۱۳۹۰/۰۵/۰۱

دولورپه هكله نوي تحقيق

درنواوقدرمنوليدونكواولوستونكو:
لكه څرقم چي تاسوخبرياست چي زموږپه هيوادافغانستان كي دښځوولورډيرلوړدي چي ددي څخه زموږځوانان اوپه ځني مواردوكي ښځي ډيرتكليف ګالي اودډيرمشكلاتوسره مخامخ كيږي نوموږستاسودښه خبراوي لپاره پدي هكله يوڅه ليكلي چي قسمت قسمت بئي موږونشرته سپارو،خداي دي وكړي چي تاسوته ګټمن تمام شي.
ده مهر اهميت
په اسلام كي مهرته ده ښځي ډيراهميت واعتباروركول سويدي په قران شريف كي خداي پاك فرمائي}وَاُحِلَّ لَكُمْ مَاوَرَآءَذَالِكُمْ اَنْ تَبْتَغُوا بِاَمْوَالِكُمْ{يعني حلالي دي ستاسودپاره ټولي ښځي ماسوا ده محرماتوڅخه چي تاسو يه طلب كړي په خپلومالونوباندي(يعني ستاسودپاره غيرده محرماتوښځوڅخه نوري ټولي ښځي روادي چي تاسوورسره نكاح وكړي خوپدي شرط چي تاسوورته مال(يعني مهر)وركړي.اوداغه رقم رسول اكرم په حديث شريف كي فرمائي}اِسْتَحَلُّوا فُرُوجَ النِّسَاءِ بِاَطْيَبِ اَمْوَالِكُمْ{يعني حـلال كړي ځانوته فرجونه ده ښځو(يعني نكاح ورسره وكړي)په خپل ښه اوپاك مال سره(يعني په مهرسره)).اوهمدغه شان خداي پاك امركوي پرمړونوده ښځوچي تاسووركړي ده ښځومهرونه}فَاتُوْهُنَّ اُجُوْرَهُنَّ فَرِيْضَة{وروسته(يعني تردي وروسته چي تاسوده يوي ښځي سره نكاح وكړه)نوده هغي مقررسوي اوثابت سوي مهروركړي.اوهمدغه رقم خداي پاك ده ښځومړواووارثانوته حكم كوي}وَءٰاتُوا النِّسَاءَ صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَة{وركړي ده ښځومهرونه په خوشحالي سره .مهرپه شريعت كي ده ښځي دپاره واجب اوثابت حق دي حتي چي ځني علمآء ئي ركن بولي خوده حنفي مذهب پربنآءركن ندي خوده ښځي دپاره ثابت سوي لازمي حق دي چي بايدئي ميړه وښځي ته وركړي لكه څرقم چي په هدايه اوبحرالرائق كي راځي‌‌‍‍‌‌‌‌‍} ثُمَّ الْمَهْرُ وَاجِبٌ شَرْعًا إِبَانَةً لِشَرَفِ الْمَحَلِّ فَلاَ يَحْتَاجُ إِلَى ذِكْرِهِ لِصِحَّةِ النِّكَاحِ{
ترجمه:وروسته مهرلازم دي شرعاپه خاطرده حفاظت وشرف ده محل(چي هغه عورت ده ښځي دي) نواحتياجي وذكرته ده پاره ده صحت ده نكاح په وقت كي ده عقدنسته.
ده نكاح فضيلت
رسول اكرمr فرمائي:}يَامَعْشَرَالشَّبَابِ مَنِ اسْتَطَاعَ مِنكُمُ البَآءَ ةَ فَاليَتَزَوَّجَ فَاِنَّهُ اَغَضَّ لِلْبَصَرِوَاَحْسَنُ لِلْفَرْجِ وَمَنْ لَّمْ يَسْتَطِعْ فَعَلَيْهِ بِالصَّوْمِ فَاِنَّهُ لَهُ وِجَاءٌ{ اي ټوليه ده ځوانانوهرڅوك ستاسوڅخه چي قدرت اوتوان ولري نونكاح دي وكړي ځكه نكاح ښه پټونكي ده سترګواوښه ساتونكي ده فرج ده(يعني سترګي ده حرام كتلوڅخه ساتي اوفرج ده زنااولواطت څخه ژغوري)اوكه ده چانكاح په طاقت نوي نوهغه دي روژه ونيسي ځكه روژه قطعه كونكي اوضعيفه كونكي ده شهوت ده.اوداغه رقم رسول اكرمr فرمائي:}اَتَزَوَّجُ النِّسَآءَ فَمَنْ رَّغِبَ عَنْ سُنَّتِيْ فَلَيْسَ مِنِّيْ{ زه ده ښځوسره نكاح كوم نوهرڅوك چي ځماده طريقي څخه سرغړونه وكړي هغه سړي ځماده امت څخه ندي اوداغه رقم رسول r فرمائي} اَلدُّنْيَامَتَاعٌ وَخَيْرُمَتَاعِهَااَلْمَرْأةُ الصَّالِحَة{ دنياټوله ګټه اوسامان دي اوبهترينه ګټه ئي ښه صالحه ښځه ده.اوداغه رقم رسول اكرمr فرمائي:} اِنْكِحُوا فَاِنِّيْ مُكَاثِربِكُمُ الاُمَمَ يَومَ الْقِيامَة{ نكاح وكړي ځكه زه ستاسوپه ډيروالي افتخاركوم په ورځ كي ده قيامت.اوداغه رقم رسول اكرم r فرمائي} تَزَوَّجِ النِّسَآءَ فَاِنَّهُنَّ يَأتِيْنَ بِالْمَالِ{ ده ښځوسره ازدواج وكړي ځكه دوي تاسولره مال راوړي(يعني ددوي ده راتګه سره به ستاسوپركوردروازي ده وسعت ده رزق اوده روزي خلاصي سي.اوداغه رقم رسول اكرم r فرمائي} مَنْ اَحَبَّ فِطْرَتِيْ فَلْيَسْتَنَّ بِسُنَّتِيْ وَاِنَّ مِنْ سُنَّتِيْ اَلنِّكَاحُ{ څوك چي ځماده فطرت سره مينه ولري نوځماپرسنت طريقه دي ولاړسي اونكاح هم ځماده سنتو څخه ده.اوداغه رقم رسول اكرم r فرمائي} رَكْعَتَانِ مِنَ الْمُتَأهِّلِ خَيْرٌمِّنَ اِثْنَيْنِ وَثَمَانِيْنَ رَكْعَةً مِّنَ الْعَزْبِ{ دوه ركعته لمونځ ده نكاح والاغوره اوښه دي تردوه اتياركعتونوده مجرد.اوپه بل حديث كي فرمائي} خِيَارُاُمَّتِيْ اَلْمُتَزَوِّجُون{ بهترينه ځماده امت نكاح كونكي دي.اوداغه رقم فرمائي} مَنْ اَعْطي ِللهِ وَاَحَبَّ ِللهِ وَاَبْغَضَ ِللهِ وَاَنْكَحَ ِللهِ فَقَدِاسْتَكْمَلَ اِيْمَانَهُ{ څوك چي ده خداي دپاره چاته شي وركړي ده خداي دپاره ده چاسره محبت ووكړي ده خداي دپاره ده چاسره بغض وكړي ده خداي دپاره نكاح وكړي په رښتياچي خپل ايمان ئي كامل كي.البته تردي هم نورډيراحاديث اوده علمآؤاقوال په فضيلت كي ده نكاح سته خوموږدپاره ده اختصارپه دغه اندازي اكتفاء كوو.
ده ډيرلوړوَلْوَرْلومړني ٰافت
څرقم چي ده فضيلته څخه ده نكاح معلومه سوه چي نكاح څومره فضيلت لري نونظروفضيلت ته ده نكاح انسان چي هرڅومره ژرنكاح وكړي نوډيربه ښه وي داځكه چي يوخوانسان خاوندده ډيروتأهلي فضائلوګرځي اوبل انسان ده كورني اوتأهلي ګناه څخه ژغورل كيږي،اوبل هم ده انسانه څخه دده اصلي دښمن شيطان خوابدي كيږي چي پدي كښي ده انسان دپاره ډيرلوي سعادت اونيك بختي ده؛ لكه څرقم چي رسول اكرمr فرمائي} اَيُّمَاشَابٍ تَزَوَّجَ فِيْ حِدَاثَةِ سِنِّهِ عَجَّ شَيطَانُهُ يَاوَيْلَهُ عَصَمَ مِنِّيْ دِينَهُ{ هرځوان چي په لومړني ځواني اوپه كم عمركي نكاح وكړي نودده شيطان چيغي كړي چي اي افسوسه ځمادي سړي خوځماڅخه خپل وساتي.يعني ماته موقع اوزمينه برابره نسوه چي زه په ده ګناه وكړم، هغه كه زناوي كه لواطت وي اوكه نوري غيري مشروع رابطي وي.خوله بده مرغه اوس زموږپه زمانه كي ده مهراولګښت ده ډيروالي له وجهي ددي ښيګڼوڅخه ځوان اوپيغله دواړه محروم دي.اوبرسيره پردي ځوانان اوپيغليي نه تنهاداچي ددي فضيلت څخه بي برخي پاته سويدي بلكه په ډيرنارواكارونوباندي هم اخته سويدي چي ددي ګناه اصلي لامل اوذمه وارهغه خلګ دي چي ددوي ده كيدلوپه لاره كيه خنډجوړكړي وي چي يوده لوي مشكلاتواوخنډونوڅخه ډير،اولوړولوردي.
ده ډيرلوړوَلْوَرْدويم ٰافت
اوبل آفت اوبلاچي ده مهراو ولور اودواده ده لګښت ده ډيروالي له وجهي زموږپرځوانانواوپيغليانوباندي راپيريوتي؛ ده بلوغ وروسته ډيروقت مجرده پاته كيدل دي چي نه تنهاځوانان اوپيغلياني يه ده ډيروورځني مشكلاتوسره لاس اوګريوان كړيدي بلكه ده ډيروجسمي اوروحي ناروغيواورنځونوښكارئي هم ګرځوليدي.اوبرسيره پردي ځوانان اوپيغليانو يه په هغه طبقي انسانانوكي داخل كړيدي چي ده هغوپه باره كي رسول اكرمr فرمايئ} شَرَارُكُمْ عَزَابُكُمْ وَاَرْزَلُ مَوْتَاكُمْ عَزَابُِكُمْ{ ترټولوبداوشريره ستاسوبي واده اومجردخلګ دي اوترټولوخراب اورزيل ده مړوستاسوهغه بي واده اومجردمړي دي.يعني چاچي په ژوندكي واده نوي كړي اوده تجردپه حالت كي مړسوي وي.كڅه هم ظاهرًا داحديث عام دي خوبياهم ده علمآؤ په ويناددي حديث څخه هغه خلګ مراد دي چي پرواده توان ولري خوبياهم واده نكوي .ليكن بياهم په كل كي اومطلقازموږځوانان اوپيغلياني مجرد دي نوددي حديث سرزنش اوتره ټل وهغه خلګوته متوجه كيږي چي دوي سبب ده تجرد ده ځوانانواوپيغليانوګرځيدلي وي چي دا هغه خلګ دي چي فرهنګ ته ده ډيرولور اولوړولګښتونوتعميم اوترويج وركوي هغه كه هرڅوك وي كه اوليآء ده ښځووي اوكه نور.....اوددي څخه علاوه هرڅوك چي خپل لورده بلوغ وروسته په كوركي وساتي اوميړه تئي نه وركوي په دغه وخت كي چي ښځه ده هري ګناه اوجرم مرتكبه سي تاوان اوذمه واري يه ده پلاراوياده نورواوليآؤپرغاړه ده لكه څرقم چي په لاندني حديث كي راځي} عَنْ عُمَرْبِنْ خَطَّابْt وَاَنَسْ بِنْ مَالِكْt عَنْ رَّسُولِ اللهِr قَالَ فِي التَّوْرَاةِ مَكْتُوبٌ مَنْ بَلَغَتْ اِبْنَتُهُ اِثْنَتَيْ عَشْرَةَ سَنَّةً وَلَمْ يُزَوِّجْهَافَاَصَابَتْ اِثْماًفَاِثْمُ ذَالِكَ عَلَيْهِ{.ده عمربن خطابt اوانس بن مالكtڅخه روايت دي ده رسول اكرمr څخه چي ده وفرمايل: په تورات كي ليكلي دي چي ده چالوردولسو كالوته ورسيږي اوده په نكاح نوي وركړي اوهغه ښځه مرتكبه ده ګناه سي نوګناه ئي ده پلارپرغاړه ده.
تنبيه:مراد ده دولسوكالوڅخه دادي چي ښځه بلوغ ته ورسيږي اودجماع شوق اواستعدادورته پيداسي.
اوداغه رقم ده هلك په باره كي هم حديث راغلي دي} مَنْ وُلِدَلَهُ فَيُحْسِنَ اِسْمَهُ وَاَدَّبَهُ فَاِذَابَلَغَ فَلْيُزَوِّجْهُ فَاِنْ بَلَغَ وَلَمْ يُزَوِّجْهُ فَاَصَابَ اِثْماًفَاِنَّمَااِثْمُهُ عَلي اَبِيْهِ{ هغه څوك چي ده هغه ځوي پيداسي نوښكلي نوم دي ورباندي كښيږدي اوښه ادب دي وركړي اوكله چي بلوغ ته ورسيږي نكاح دي ورته وكړي كچيري هغه بلوغ ته ورسيدي خوپلارورته نكاح ونكړه اودي مرتكب ده ګناه سونوګناه ئي ده پلارپه غاړه ده.اوكچيري ده هلك پلارهلي ځلي كوي خوده ډيرلوړولوراوډيرومصارفوله وجهي خپل ځوي ته نكاح نشي كولاي نوبياګناه ده هغه خلګوپرغاړه ده چي خپل ده نوړواولورانومهراوولورډيرږدي، ځكه ګناه كولوته ده ځوان اوپيغلي ده لاره اوراره كړيده اوعمل دده پردي دلالت كوي چي دي پداسي كارونوباندي خوشحاله دي كه خوشحاله نوي نودي يه مخنيوي كولاي شي(په كمولوسره ده مهر)ولي يه نكوي؟اوهغه دي ديه چي مابين كي ده مسلمانانوفحشآء اوبي حيائي ترويجول اوعامول غواړي پداسي حال كي چي خداي جل جلاله فرمائي} اِنَّ الَّذِيْنَ يُحِبُّونَ اَنْ تَشِيعَ الْفَاحِشَةُ فِي الَّذِينَ امَنُوْا لَهُمْ عَذَابٌ اَلِيْمٌ فِي الدُّنْيَاوَالاخِرَةِ{ هغه خلګ چي خوښ لري(اوزړه ئي غواړي)چي مابين كي ده مسلمانانوفحشآء شائع اوخوره شي ده هغودپاره به په دنيااوآخرت كي ډيرسخت عذاب وي.الله دي موده دغسي انسانانوڅخه نه ګرځوي.
ده ډيرلوړوَلْوَرْدريم ٰا فت
اوبل آفت ده ډيراولوړ ولورظلم دي پرهلك اوانجلي دواړوباندي كيږي.ځكه ده انجلي كورني خپله لورپه كوركي ډيروقت په تجردكي ساتي چي داده هغي دپاره ډيرسخت اوده پريشانيوڅخه ډك ناوړه حالت دي چي پدي حالت كي انجلي ته ډيرروحي عصبي ناآرامي اوناروغي پيداكيږي اوداسي هم پيښ سويدي چي ده ډيري مودي ده تيريدلو له وجه انجلي ده پلارپه كوركي استعدادده حمل اخستلواوبچي راوستلودلاسه وركړي وي نوكله چي يه واده وشي ده هغي هيڅ اولادي نكيږي چي داهم روحي مشكلات خلقه وي اوهم ده زوم دپاره لويه اقتصادي ضربه اونقصان دي ، ځكه هغه بيچاره يه ده بچي ده زيږولودپاره پرډاكټرانواوسيدانو،ملايانوګرځوي.چي وروسته ترډيرومالي لګښتنوده تداوي اوتعويذونويويادوه بچي ورته وزيږوي.خوداسي لاهم پيښه سويده چي انجلي ده تل لپاره ده عقامت اوبي اولادي څخه زوريږي . چي داټوله پرانجلي باندي ښكاره ظلمونه دي .اوهمدارازده انجلي ده كورني له خوازوم ده ډيروسختواوشاقه كارونواوډيروليروسفرونوكولوته مجبوره كيږي ځكه هغه نشي كولاي چي ده هوسي اوبي تكليفه لاري اوده ورځني مزدوري له لاري دومره ډيرولورپه لږوخت كي برابركړي آن تردي چي دبعضوبيچاره ګانوخوده واده ارمان هم پوره نشي اوده ولورپيداكول ورته ده خواږه ژوندپه قيمت تمام شي اوپرنيمه لاراونيم ولورباندي سره ده ډيري ستړياده دنياڅخه په ډيرآرمان سترګي پوټي كړي اومړشي.ترداسي اندازي چي بعضي زومان خوده ولورده پيداكولودپاره ناروالاروته لكه اختطاف،غلا،لاره نيول،سودكول،په سوداكي درغلي كول،ده بل مسلمان خطاايستل.اوداسي نور....مخه كړي چي بعضي پدي لاره كي خپل ژوندهم له لاسه وركړي چيدا واضحه اوښكاره ظلم دي.پداسي حال كي چي الله ده ظالم په باره كي فرمائي} وَمَالِلظَّالِمِيْنَ مِن نَّصِير{ نشته ده ظلم كونكي دپا ره هيڅ مرسته كونكي په ورځي ده قيامت كي.اوداغه رقم رسول اكرم r فرمائي} اِتَّقُوالظُّلْمَ فَاِنَّ الظُّلْمَ ظُلُمَاتٌ يَوْمَ الْقِيامَةِ الخ{ ده ظلمه څخه پرهيزوكي ځكه ظلم تاريكي دي(ده انسان دپاره)په ورځي ده قيامت كښي.
ده ډيرلوړوَلْوَرْڅلورم ٰافت
بل آفت ده ډيرولوردادي چي ډيرولورسبب ددي ګرځي چي ده زوم كورني دي اوپه ځني مواردوكي خپله زوم دي ده انجلي ده كورني اوځني وقت دي ده خپله انجلي څخه نفرت وكړي اوده هغوي په منځ كيدي ډيري دښمني اوناخوالي پيداسي.داځكه چي دوي ده انجلي په راوستلواو وده ولوكي ډيرتكاليف تحمل كړي وي چي وروسته ترواده يه ناپوهان ددي بي وزلي اوبي ګناه څخه ده خپل تكاليفوانتقام اخلي.سره لدي چي په ولوركيه پلاراواوليآؤمزي اوچړچي وكړي خوزورئي تربيچاره انجلي كاږي.اوداسي هم راغلي دي چي انجلي ده واده وروسته ترډيره وخته ده خسرپه كوركي ده خوشحالي اوښه ژوندمخ هم نوي ليدلي،بياپه خاصه توګه چي ده انجلي اولادنكيږي اويايه اولادكيږي خوهلكان نه زيږوي بلكه لونړي زيږوي ځكه داخوددوي په فاسده اصطلاح كښي ده انجلي بدقسمتي وي.سره ددي چي پدي كاركي ده انجلي هيڅ ملامتيانسته اولادخوالله وركوي ښځه اونرئي هم دالله په اختياروي.آن تردي پوري چي په ځني اوقاتوكي خوداسي هم پيښ سويدي چي انجلي ده خسرپه كوركي ده ډيرخراب ژوندله كبله اوده ډيروپيغورونوله كبله‹ ددي په فكر› دځآن ده خلاصولودپاره ده ځان وژلوته مخ كي.ځان ياپه سوځولو،ياپه درازړولو،ياده نشه ايزوتوكوپه خوړلو،اوياهم په نوروشيانوباندي مړه كي.اوداسي نوري ناخوالي چي قلم ئي په ليكلوباندي ستړي كيږي.پداسي حال كي چي الله جل جلاله دواړي كورني اوخپله هلك اوانجلي پدي باندي مكلف كړيدي چي هميشه ده خپل منځي اصلاح اودخپل اجتماعي معيشت ده سمون دپاره كوشش وكړي،اوهرهغه مشروع كارچي په هغه باندي ده خاونداوښځي ژوندته سمون اوښكلابخښل كيږي بايدئي وكړي؛ ده ښځي كورني زوم ته ده خپل اولادپه سترګه وګوري اوده هرقسم ظلم څخه ورباندي ځان وژغوري؛اوده خاوندكورني خپله مږورده خپل اولادپشان وبولي اوده هرډول تيري اونارواڅخه ورباندي ډډه وكړي،اوهميشه ئي په ژوندون كي ده مصلحت اوجوړجاړي كوښښ وكړي لكه څرقم چي خداي پاك فرماي} اِنَّمَالْمُؤْمِنُوْنَ اِخْوَةٌ فَاَصْلِحُوْا بَيْنَ اَخَوَيْكُمْ{ بيشكه مسلمانان سره وړونه دي نوتاسوكوښښ ده صلح وكړي په مابين كي ده خپلودوو وړونو.اوداغه رقم فرمائي} فَاتَّقُوا اللهَ وَاَصْلِحُوْا ذَاتَ بَيْنِكُمْ{ ده خداي څخه وه ويريږي اواصلاح راوړي په خپل مينځوكي.اورسول اكرمe فرمائي} اَفْضَلُ الصَّدَقَةِ اِصْلاَحُ ذَاتِ الْبَينِ{ ډيره ښه صدقه خپل مينځي اصلاح ده.ترداسي اندازي چي خداي پاك ده اصلاح په نيت درواغوته هم جوازوركړيدي لكه رسول اكرمe چي فرمائي}لَيْسَ الْكَذَّابُ الَّذِيْ يُصْلِحُ بَيْنَ النَّاسِ فَيَنْمِيْ خَيْراً اَوْيَقُوْلُ خَيْراً{ ندي درواغجن هغه څوك چي صلح كوي په مابين كي ده خلګونونقل كوي(يوبل ته)ښه خبري اوياكوي ښه خبري.اوله خبره داده چي ده هلك اوانجلي ده ښه ژوندلپاره چي دواړي كورني كم كوښښونه كوي پدي كښي مراعات كول ده صله رحمي دي چي مراعات كول ئي ده انسان رسمي،اوجداني دنده ده اوقطعه كول ئي ده انسان دپاره ناروادي لكه څرقم چي رسول اكرمeچي فرمائي}لاَيَدْخُلُ الْجَنَّةَ قَاطِعٌ{ داخل به نشي وجنت ته قطعه كونكي ده صله رحمي.اوداغه رقم فرمائي} يَااُمَّةَ مُحَمَّدٍوَّالَّذِيْ بَعَثَنِيْ بِالْحَقِّ لاَيَقْبَلُ اللهُ صَدَقَةً مِّنْ رَجُلٍ وَّلَهُ قُرَابَةٌ مُّحْتَاجُوْنَ اِلي صِلَتِهِ وَيَصْرِفُهَااِلي غَيْرِهِمْ وَالَّذِيْ نَفْسِيْ بِيَدِهِ لاَيَنْظُرُاللهُ اِلَيْهِ يَوْمَ الْقِيمَةِ{ اي امته ده محمدe ځمادي قسم وي په هغه ذات چي زه ئي راستولي يم په حقه سره نه قبلوي خداي پاك قدقه ده سړي څخه چي دده دپاره قريبان وي چي هغه دده صله رحمي ته محتاجه وي خودي ئي نورخلګوته وركوي اوځمادي قسم په هغه دات وي چي ځمانفس دده په لاس كيدي چي وبه نه ګوري الله وده ته په ورځ كي ده قيامت.الله دي مودداسي خلګوڅخه نه ګرځوي.

هیچ نظری موجود نیست: