۱۴۰۲/۰۶/۱۶

د فرهنګي مبارزې ډولونه:(لومړی برخه)

ليکنه: مولوي نورالحق مظهري.
د فرهنګي مبارزې په ارزښت کي مو په تېرو ليکنو کي ډېر څه ليکلي دي خو دومره ويلای سو چي فرهنګي مبارزه د يو ملت لپاره د خپل هويت ساتني او غځوني ډېره غوره او اساسي لار ده ځکه په فرهنګي مبارزه کي فکرونه او فرهنګو نه هدف ګرځول کيږي چي په ذريعه يې غټ غټ ملتونه تسخير کيږي او نظامي واک ته لار ورباندي آماده کيږي.
که مسلمانان په فرهنګي مبارزه کي تل ويښ وي او د دين په چوکاټ کي د ننه يې لومړيتوبونو ته په پام پر مخ يوسي زه مطمئن يم چي خپل دين، وطن او مقدسات به په تمامه معنی په هر ځای او هر وخت کي په پوره توګه وساتي او نه تنها دا چي و به يې ساتي بلکي نورو ملتونو ته به يې هم وغځوي او ورځ تر بلي به ډېر کسان د اسلام په مبارک دين کي داخليږي او تر ټولو مهمه لا دا چي په اسلامي هيوادونو کي د ننه به خلګ د فکري او سياسي انحراف څخه وژغورل سي چي په نتيجه کي به حاکم اسلامي نظامونه د سقوط او زوال څخه خوندي وي او په کومو ځايونو کي چي اسلامي نظامونه نسته هلته به يې حاکميت ته لاره آواره سي.
فرهنګي مبارزه د کيفيت له مخي ډېر ډولونه لري چي موږ يې هغه مهم اقسام د فرعي څانګو سره په لاندي ډول ذکر کوو:
۱ – د اسلام څخه دفاع:
په دې  خاطر چي مسلمان د خپل دين د ساتني او غځولو په وړاندي ډېر دروند مسئوليت لري د مسلمان لپاره د فرهنګي مبارزې لومړی هدف بايد د اسلام څخه دفاع وي ځکه د دين په ساتني سره دده ټوله ژوند او د ژوند ټولي برخي خوندي کېدلای سي او چي دين يې څومره ډېره جغرافيه تر پوښښ لاندي نيسي په هماغه کچه يې په ټوليز ډول په ژوند کي مثبت بدلون راځي او د بله پلوه هر ډول دښمن يې په هر ډګر کي د ناکامۍ او سرټيټۍ سره مخامخ کيږي چي په نتيجه کي به مسلمانان او اسلامي هيوادونه د هر ډول يرغل او بريد څخه خوندي کيږي.
د فرهنګي مبارزې په ډګر کي د اسلام ساتنه په لاندي طريقو کولای سو:
الف: د دين لپاره دعوت؛ د دين لپاره دعوت کول هغه مهم او اساسي کار دی چي په عملي کولو سره يې نه تنها دا چي دين خوندي کيږي بلکي دين غځيږي هم او په مسلمانانو کي د تقوی او په کفارو کي د ايمان راوړلو احساس پيدا کيږي ځکه نو که وګورو د اسلام د راتګ څخه بيا تر اوسه پوري يو د هغو څلورو شيانو څخه چي د اسلام په ساتنه او غځولو کي يې فعال رول لوبولی دی دعوت دی.
دين ته دعوت په حضوري او شفاهي ډول هم کيږي او د ميډيا له لاري هم کيږي؛ په حضوري ډول يې انسان په جوماتونو، مدرسو، ښوونځايونو او هر هغه ځای کي کولای سي چي انسانان پکښې راټوليږي او د ميډيا له لاري يې په کتبي، ږغيز او ويډيويي شکل او ټولنيزو شبکو په واسطه کولای سي.

ب: د شبهاتو جوابول؛ د اسلام د راتګ څخه بيا تر اوسه پوري بلکي تر قيامته پوري داسي کسان سته چي په اسلام کي خلګو ته شبهات او شکونه پيدا کوي تر څو د مسلمانانو عقيدې او باورونه خراب کړي او د دين څخه يې واړوي ځکه نو دې ته سخت ضرورت دی چي مسلمانان بايد داسي کسان ولري چي ددوی شبهاتو ته جوابونه ورکړي او د عامو مسلمانانو عقيده وساتي چي همدغه فرهنګي مبارزين دا کار کولای سي؛ البته د شبهاتو جوابول بايد په ډېري آمادګي او پوره حکمت سره وي کنه نو بيا نتيجه نه ورکوي.
ددې لپاره چي فرهنګي مبارزين د شبهاتو جوابولو ته آمادګي ولري لومړی بايد دوی ځانونه په خپل دين کي د عقيدې او اعمالو په برخه کي ښه ورسوي او داسي ذهني حضور پيدا کړي چي هري شبهې ته جوړ کړی جواب د ځانه سره ولري او بيا د شبهاتو په جوابولو کي د تحقيق او پلټني څخه کار واخلي چي ددې لپاره مهمه لار د پوهانو سره ملګرتيا او ډېره سالمه مطالعه ده.

ج: تعليم او تدريس کول؛ د اسلام په ساتنه او توسعه کي تعليم او تدريس ډېر رول لري ځکه نو د اسلام په دفاع کي د پيل څخه بيا تر اوسه پوري ډېر مؤثر تمام سوی دی.
ددې لپاره چي موږ د اسلام د دفاع لپاره خاص بشري ځواک وروزو يوه مهمه لاره يې تعليم او تعلم دی چي په عموم کي د مدرسو، مکاتبو او پوهنتونونو په چاپيريال کي ترسره کيږي او که انسانان وغواړي په هرځای کي يې عملي کولای سي چي ښه خبره هم د عمومي فرصتونو او عامو ځايونو برابرول دي البته طرزالعمل او ميکانيزم د هر کار لپاره شرط دی.
تعليم او تعلم کڅه هم خپله فرهنګي خدمت دی خو په ذريعه يې په هره برخه کي کسان روزل کېدلای سي او د اسلام څخه د دفاع لپاره ډېره ښه استفاده ورڅخه کيږي ځکه نو زموږ مبارزين وړونه بايد ډېره پاملرنه ورته وکړي او تل د افادې او استفادې په ډګرونو کي ځانونه وځلوي.
دوام لري...

هیچ نظری موجود نیست: