۱۳۹۰/۰۵/۰۱

دژوندسمون

ده ژوندسمون
كدي ژوندته سمـون غـواړي خدمت وكه ده قرٰان
وظيفه ئي كړه تــــرجمه تلاوت تفسيــــــرده ځان

داپيغام ده رب مـــولادَيْ       داتضمين ده ژوندون ستادَيْ
ده دنياپه ټولــــوچــــاروكيــــــدي پوره رهنمادَيْ
تاته كه پرِيْ عمل وكړي وِي به هَــرمشكل آسان

كه ئي ومني هرٰآن ټول         عملي يه كړي په ځان ټول
ده تعليم اوتعلّم په لاركي ختم كړي خپل توان ټول
نوســـــرلوړي به سي ته درته سـرټيټ به وي جهان

شي كامياب به هرډګـركي         ده دنـــــياپه لــــراوبــركي
خوشحالي به دي په برخه وي په ورځي ده محشركي
ده قرٰان په حقه لاركـي چي مصرف كړي مال اوځان

دښمنان بَدِي ناكـــام وي        په هرځاي كي به بَدْنام وي
ستابه بَرْوَرْباندي لاس وي مخالف بدي غلام وي
كه عمـل ورباندي وكړي ده صـــحابه وو په شان

ترڅوپلي قـرٰان نكــــړو         پــوره به خپل ارمان نكړو
ترڅواحساس ده اسلامي قيادت پــــرجهان نكړو
مسافـــرمظهري تل به ګرځـــوستـــــړي ضعيفان

هیچ نظری موجود نیست: