۱۴۰۱/۱۰/۲۰

بې عقلي او د هغې علامې:

بې عقل چا ته ويل کيږي؟ 
هغه څوک چي عقل ونلري او د عقل د عظيم نعمت څخه محروم وي هغه ته بې عقل ويل کيږي.

 د عقل ارزښت: 
و عقل ته د هر لحاظه ډېر ارزښت ورکول سوی دی په خاصه توګه په اسلام کي؛ آن تر دې چي الله جل جلاله عقل ته زړه ويلي دي يو خو پدې خاطر چي زړه د عقل ځای دی او بل اشاره و ارزښت ته د عقل ده ځکه په زړه باندي انسان ژوندی وي نو څوک چي عقل ونلري د هغه مثال داسي دی لکه د مړي.
الله تعالی فرمايي: إِنَّ فِي ذَلِكَ لِذِكْرَى لِمَنْ كَانَ لَهُ قَلْب.[ق۳۷] يعني پدې کي پند دی د هغه چا لپاره چي عقل ولري.
او د دوږخيانو په باره کي الله تعالی فرمايي: وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ.[الاعراف ۱۷۹] ژباړه: يقينا چي موږ د جهنم لپاره ډېری جنيات او انسانان پيدا کړيدي، دوی زړونه لري خو شی نسي په درک کولای، سترګي لري خو شی نه په ويني، غوږونه لري خو شی نه په اوري، دوی داسي دي لکه چارپايان بلکي تر هغو لا دوی ګمراه دي، دوی ناخبره دي.
پدې آيت کي الله تعالی يو هغه شی چي جنيات او انسانان يې په غندلي دي دا دی چي دوی په خپلو زړونو باندي درک نسي کولای؛ يعني دوی بې عقلان دي.

 بې عقلي بده ناروغي ده:
د انسان لپاره تر ټولو بده ناروغي بې عقلي ده، بې عقلي سر ترسره شر دی او بې عقل د ځان او نورو دښمن دی ځکه دی هم ځان ته تاوان رسوي او هم يې نورو ته رسوي او بې عقل نه پوهه لري او نه هم رأيه لري.

د بې عقل څخه ځان وساتئ:
ابن ابي زياد وايي: زما پلار ما ته وويل: ای زويه د هوښيارانو ملتيا وکړه او د هغوی سره کښېنه زه د بې عقل سره نه يم کښېناستلی چي وروسته ولاړ سوی يم مګر دا چي په خپل عقل کي مي لږوالی ليدلی دی.
د هوښيار تکليف پر خپل ځان دی خو د بې عقل تکليف پر خلګو دی او هر څوک چي عقل ونلري هغه نه دنيا لري نه آخرت.
د بې عقل سره چي څومره انسان ډېره مليتا کوي په هماغه اندازه يې پر انسان بد تأثير لويږي ځکه چي بې عقلي حد او اندازه نلري؛ د ابراهيم نظام څخه پوښتنه وسوه چي د بې عقلۍ اندازه څومره ده؟ هغه ورته وويل: د داسي شي په اړه دي پوښتنه راڅخه وکړه چي اندازه نلري.

 بې عقلي په آسانۍ سره نه ختميږي:
ابي اسحاق وايي: کله چي تا ته خبر ورسيږي چي غني فقير سوی دی ته يې ورسره ومنه، که خبر درته ورسيږي چي فقير غني سوی دی ته يې ورسره ومنه، که خبر درته ورسيږي چي ژوندی مړ سوی دی ته يې ورسره ومنه او که خبر درته ورسيږي چي بې عقل عقل پيدا کړی دی ته يې مه ورسره منه. هدف يې دا دی چي بې عقل نسي هوښيار کېدلای.
د اوزاعي څخه روايت دی چي عيسی عليه السلام ته وويل سوه: آيا ته مړي ژوند کوې؟ هغه وويل: هو؛ د الله تعالی په اراده، بيا يې ورته وويل: ته ړانده جوړوې؟ هغه ورته وويل: هو؛ د الله په اراده، بيا يې ورته وويل: د بې عقلۍ درمل چشی دی؟ هغه ورته وويل: دغه هغه شی دی چي زه يې عاجز کړی يم. يعني د بې عقلۍ درمل نسته.

 د بې عقلۍ نښي او علامې:
ابوحاتم ويلي دي: د بې عقلۍ نښي تيز جواب دی، د ټينګ والي پرېښودل دي، ډېره خندا کول دي، شا او خوا ډېر کتل دي، د ښو خلګو پسې خبري کول دي، د بدو خلګو سره يوځای کېدل دي، د بې عقل څخه چي مخ واړوې تندی درته تريش کړي، چي مخ ور واړوې مغروره سي، که حلم او صبر ورته وکړې ځان ناخبره اچوي، که ښه ورسره وکړې بد درسره کوي او که انصاف ورسره وکړې ظلم درسره کوي.
يعني بې عقل بېله دې چي په يو شي کي فکر وکړي ناسنجيده چټک جواب ورکوي، په کارونو کي استقامت او ثابته پاليسي نلري، ډېره  خندا کوي، پر لاره چي ځي خپل شا اوخوا بې ځايه ډېر ګوري، د ښو او نيکو انسانانو پسې خبري کوي، د بدو خلګو سره ملګرتيا او دوستي کوي، چي کله ته د يو حکمت پر اساس ځان ورڅخه ليري کړې دی تندی درته تريش کړي او دښمني درسره کوي، چي مخ ورته واړوې او پوښتنه ورباندي وکړې نو دی مغروره کيږي او ځان ډېر غټ ورته معلوميږي، که دده په وړاندي صبر او زغم وکړې دی ځان نا خبره اچوي او ښه نه ورباندي معلوميږي، که ته ښه ورسره وکړې دی بد درسره کوي او که ته انصاف ورسره وکړې دی ظلم درسره کوي.
ځينو حکماو ويلي دي: د اخلاقو څخه د بې  عقل دا دي: چي کله غني سي نو تکبر کوي، که فقير سي نا اميده کيږي، که خوشحاله سي شور کوي، که خبري کوي ښکنځل کوي که سوال ورڅخه وسي بخالت کوي، که سوال کوي نو ډېر ټينګار کوي، که خبري ورته کوې نه په پوهيږي، که خاندي چيغي وهي او که ژاړي بې سده کيږي.
احنف بن قيس د خليل څخه ورايت کوي چي هغه وويل: خلګ پر څلور ډوله دي: لومړی هغه څوک چي پوهيږي او دی پوهيږي چي پوهيږي نو دا سړی عالم دی تاسي استفاده ورڅخه وکړئ، دويم هغه څوک چي پوهيږي خو دی نه پوهيږي چي پوهيږي دا سړی هېرجن دی خبره ورته په ياد کړئ، دريم هغه څوک دی چي نه پوهيږي او دی پوهيږي چي نه پوهيږي دا سړی د پوهي غوښتونکی دی تاسي يې پوه کړئ او څلورم هغه څوک دی چي نه پوهيږي او دی نه پوهيږي چي نه پوهيږي دا سړی نو بې عقل دی د ځان څخه يې ليري کړئ.
ليکوال: مولوي نورالحق مظهري
منبع: اسلام ويب

هیچ نظری موجود نیست: