۱۴۰۱/۱۰/۲۳

داسي فکر مکوه:

۱ ـ داسي فکر مکوه چي هر شی چي ته یې صحي بولې هغه به خاماخا صحي وي ځکه یو خو ته معصوم نه یې بل که ستا هر فکر صحي سي نو د هر چا هر فکر صحي دی بیا نو غلط او خطأ نسي موجودېدلای سره ددې چي د خطأ او غلط وجود حق دی.
۲ ـ داسي فکر مکوه چي کوم حیثیت چي ته يې په خپل قوم او وطن کي لرې هغه به په ټولو قومونو او وطنونو کي لرې ځکه ستا قوم به د قومیت په خاطر او وطنداران به دي د وطندارۍ په خاطر عزت کوي او دا دواړه تړونونه ته د نورو خلګو سره نلرې.
۳ ـ داسي فکر مکوه چي ته په يوې ټولني کي په علمیت باندي مشهوره یې نو په ټولي نړۍ کي به ته په علميت باندي مشهوره کیږې او په نړیواله سطحه به ستا کلیوال حیثیت منل کیږي ځکه نړیوال شهرت نړیوال ظرفیت غواړي او هغه په هر چا کي نسته.
۴ ـ داسي فکر مکوه چي ستا هره خبره بايد نور خلګ ومني او يا په هرشي کي بايد نور خلګ ستا سره مشوره وکړي ځکه ستا خبره خو قرآن او حدیث ندی چي په منلو یې نور انسانان مجبور وي او نه هم هر څوک په تا باور کوي چي ستا سره مشوره وکړي.
۵ ـ داسي فکر مکوه چي کله ته په يو نظام کي وظیفه ولرې نو ستا هر کار دي په هره برخه کي د نظام په نماينده ګۍ وي او تا ته دي دا حق وي چي خپل هر کار نظام ته منسوب کړې ځکه نظام یواځي ستا پر فکر او ستا پر عمل باندي ندی ولاړ بلکي ددې تر څنګ چې نظام ځان ته اساسي قانون لري په نظام کي ستا په څېر په سلهاوو خلګ سته نو که هر یو ستا غوندي دعوه وکړي بیا خو نو د یوه نظام څخه په سلهاوو نظامونه جوړيږي؛ همداسي پر ځان باندي نيوکه نظام ته مه متوجه کوه ځکه ته په نظام کي فرد يې چي ګڼ شمير رسمي او غير رسمي کارونه درڅخه کيږي او جائز الخطاء يې چي ښه او بد دواړه کارونه ممکن درڅخه وسي.
۶ ـ داسي فکر مکوه چي دين او مذهب د یوه ښار او یوه کلي لپاره راغلي تر څو نور ښارونه او کلي ستا د ښار او کلي په مذهب سي بلکي دین او مذهب د عقیدې او عمل نوم دی په هر ځای او هر چا کي موجودېدلای سي.
۷ ـ داسي فکر مکوه چي دين او مذهب ته ستا لخوا جوړ سوي شعارونه بايد ټول خلګ ومني ځکه ستا لخوا جوړ سوي شیان د دین او مذهب شعایر ندي بلکي ستا تفردات دي منل او نه منل یې یواځي ستا کار دی نور خلګ یې په منلو باندي مکلف ندي.
۸ ـ داسي فکر مکوه چي د یو شخص د کاري ظرفیت او استعداد په تشخیص کي ته حتما پر حق یې او نور خلګ هم باید د هغه شخص په نسبت ستا خبره ومني ځکه دا ستا خپل شخصي فکر او انفرادي استنباط دی ممکن ته پکښې خطاوتلی وسې.
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: