرو روحي او جسمي ناروغيو سره لاس اوګريوان سي چي چي بيا دعمر ترآخره پوري يي تداوي ګرانه وي.

نوپلارونه او دكور مشران بايد ودي خبري ته ډيره پاملرنه وكړي او خپلي لوړي دبلوغ وروسته سم ځاي په نكاح وركړي.

په امت كي ددرځ اچوونكي سزا

په امت كي ددرځ اچوونكي سزا:

عَنْ عَرْفَجَةَ بْنِ شُرَيْحٍ قَالَ : قَالَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم : إِنَّهَا سَتَكُونُ بَعْدِي هَنَاتٌ وَهَنَاتٌ وَهَنَاتٌ - وَرَفَعَ يَدَيْهِ - فَمَنْ رَأَيْتُمُوهُ يُرِيدُ تَفْرِيقَ أَمْرِ أُمَّةِ مُحَمَّدٍ صلى الله عليه وسلم وَهُمْ جَمِيعٌ ، فَاقْتُلُوهُ كَائِنًا مَنْ كَانَ مِنَ النَّاسِ.[سنن نسائي4021]
ژباړه: عرفجة بن شريح وايي : رسول اكرم صلي الله عليه وسلم وفرمايل: يقينا به زما وروسته ډير حوادث اوپيښي  راځي- اوخپل لاسونه يي پورته كړه – نوهرچاچي داسي سړئ وليدئ چي دمحمد(ص) دامت كار يي پاشئ پداسي حال كي چي هغه سره راټول وه نومړيي كړئ هرڅوك دخلګو څخه چي وي.


توضيح: يعني چي څوك درسول اكرم صلي الله عليه وسلم دامت ترمينځ بي اتفاقي راولي ، هغوي سره ويشي نوتاسو هغه څوك مړكړئ هرڅوك چي وي ،‌لوي والي ،‌مرتبي او كارنامو ته يي مه ګورئ ؛ ځكه چي يووالئ دامت تراشخاصو ډير مهم دئ.

دليكني اوتصنيف سرقت داسلام اواخلاقو له نظره

دليكني اوتصنيف سرقت داسلام اواخلاقو له نظره:
بسم الله الرحمن الرحيم
الله پاك لكه إنسانان چي يي د ژبي ؛ ځاي ، رنګ ، غناء اوفقر، قوم او نورو مشخصاتو له كبله ديوحكمت له وجهي متفاوت او متمايز پيدا كړيدي همدا راز يي دإستعدادونو، زكاوت ،‌ ټنبلۍ او زيركتيا له مخي هم متفاوت اومتمايز پيدا كړيدي ، كوم خلګ چي الله پاك دزكاوت اوزيركتيا نعمت وركړئ وي اوبيايي هغوي ته دإستعمالولو توفيق هم وركړئ وي نو هغوي دخپل علمي استعداد څخه په ګټي اخيستني سره په مختلفو لارو باندي غواړي خلګوته خدمت وكړي ، دخپل استعداد په واسطه خلګوته دهغوي دژوند مختلفي چاري دمختلفو مخولپاره أنځور او دمثبتو چارو دپرمخ بيولو اومنفي څخه يي دډډه كولو لپاره مختلف اړخونه روښانه، او ورته هراړخيزي لار ښووني وكړي ، چي يوه لاره يي ليكوالي اوتأليفات دي چي ددي لاري څخه ډيرو ليكوالانو اومؤلفينو دخپلو علمي استعدادونو نتيجه او زيار ايستلو مثبتي پايلي خلګوته په ليكنو او تصنيفاتو كي وړاندي كړيدي، او دإنسانو دژوند په ډيرو برخوكي يي ليكني اويا تأليفات كړيدي.
پدي كارسره ليكوالانو اومصنفينو په رښتياچي خپله علمي دنده سرته رسولي او مونږ ته يي ديوي خوا ډيره لويه علمي زيرمه په لاس راكړيده ،‌چي مونږ يي بايد منندوي سو اوددوي شكريه آداء كړو، او دليكنوڅخه يي درسته استفاده وكړو،‌ او دبلي خوايي دخپل قلم اوګوتو په ژبه راته داسي الهام وركوونكي تصريحات كړيدي چي په ژور فكر سره ورته غوږ نيول اوپه دقت سره يي لوستل دداسي فكر دإحياء سبب كيږي چي إنسان دي دځانه سره سوچ وكړي چي زه هم ددوي غوندي إنسان يم دوي چي دومره ګټوري ليكني اوتصنيفات كړيدي ،‌زه يي ولي نشم كولائ ؟ چي په نتيجه كي په إنسان كي د پرمختګ او ارتقاء  روحيه پيدا كيږي او ددي لامل كيږي چي إنسان دي ديوي خوا ددوي له سيرت اوژوند دڅرنګوالي څخه ځان خبركړي اودبلي خوا دي ځان ددوي غوندي جوړ كړي.
خوددوي څخه مننه ، ددوي دليكنوڅخه درسته إستفاده، ددوي په سيرت باندي دځان خبراوئ او ددوي غوندي دځان جوړول هغه وخت ممكن دي چي ديوي خوا ددوي ليكني اوتصنيفات د تحريف او منفي مغرض تغيير څخه وژغورل سي او دبلي خوادي دهرچاليكنه اوتصنيف وهغه ته منسوب كړل سي، همدا راز دي دوي ته ددوي دزيار ايستلو پخاطر دعاوسي اوورڅخه دي شكر آداء سي.‌ځكه كچيري ليكنه اويا تصنيف تحريف سي نو دا معلومه خبره ده چي ليكنه اويا تصنيف خپل اصالت له لاسه وركوي په ځينو مواردو كي يي محتويات پوره تغيير كوي چي بيا ورڅخه درسته استفاده كول ،‌ګران دي ، ځكه چي هرليكوال ځان ته دخپلي ليكني څخه غرض او موخه لري اوهرڅوك دخپل استعداد اوظرفيت په اندازه خپلي ليكني ته يوځانګړئ اوخاص سبك اوطريقه وركوي ، نوچي كله يي په ليكنه كي بل څوك  دخل وكړي داټولي ځانګړتياوي او دپام وړټكي له منځه ځي ، اوپه هغه صورت كي خو چي تحريف يي رسوا او ښكاره سي خلګ ورڅخه بيخي قصدا هيڅ ګټه نه پورته كوي ځكه چي  دي ليكني اوتصنيف ته ديو نيمكړي اوتغيير وركړل شوي په سترګه ګوري.
همدا راز كه يي دليكونكي اومؤلف نوم تغيير وكړي نو له يوي خوا به ليكنه خپل حيثيت له لاسه وركړي اودبلي خوابه ورڅخه پورته أهداف لاسته رانسي، ځكه دهرچا خبره ځان ته ځاي اودمنلو ځانګړئ مقام لري، ديو چاخبره ډيره مؤثره تماميږي خو دبل چاخبره بيا هيڅ تأثير نلري ،‌همدا راز دابه هم ډيره ګرانه سي چي سړئ دي دليكونكي په سيرت باندي ځان خبر كړي بيادي دغه ليكنه دهغه دسيرت سره مقايسه كړي دځان متأثره كيدل خو ورڅخه لا هلته پريږده.
دامعلومه خبره ده چي تحريف اوتغيير دنوم ، دهغوي څخه دمنني اوشكر كولو خلاف دئ ، ځكه چي هغوي پرليكني اويا تصنيف باندي زيار ايستلئ دهغه په مرتب كولو كي يي ډير زحمت ګاللئ ، نوچي كله تحريف سي اويا يي دليكوال نوم وربدل سي دهغه ليكوال اومصنف زيار اوزحمت پوره له پامه ورغځول كيږي چي داكار لومړئ دغه چاوكئ چي ليكني ته يي تغيير وركئ اوبيا دهغو خلګوڅخه كيږي چي په ليكونكي باندي يي خبرندي چي په نتيجه كي هم تغيير وركوونكئ اوهم نور لوستونكي دليكوال څخه دمنني اوهغه ته دعاكولو دوظيفي د نه آداء كولو مرتكب كيږي پداسي حال كي چي په حديث كي راځي: من لم يشكر الناس لم يشكر الله.[سنن ترمذي1955]يعني چاچي دخلګو شكر نوي آداء كړئ هغه دالله پاك شكر هم ندئ آداء كړي.
داكار نه تنها داچي ليكنو اوتصانيفوته لوي تاوان دئ بلكي هغه خلګوته يي تردي لاهم ډير تاوان رسيږي چي دغه كاركوي ، ديوي خوا يي دالله پاك لخوا وركړل شوي عزت او آبرو له منځه ځي ، خلګ يي پرنورو ليكنو چي خپله يي كړيدي هم بدګمانه كيږي اوڅوك ورباندي باور نكوي. او دبلي خوا يي ددي منفي او ناروا كار هغه منفي اثرات هم ورباندي لويږي ، يوخويي دخدمت اوعلم څخه بركت پورته كيږي اوبل پدي خاطر چي داكار غلا او سرقت دئ ګناه ورته لري.
امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي: څوك چي دغسي كاركوي دهغه علم ورته هيڅ منفعت اوبركت نلري.
همدا راز پدي بدعادت باندي د روبدي كيدلو په صورت كي يي لرونكئ إستعداد هم له منځه ځي ،‌ځكه چي كله نفس په سهولتونو باندي عادت سي بيا ورته دزيار اوزحمت كښل  ډير سخت وي په ځانګړي توګه دكامپيوټر اوټلفنونو دكاپي اوپسټ څخه يي استفاده كول دټولو زحماتو چي بايد يي ديوي ليكني په آماده كولو وكاږي ځاي نيسي چي دايي دعلمي إستعداد په مرګ باندي ورته تماميږي.
همدا راز ددي كار كوونكي كه دغه كارقصدا ددي لپاره كوي چي خلګ يي ددي ليكني اوتصنيف پخاطر ستاينه او تعريف وكړي بايد پدي باندي هم سرخلاص كړي چي دغه كار يي ديوي خوا دحقيقت پرخلاف دئ او دبلي خوا ديهودو دعلماؤ اويامنافقينو سره چي الله پاك يي دداسي غوښتنو پخاطر غندي ، پدغه عمل كي دځان مشابه كول دي.ځكه چي هغوي هم غوښتل پرداسي كارونو باندي ددوي مدح اوصفت وسي چي دوي نكول.
الله پاك ددوي په هكله فرمايي: وَيُحِبُّونَ أَنْ يُحْمَدُوا بِمَا لَمْ يَفْعَلُوا.[سورة آل عمران188َ]
يعني دوي خوښ لري چي ددوي تعريف دي وسي په هغه شيانوباندي چي دوي ندي كړي.
په احاديثو كي هم ددي كار منع ته إشاره سويده او داكار يي د" انتحال " په نامه بندي ياد كړئ دئ چي معنا يي همدغه ديوچادليكني اويا تصنيف وځانته نسبت كول دي.
دامام بيهقي په سنن كبري كي راځي: عَنْ إِبْرَاهِيمَ بْنِ عَبْدِ الرَّحْمَنِ الْعَذَرِىِّ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- :« يَرِثُ هَذَا الْعِلْمَ مِنْ كُلِّ خَلَفٍ عُدُولُهُ يَنْفُونَ عَنْهُ تَأْوِيلَ الْجَاهِلِينَ وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ وَتَحْرِيفَ الْغَالِينَ ».[سنن الكبري للبيهقي21439].
يعني دغه علم به دهري وروستنۍ ډلي څخه وعادلانو اوبا انصافو خلګوته پاتيږي چي دوي به ورڅخه تأويل دناپوهانو خلګو ليري كوي همدا راز به انتحال دباطل كوونكو ليري كوي اوهمدا راز به تحريف دتجاوز كوونكو ورڅخه ليري كوي.
په مرقات كي يي د" إنتحال " دتعريف په هكله ليكلي دي:
(وَانْتِحَالَ الْمُبْطِلِينَ) الِانْتِحَالُ: ادِّعَاءُ قَوْلٍ أَوْ شِعْرٍ، وَيَكُونُ قَائِلُهُ غَيْرَهُ بِانْتِسَابِهِ إِلَى نَفْسِهِ.[مرقات المفاتيح شرح مشكوة المصابيح248]
يعني انتحال: دبل چاپه قول اوشعر باندي دعوه كول او وځانته يي نسبت كول دي.
همدا راز علامه مولانا عبدالحي لكنوي رحمه الله په حاشيه كي دشرح الوقاية فرمايي:
فقد تطلق السرقة على استراق السمع وقد تطلق على السرقة في الصلاة، وهي أن يؤديها ناقصة، وقد تطلق على الانتحال في التصانيف، وقد تطلق على قطع الطريق.[عمدة الرعاية حاشية شرح الوقاية كتاب السرقة]
يعني دسرقة اطلاق كله كله په غلاكولو دخبرو كيږي اوكله كله يي اطلاق دلمانځه پرغلا باندي كيږي اوهغه داسي چي لمونځ نيمګړئ وكړي، اوكله كله يي اطلاق پر غلاكولو دتصانيفو كيږي اوكله كله يي اطلاق پر نيولو دلاري كيږي.
همدا راز امام نووي رحمه الله په بستان العارفين كي فرمايي:
الدين النصيحة: ومن النصيحة أن تضاف الفائدة التي تستغرب إلى قائلها فمن فعل ذلك بورك له في علمه وحاله ومن أوهم ذلك وأوهم فيما يأخذه من كلام غيره أنه له فهو جدير أن لا ينتفع بعلمه ولا يبارك له في حال. ولم يزل أهل العلم والفضل على إضافة الفوائد إلى قائلها نسأل الله تعالى التوفيق لذلك دائما. [ بستان العارفين للنووي ]
يعني:دين نصيحت دئ او دجملي څخه دنصيحت دادئ چي يوناشنا فايده بايد دهغه ويونكي ته منسوبه كړل سي ، نوچي څوك دغسي وكړي الله پاك به يي په علم اوحالت كښي بركت كښيږدئ ، اوكه څوك دبل چا خبره داسي بيان كړي چي ګويا هغه دده ده نوهغه سړئ ددي لائق دئ چي دخپل علم څخه دي ګټه پورته نكړي اونه دي دده په حال كښي بركت كښيښودل شي، اوتل اهل علم همداسي كول چي (ويل كړل سوي) فائدي به يي دهغوي ويونكو ته منسوبولي. الله پاك دي تل ددي كار توفيق راكړي.
او إمام سيوطي رحمه الله فرمايي:
ومن بركة العلم وشكره عزْوُه إلى قائله.[ المزهر في علوم اللغة]
يعني بركت دعلم او دهغه شكر آداء كول دادي چي نسبت يي وويونكي ته وسي.
همدا راز په فتاوي الشبكة الإسلاميه كي راځي:
حرًّمت الشريعة انتحال الرجل قولاً لغيره أو إسناده إلى غير من صدر منه، وقضت بضرورة نسبة القول إلى قائله والفكرة إلى صاحبها لينال هو دون غيره أجر ما قد تنطوى عليه من خير، أو يتحمل وزر ما قد تجره من شر.
[فتاوي الشبكة الإسلامية برقم17339]
يعني: شريعت حرام كړئ دئ داچي څوك دي دبل چا قول ځان ته منسوب كړي، اويادي وهغه چاته منسوب كړي چي هغه قول يي نوي كړئ. اوديوچادقول نسبت كول هغه ته ځكه ضروري دئ چي كه يي په هغه قول كي ښيګڼي نغښتي وي نوپرهغه قول باندي مرتب ثواب ودته ورسيږي نه وبل چاته ،‌اوكه يي په قول كي بدي نغښتي وي نوګناه يي هم ودته ورسيږي.
خلاصه داچي دبل چاليكنه اويا تصنيف په خپل نامه كول:
ü . دليكني حيثيت او اعتبار له منځه وړي.
ü . په صورت كي دتغيير ،‌دليكني څخه ګټه اخيستل ستونزمن كوي.
ü . داصلي ليكونكو اومصفينو ياد اودهغوي په سيرت باندي دخبريدلو ليوالتيا ختمه وي.
ü . داصلي ليكونكو اومصنفينو زيار ايستل او دهغوي خدمات له خلګو پټوي.
ü . إنسان دعلمي غلا مرتكب كيږي.
ü . إستعدادونه ورسره وژل كيږي.
ü . دالله پاك دشكر څخه إنسان محروم كيږي.
ü . دقصد په صورت كي إنسان ديهود اويا منافقينو سره پداسي عمل كي مشابه كيږي.
ü . دشريعت دمخالفت له كبله إنسان دګناه مرتكب، معنويات يي ختم اوبركت يي دعلم څخه وركيږي.

نوبايد زمونږ ليكوالان، مبلغين او ددين رسوونكي دغه خبره پوره په پام كي ونيسي ترڅويي الله پاك په خدمت كي هم بركت كښيږدي اودګناه كولو څخه هم وژغورل شي .