دويم ادب د بيان او تبليغ دا دی چې بيان کوونکی به داسي بيان کوي چې خلک ورڅخه متأثر سي او د دې کوښښ به کوي چې د ناستو کسانو تر زړونو پوري خپل وعظ او تبليغ ورسوي نه يواځي تر غوږونو پوري؛ لکه په حديث کې د ترمذي چې راځي: عرباض بن ساريه رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم د سهار د لمانځه وروسته موږ ته داسي جامع تبليغ وکړ چې په سبب يې د ناستو کسانو سترګي و بهېدلې او زړونه يې و وېرېدل.
د ناستو کسانو د سترګو څخه اوښکي ځکه بهېدلي او زړونه يې ځکه وېرېدلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جامع او هراړخيز مؤثر بيان کړی دی او داسي بيان ارومرو پر ناستو کسانو تأثير کوي لکه په قرآن شريف کې چې الله تعالی فرمايي: وَذَكِّرْ فَإِنَّ الذِّكْرَى تَنْفَعُ الْمُؤْمِنِينَ.[الذاريات۵۵] ژباړه: وعظ وکړه يقينا چې وعظ مؤمنانو ته ګټه کوي؛ ابن جرير طبري رحمه الله د دې آيت په تفسير کې ليکي: يعني ای محمده هغو کسانو ته چې ته رالېږل سوی يې تبليغ وکړه يقينا چې تبليغ مؤمنانو ته ګټه کوي.
د تبليغ د ښه تأثير کولو لپاره يو سبب دا هم دی چې مبلغ د تبليغ په وخت کې په خپلو خبرو او ظاهري حرکاتو خلک داسي ځان ته متوجه کړي چې د ده د تبليغ تر تأثير لاندي راسي لکه جابر بن عبدالله رضي الله عنه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د تبليغ کولو حالت داسي بيانوي:
ژباړه: کله چې به رسول الله صلی الله عليه وسلم خطبه ويل نو سترګي به يې سرې سوې، ږغ به يې لوړ سو او قهر به يې ډېر سو او داسي به ښکارېدی لکه خلک چې د لښکر څخه وېروي او وايي: سهار پر تاسي حمله کوي او ماښام پر تاسي حمله کوي. [صحيح مسلم ۲۰۴۲]
هدف د دې څخه دا دی چې د خبرو د ډول سره د مبلغ او بيان کوونکې ږغ بايد تغيير وکړي تر څو يې بيان د ناستو کسانو په ذائقه ښه ولګيږي.
دوام لري....
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر