۱۴۰۳/۰۶/۲۶

د بيان کولو آداب:(پنځمه او آخري برخه)

ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
10 - د بيان  لپاره عناصرو ټاکل: بيان بايد ښه ترتيب شي او عناصر ورته وټاکل شي چې لومړی برخه يې بايد مقدمه وي چې پر ثناء، درود، آيت، حديث او مقدماتي خبرو مشتمله وي وروسته اصل بيان وي چې ټاکلې موضوع پکې تشريح کيږي البته د موضوع په تشريح کې د آيتونو، احاديثو، متلونو، شعرونو او قيصو څخه استفاده کېدلای شي چې  موضوع هم مستنده راځي او هم خوندوره.
د موضوع په بيان کې بايد ډېر دقت وشي تر څو بې ربطه خبري پکې ګډي نشي او د موضوع څخه وتل رانشي؛ د دې کار لپاره پوره آماده ګي او پر موضوع تمرکز ډېر مهم دي ځکه که آماده ګي ونلري خبري به يې هيري شي او که تمرکز ونلري خبري به ورڅخه ګډوډي شي.
د موضوع د تشريح وروسته بايد بيان په خاتمه باندي پای ته ورسيږي چې د ټول بيان نتيجه او پايله پکې ذکر شي او د ټولو خبرو لنډيز په جامعو الفاظو خلکو ته واورول شي.

11- ټول خلک خپل مخاطب ګرځول: بیان کوونکی به ټول خلک خپل مخاطب او مخامخ ګرځوی، یوې خوا ته به تمایل نه کوی او خاص شخص به خپل مخاطب نه ګرځوی د دې لپاره چې د مخاطبینو تر منځ توپیر رانشی او ځینی انفرادی خبری خاصو کسانو ته متوجه نشی چې په دې صورت کې نه تنها دا چې عکس العلمونه را پورته کیږی بلکې ممکن ځینی خلک خوابدی شی او د بیان څخه ولاړ شی.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم عادت داسی وو چې کله به یې کوم منکر کار ولیدی ولاړ به شو خطبه به یې وويل او په عامی خطبې که به یې هغه منکر وغندی لکه په لاندی احادیثو کې چې راځی:
1 - رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کار وکړ او نورو ته يې هم د هغه کار رخصت ورکړ خو ځيني خلکو ته یې خوند ور نکړ او ځانونه يې د هغه کار څخه وساتل، کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر شو نو خطبه يې وويل او د الله حمد يې ووايه بيا يې وويل: د دا ځينو خلکو څه حال دی چې دوی د هغه کار څخه ځان ساتي کوم چې زه يې کوم؟ زما دي په الله قسم وي چې زه تر دوی هم په الله باندي عالم يم او هم تر دوی د هغه څخه ډېر وېرېږم.(صحيح البخاري6101: 8/31)
2 - د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې يوې مخزومي ښځي غلا کړېوه د هغې قوم د شفاعت لپاره اسامه بن زيد واستوی تر څو د دې څخه حد ساقط کړي کله چې اسامه رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره خبره وکړه هغه ورته وويل: آيا ته په يو حد کي د حدودو د الله شفاعت کوې؟ بيا ولاړ شو خطبه يې وويل او ويې فرمايل: ای خلکو ستاسو مخکي خلک ځکه ګمراهان شوه چې  کله به په دوی کې غښتلي کس غلا کړې وای دوی به پرېښودی (حد به يې ورباندي نه جاري کاوه) خو کله چې به په دوی کې ضعيف کس غلا وکړه بيا به يې حد ورباندي جاري کاوه، زما دي د الله په ذات قسم وي که د محمد(صلی الله عليه وسلم) لور فاطمه غلا وکړي لاس به يې پرې کوم.(صحيح البخاري6788: 8/199)
3 - رسول الله صلی الله عليه وسلم يو نفر د بني سليم د زکاتونو د ټولولو لپاره واستوی کله چې هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته راغی او حساب يې ورسره وکړ نو يې ويل: دغه خو زکات دی او دغه بيا ما ته يو چا ډالۍ راکړېده؛ رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وويل: ته به د خپل پلار او مور په کور کي کښېناستلی وای تر څو ستا دغه ډالۍ درته راغلې وای! بيا ولاړ شو خطبه يې وويل او ويې فرمايل: زه ځينو خلکو ته هغه وظيفه ورکوم کومه چې ما ته الله راکړېده خو يو څوک راځي او راته وايي: دغه خو سوغات دی چې يو چا ما ته راکړی دی، که دی رښتيا وايي خپل د پلار او مور په کور کې به کښېناستلی وای تر خو دغه سوغات يې ورته راغلی وای!.(صحيح البخاري7197: 9/95)

پايله
بيان چې د وعظ او تبليغ کولو په معنی راځي د دعوت يو مهمه لار ده چې هر مسلمان يې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نيت د خپلي پوهي او استعداد په اندازه په کولو مکلف دی، د بيان کول مسلمانانو ته ډېر اړين دي او ډېر ګټور تماميږي له همدې امله الله تعالی انبياؤ ته هم د بيان کولو وظيفه ورکړې وه او بيان هغه وخت مؤثر او ګټور تماميږي چې ټول آداب يې مراعات شي او په ښه اخلاص، تأثير کوونکی، د ريا او فسق څخه ليري، د ښې موضوع درلودونکی او په پوره آماده ګۍ سره وشي؛ بيان بايد نه ډېر اوږد او نه ډېر لنډ وي، په ښه آرامۍ سره وړاندي شي او په ډېره کچه نه وي؛  په بيان کې بايد بيان کوونکی د بې ځايه حرکاتو څخه ډډه وکړي، د بيان عناصر يې  پوره وي او په عمومي خطاب يې تر مخاطبينو ورسوي.
که پورته آداب د بيان په کولو کې مراعات شي په ډاډ سره ويلای شو چې بيان به ډېر ګټور وي او د بيان څخه چې کومي اصلاحي موخي موږ لرو هغه به په آسانۍ سره په لاس راسي.

هیچ نظری موجود نیست: