۱۳۹۰/۰۴/۳۰

نادان یارته خطاب

چی می نن ده سردښمن ئی نمی غواړی
حیف چی پس له مرګه بیاراباندی ژاړی

داژړامکـــــربازی نه دل ســــــوزی ده
چی پـــرتش کالبوت می بیاافسانی وائی

پس له مـــــرګه می ستاښه بدپه کارندی
ستااختیاردی که مـی ښه که می بدوائی

چــی په خیال کیـــدی نن بددکل جهان یم
په نیکی مـــــی پس له مرګه ولی ستائی

چی می ولاړسی روح له تنه بل جهان ته
څه کـــوم زامــــــن اولـــورښآئسته ناوی

خپل عمله زمامل دوست اودښمــــــن ئی
په هـــرځای کی می همدم شام و صبائی

لعله ځای ده نیکــــــوبــــــد وداجهان دی
بل جهان کــــی خپل عمل ســـره ته پائی

هیچ نظری موجود نیست: