۱۴۰۲/۰۶/۱۸

د فرهنګي مبارزې ډولونه:(دويمه برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
۲ ـ په مسلمانانو کي اصلاح راوستل:
د فرهنګي مبارزې دويم ډول په مسلمانانو کي د اصلاح راوستلو کوښښ دی ځکه چي څومره په مسلمانانو کي اصلاح راځي په هماغه کچه انحرافات، جرمونه او سرغړوني کميږي او انسانان پر مستقيم مسير باندي برابريږي؛ په مسلمانانو کي د اصلاحي کوښښونو لپاره څو لاندي طريقو ته اشاره کولای سو:
الف: په جماتونو، ښوونيزو او ټولنيزو ځايونو کي د اصلاحي بيانونو او خاصو پروګراونو له لاري په نصابي او غير نصابي شکلونو د خلګو پر اصلاح ښه کار کېدلای سي.

ب: د مطبوعاتو له لاري په چاپي، ږغيز او تصويري بڼه د خلګو پر اصلاح کار کېدلای سي چي په مجلو يا ورځپاڼو کي اصلاحي مطالب چاپ سي،په ويب پاڼو او ويبلاګونو کي اصلاحي مقالې او لنډ مطالب نشر سي، په راډيو ګانو کي مهمي او ارزښتناکي خپروني خپرې سي او په ټلويزيونونو کي اصلاحي تصويري ټوټې نشر ته وسپارل سي البته دا ټوله د يو خاص طرزالعمل له مخي.

ج: د ټولنيزو شبکو له لاري لکه فيسبوک، تويتر، واټساپ، تلګرام، انستاګرام، ټيک ټاک، ګوګل پلس او نورو له لاري د خلګو د اصلاح لپاره کار کېدلای سي البته د ټولنيزو شبکو په اړه زما نظر دا دی چي په کومو ځايونو کي خلګ لاسرسي ورته ونه لري دا مناسبه نده چي موږ يې هلته ترويج کړو او په کومو ځايونو کي چي خلګ لاسرسي ورته ولري هلته نو بيا دا مهمه ده چي موږ يې خلګو ته د استفادې سمه طريقه ورته زده کړو او له لاري يې په ليکلي، ږغيزه او تصويري بڼه د خلګو د اصلاح لپاره کار وکړو ځکه ټولنيزي شبکې لکه يو آزاد مارکيټ داسي دی ښه او بد ټوله پکښې سته نو چي بندولای يې نسو بديله لاره يې دا ده چي د سمون لپاره يې لاس په کار سو او د همدې لاري د خلګو پر ذهنونو او فکرونو لازم کار وکړو.
نن په نړۍ کي ټولنيزي شبکې ځکه د خلګو د ژوند برخه کرځېدلې ده چي خلګ خپل ډېری کارونه د همدې لاري کوي مثلا: د ملګرو او کورنيو تر مينځ روابط، سوداګريزي خبرتياوي، تجارت او معاملات، درس او تدريس، سياسي او فرهنګي تبليغات، عامه پوهاوی او داسي نور کارونه چي نن د همدغه شبکو له لاري کيږي نو داسي ويلای سو چي ټولنيزي شبکې داسي شر دی چي موږ چاره ورڅخه نه لرو له همدې امله يې بايد د اصلاح لپاره کوټلي ګامونه واخيستل سي او په ذريعه يې په خلګو کي د هراړخيز سمون لپاره کار وسي چي فرهنګي مبارزين دا کار ډېر ښه کولای سي البته د کار ښه اغيزمنتيا لپاره دا مهمه ده چي لومړی يې دوی خپله د ښه استفاده کولو طريقه زده کړي او بيا يې په ټولنه کي د مثبتو بدلونونو لپاره وکاروي.
د پورته درو واړو برخو په ذريعه د مسلمانانو د اصلاح لپاره کوښښ کول د فرهنګي مبارزې مهم ډول دی چي هر فرهنګي مبارز بايد ورته متوجه وي او د مربوطه رسمي ارګانونو سره په همږغۍ، د پوهانو سره په مشوره او په پوره اخلاص يې پر مخ يوسي.
په مسلمانانو کي اصلاحي هلي ځلي ځکه ډېري مهمي دي چي د مسلمانانو د اصلاح سره د ډېرو فسادونو مخه نيول کيږي او په هره برخه کي د جرمونو ګراف کښته راځي چي طبعا د نظام او ټولني په وړاندي د ننګونو او چالشونو کچه هم ورسره ټيټيږي او د پرمختګ لپاره ښه فرصتونه په لاس راځي.

هیچ نظری موجود نیست: