۱۴۰۴/۰۸/۲۸

انسان بايد دروند وي:

انسانيت ته الله تعالی ډېر ارزښت ورکړی دی ځکه نو په کوم چا کې چې انسانيت وي هغه بايد ډېر دروند او سنګين طبيعت ولري؛ د سپکو کارونو څخه ډډه وکړي، سپکې خبري د ځان طبيعت جوړ نکړي، په هره خبره باندې پر چا نيوکه يا اعتراض ونکړي، د چا د خبري په منځ کې ځان داخل نکړي، د هيچا خدمت ته په سپکه سترګه و نه ګوري که څه هم د ده په نظر ډېر سپک او کوچنی ښکاري، د خپلو همفکرو ملګرو سره پر مشترکاتو راټول سي او تفردات پسې پريږدي، هيڅوک دي د خپل فکر په منلو مکلف نه ګڼي، کوښښ دي وکړي چې د عيب سره ملګري قبول کړي ځکه بې عيبه انسان نه موندل کيږي، ځان ته دي د جامع الکمالات په سترګه نه ګوري، مشوره دي د ځان عادت جوړ کړي خو بېله غوښتنې دي د سخت ضرورت څخه په استثناء چا ته مشوره نه ورکوي، د لفظي شخړي څخه دي ځان وساتي که څه دی خوند ورباندې اخلي، ښه خبره دي ومني که څه هم بد سړی يې کوي، بده خبره دي نه مني که څه هم ظاهرا ښه سړی يې کوي، بې ځايه ټوکي دي نه کوي که څه هم د ملګرو سره وي، د هيچا په اړه دي منفي خبره نه مني تر څو په يقين ورته ثابته سوې نه وي او د بدو خلکو سره دي ملګرتيا نه کوي که څه هم د ده خپلوان وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۲۶

د افغانانو احسان او د پاکستان ناشکري:

که په تاريخ کې د افغانانو او ګاونډيو هيوادونو نسبت ته کتنه وشي دا به راته ثابته شي چې د تاريخ په اږدو کې افغانانو د خپلو ګاونډيو سره ډېر احسانونه کړي او په ډېرو سختو شرايطو کې يې ګاونډيو ته د مرستي کولو لاس غځولی، چې له دې جملې څخه يو پاکستان هيواد دی چې د افغانانو په برکت د ډېرو لويو ستونزو او کړاوونو څخه را وتلی او د افغانانو په سبب تر اوسه  د پاکستان په نوم پاتي شوی دی، ځکه دا څو پېړۍ چې افغانانو په جنګ کې تيري کړي دي په دې کې پاکستان ته په ښکاره ډول ډېري ګټي رسېدلي دي چې په لاندې ډول څو مواردو ته اشاره کولای شو:
1 – کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ افغانان يې مخي ته ودرېدل او د روسانو پر ضد يې جهاد پيل کړ، چې هم مهاله د نړۍ ځينو هيوادونو د افغان مجاهدينو سره مرسته کول، خو د تاريخي معلوماتو پر بنسټ دا مرسته د پاکستان هيواد له لاري کېدل چې د دې مرستو څخه به ډېره برخه پاکستاني نظام ځان ته ګرځول او ډېره کمه برخه به يې افغان مجاهدينو ته ورکول، له بله پلوه چې کله افغانان پاکستان ته کډوال شوه، د افغانانو په نوم پاکستان د نړيوالي ټولني او ملګرو ملتونو څخه ډېري مرستي تر لاسه کړې چې ممکن 20% لا هم افغانانو ته نه وي ورکول شوي؛ دا چې افغانانو په پاکسان کې په ودانيزه برخه کې څومره خدمت کړی او يا يې په اقتصادي برخه کې څومره پانګه اچونه کړې دا خو لا پر خپل حال پرېږده! بلکې د افغانانو شتون هلته پاکستان ته د چندې او خيرات ټولولو دومره لويه پلمه جوړه شوې وه چې د يوې سروې پر اساس تر اوسه پاکستان د افغانانو په نوم 6 ميليارده ډالر نغدي پيسې تر لاسه کړي دي چې ممکن په همدومره مقدار يې غير نغدي مرسته لاس ته راوړې وي خو پاکسان لا هم شکر نه آداء کوي او هر وخت افغانانو ته په خاصه توګه کډوالو ته ستونزي جوړوي.

2 – کله چې افغانانو روسانو ته په افغانستان کې ماتي ورکړه، دا يواځې د افغانستان لپاره خپلواکي نه وه بلکې پاکستان يې هم د روسانو د احتمالي اشغال څخه خلاص کړ ځکه که روسان د تل لپاره په افغانستان کې پاته شوي وای ارومرو پاکستان يې هم اشغالوی ځکه روسان يواځې د افغانستان د اشغال لپاره نه وه راغلي بلکې په سيمه کې د خپلي امپراطورۍ غځولو او غټولو ته راغلي وه چې د افغانستان وروسته پاکستان د دوی لپاره ډېر مهم وو؛ چې د افغانستان په نسبت يې پاکستان ډېر ژر اشغالولای شو، خو د افغانانو د قربانۍ، ستړيا او کړاوونو ګټه وه چې هم افغانستان د روسي اشغال څخه خلاص شو او هم پاکستان د روسانو د بريد څخه وژغورل شو لکه شاعر چې په دري ژبه وايي: ما تن به فنا داديم تا زنده شما باشيد. يعني موږ ځانونه مرګ ته ورکړه تر څو تاسې ژوند پاتي شی. خو له بده مرغه چې پاکستان د افغانانو دغه احسان بيخي له پامه غورځولی او پاکستاني پوځ د افغانانو په وړاندې د کرکي، کينې او دښمنۍ پاليسي غوره کړېده.

3 – د پاکستان سره د افغانانو بل ستر احسان دا دی چې په هيواد کې يې پاکستاني صادراتو ته د مصرف او لګښت بازار جوړ کړی دی چې پاکستاني ميوې، درمل، خوراکي توکي او تعميراتي مواد په ډېره لوړه کچه د پاکستان څخه افغانستان ته راځي او دلته مصرفيږي چې په دې کار سره د پاکستاني تجاراتو او خلکو تر څنګ پاکستاني رژيم هم ډېره ګټه جيب ته اچوي، خو له بده مرغه چې پاکستاني پوځ هيڅوخت د خپلو خلکو او تجارانو اړتيا په پام کې نه ده نيولې او هيڅوخت يې د افغاني تجاراتو سره په کافي اندازه مرسته نه ده کړې بلکې برسېره پر دې يې پر فرضي کرښه ازغن تار لګولی، تګ راتګ يې محدود کړی او تجارت يې د خپل غلط سياست په اور باندې سوځولی چې په سبب يې هم پاکستاني ولس او هم افغاني ولس ډېر زيانونه ليدلي دي چې دا غلط سياست او د دواړو ملتونو په وړاندې ستر خيانت دی او په وروستي انداز باندې لويه ناشکري ده.

4 – کله چې په 2001 م کال کې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ پاکستان خپله ځمکه او فضا د افغانانو پر ضد امريکا ته په اختيار کې ورکړه او د دې څخه علاوه يې د امريکايانو څخه د خپل قرارداد په مقابل کې ډېري مرستې تر لاسه کړې، چې په اصل کې دا ټولي مرستې د افغانانو پر سر وې او د دې لپاره وې چې پاکستان د افغانستان پر ضد خپل ټول حکومت امريکايانو ته په اجاره ورکړی وو، بلکې ډېر افغانان يې د ډالرو په مقابل کې پر امريکايانو وپلورل، آن تر دې چې افغان ديپلوماتان يې لا امريکايانو ته حواله کړه، چې د سالم عقل په فيصله او حکم داسي ويلای شو چې پر افغانانو باندې امريکايانو په شل کلن اشغال کې څومره ظلمونه وکړه په ټولو کې پاکستانی پوځ ورسره شريک وو، خو بيا هم افغانانو د زغم څخه کار واخيست او پاکستان ته يې د يو قسم خوړلي غليم په سترګه و نه کتل بلکې د دوستۍ لاس يې ورته وغځوی او په اقتصادي، سياسي او نورو برخو کې يې پاکستان ته د ورور حيثيت ورکړ خو پاکستاني پوځ په ډېري سپين سترګۍ او بې شرمۍ سره د افغانانو زغم، احسان او دوستانه روابط هېر کړه او د افغانانو په وړاندې يې د ناشکرۍ او دښمنۍ توره پاليسي غوره کړه.

5 – که څه هم ممکن پاکستاني پوځ د امريکا په غلامۍ خوشحاله وي خو موږ ډاډه يو چې د پاکستان مسلمان ولس د امريکايي غلامۍ خلاف دی نو ځکه ويلای شو چې کله افغانانو په افغانستان کې د الله تعالی په مرسته امريکايانو ته ماتي ورکړه او هغوی يې د افغانستان څخه وتلو ته مجبور کړه نو دا نه يواځې دا چې د افغانستان لپاره خپلواکي وه بلکې د لوی ښار د خولې څخه د پاکستان را ايستل هم وه، ځکه که امريکا د تل لپاره په افغانستان کې پاتي شوې وای نو د نورو اسيايي هيوادونو تر څنګ پاکستاني ولس به يې هم يرغمل نيولی وای، خو د دې پر ځای چې پاکستاني پوځ د افغانو څخه مننه وکړي او د هغوی مېړانه وستايي پر هغوی بمبار کوي او په وړاندې يې خصمانه پاليسي غوره کوي.

لنډه دا چې افغانانو د پاکستان سره ډېر ستر سياسي، اقتصادي او ټولنيز احسانونه کړي دي او د پاکستان په وړاندې يې د ډېر زغم څخه کار اخيستی دی خو په مقابل کې پاکستاني پوځ ډېره لويه تېروتنه او ستره ناشکر ي کړېده چې ان شاء الله يوه ورځ به يې د سر په بيه تاون ورکوي.
ليکنه: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۲۱

صدقه د مسلمان لپاره د قيامت په ورځ کې سايه ده:

ژباړه: عقبه بن عامر جهني وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل:د مسلمان لپاره سايه د قيامت په ورځ کې د ده صدقه ده.

توضيح: يعني څوک چې په دنيا کې صدقه ورکړي او د خلکو سره احسان وکړي نو د قيامت په ورځ کې به دغه د ده صدقه د ده لپاره سايه شي په داسي حال کې چې په دې ورځ کې انسان سايې ته ډېره اړتیا لري ځکه په دې ورځ کې ډېره سخته ګرمي وي.

دا چې صدقه به يې څنګه سايه وي؟ په دې هکله ملا علي قاري رحمه الله په خپل کتاب "مرقات" کې ليکلي: الله پاک به يې د صدقې ثواب ورته سايه کړي، يا به يې صدقه خپله سايه کړي، او کله کله ورڅخه مراد هغه صدقه کيږي چې په دنيا کې حقيقي سايه ولري لکه خيمه، کور او داسي نور... خو پر هر حال د قيامت په سخته ورځ کې صدقه د انسان په درد باندې خوري او انسان ته يې ګټه رسيږي.
عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ الْجُهَنِيِّ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: ظِلُّ الْمُؤْمِنِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ صَدَقَتُهُ. [شرح مشکل الآثار للطحاوي3836]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۱۴

کله چې نارينه په قهر شي:

يو وخت داسي وو چې نارينه به کله په قهر سوه نو ارومرو به يې داسي کړنه تر سره کول چې په تاريخونو کې ثبت سي او د داسي مثبت بدلون لامل سي چې په را روانو زمانو کې يې خلک د بېلګې په ډول يادوي لکه لاندې ځيني کسان چې کله په قهر سوي دي نو داسي کارونه يې کړي چې موږ او ورباندې وياړو:
۱ - کله چې معاوية بن أبي سفيان رضي الله عنه په قهر شو، د مسلمانانو په تاریخ کې یې لومړی ځل د روميانو پر ضد د سمندري جګړې بیړۍ واستولې.

۲ - خالد بن الولید رضي الله عنه د فارس پاچا کسرى ته لیک واستاوه او ویې ویل: اسلام ومنه که نه، زه به درته له داسې سړیو سره راشم چې د مرګ داسي مینوال دي لکه تاسو چې د ژوند مینوال یاست. کله چې کسرى دا لیک ولوست د چین پاچا ته یې د مرستې غوښتنه وکړه. خو د چین پاچا ورته وویل: ای کسرى! زه د داسې قوم مقابله نه شم کولای که دوی وغواړي غرونه له ځايه پورته کړي پورته کوي يې.

۳ -  کله چې المعتصم بالله په قهر شو، د روميانو تر ټولو لویه کلا، عموريه یې فتحه کړه.

۴ - کله چې صلاح الدين الأيوبي په قهر شو، قسم یې وخوړ چې تر هغه وخته به نه خاندي تر څو پورې يې چې بیت المقدس بیرته مسلمانانو ته نه وي را ګرځولی.

۵ - کله چې عبدالرحمن الغافقي په قهر شو، د مسلمانانو لښکر یې د پاریس تر منځنۍ برخې پورې ورسوه.

۶ -  کله چې محمد الفاتح په قهر شو قسطنطنیه یې فتحه کړه — د روميانو تر ټولو ستر ښار.

۷ -  کله چې هارون الرشید د رومي پاچا نقفوز ته په قهر شو، ورته یې داسې لیک ولیکه: له هارون الرشید، د مسلمانانو له امیر المؤمنینه، تر نقفوز، د روميانو سپي ته! ځواب به  ووینې، نه دا چې وا ېې ورې! وروسته خپله د ۱۳۵ زره پوځ په مشرۍ ووت، هرقله ته ورسېد، محاصره یې کړه او په زور یې فتحه کړه.

۸ -  کله چې عقبة بن نافع د لس زره پوځ سره د اتیا زره رومي پوځ مقابلې ته ووتی، د هغه مېرمنې ترې وپوښتل: که جګړه توده شي زه به تا چیرته پیدا کړم؟ هغه ځواب ورکړ: یا د دښمن د قومندان په خیمه کې یا په جنت کې.

له بده مرغه چې نن زموږ په زمانه کې نه نارينه سته او نه هم د نارينه وو قهر سته ځکه که نارينه وای نو پر اسلامي نړۍ به نن داسي حالت نه وای، نن فلسطین د همدغه حاکمانو د بې غيرتۍ په سبب په پوره توګه په اور کې وسوځېدی، د سوريې او لبنان ځمکي اسرائيلو په زوره باندې لاندې کړې، ليبيا او سوډان يې په داخلي جګړې باندي اخته کړه او څو کلونه وړاندې يې افغانستان او عراق په امریکا باندې اشغال کړه. 
منبع: تاریخ الدولة العثمانية.
ژباړه او زیادت: مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۱۳

د ځان غټ ګڼلو او تکبر کولو ګناه:

ژباړه: عبدالله بن عمر رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه واورېدل چې ويل يې: هر څوک چې ځان غټ وګڼي او په تګ کې تکبر وکړي نو د الله سره به په داسي حالت کې ملاقات وکړي چې هغه به ورته په قهر وي.

يعني څوک چې ځان تر نورو خلکو لوړ او غټ ګڼي او په دې باور وي چې تر نورو خلکو بايد زما تعظيم ډېر وسي او يا د خپل تعظيم لپاره تکلف او کوښښ کوي همداسي په رفتار او د نورو خلکو سره په چلند کې تکبر کوي دغه انسان به د قيامت په ورځ د الله تعالی سره په داسي حالت کې مخامخ سي چې هغه به ورته ډېر په قهر وي.

دغه انسان ته د الله تعالی قهر په دوه سببه دی يو دا چې ځان تر نورو خلکو لوړ ګڼي او په تکلف باندې ځان ته د تعظيم هڅه کوي، دويم دا چې تکبر کوي. په بل حديث کې راغلي دي: د کوم بنده چې په زړه کې يوه زره تکبر وي هغه به جنت ته داخل نه سي.

عن ابن عمر يقول: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: من تعظم في نفسه، واختال في مشيته، لقي الله وهو عليه غضبان.[مساوئ الأخلاق 547]
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۰۷

د مسلمان پاچا او علماؤ د احترام ګټه:

سهیل بن عبدالله رحمه الله ویلي دي: خلک به تر هغه وخته په خیر او سوکالۍ کې وي تر څو پورې چې د پاچا (حاکم) او علماؤ درناوی کوي، کله چې دوی دا دواړه (حاکمان او عالمان) درانه وګڼل الله تعالی د هغوی دنیا او آخرت دواړه سموي او کله چې یې سپک وګڼل، الله تعالی د هغوی دنیا او آخرت دواړه بربادوي.

يعني په دنيا کې د مسلمان پاچا او حقاني علماؤ احترام او درناوی د دې سبب جوړيږي چې انسان ته دې هميشه خير ورسيږي او دنيا او آخرت د ژوند د اصلاح سبب دې جوړ شي او کوم کسان چې د مسلمان پاچا او حقاني علماؤ سپکاوی کوي نه تنها دا چې هغوی به د خير او سوکالۍ څخه محروم وي بلکې دنيا او آخرت به يې هم خراب وي.

قال سهل بن عبد الله رحمه الله: لا يزال الناس بخير ما عظموا السلطان والعلماء، فإذا عظموا هذين أصلح الله دنياهم وأخراهم، وإذا استخفوا بهذين أفسد دنياهم و آخراهم.(تفسیر قرطبی)
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۰۶

پاکستان خپلواک نه دی:

هميشه د ځان څخه اصالتا هغه څوک نماينده ګي کولای شي چې په تمامه معنی خپلواکي او استقلال ولري، پاکستان که څه هم ظاهرا ځان مستقل بولي خو په اصل کې استقلال نه لري، د پاکستان د تأسيس څخه بيا تر اوسه پوري د پاکستان په ټاکنو، حکومتولۍ او سياسي پرېکړو کې امريکا په مستقيم ډول فعال لاس لري او هيڅکله د پاکستان پوځ د امريکا د غوښتني خلاف پرېکړه نه شي کولای چې تر دې مخکي يې لويه بېلګه پر عمران خان کودتا او د هغه بندي کول دي، چې کله هغه د امريکا د غوښتنو خلاف ګامونه پورته کړه دستي يې پوځ او نوري سياسي کړۍ پر ضد راپورته کړې او د هغه حکومت يې نسکور کړ، نن هم چې امريکا غواړي د پاکستان پوځ په سيمه کې د ناآرامۍ لپاره وکاروي پاکستان هيڅ داسي کار نه شي کولای چې د امريکا غوښتنه تر پښو لاندې شي ځکه نو د افغانستان سره پر جوړجاړي ناکامه شو او په ترکيه يې د خبرو څخه ځان وکښووی.

داسي ویلای شو چې په سويلي اسيا کې د پاکستان حيثيت داسي دي لکه په منځني ختيځ کې چې د اسرائيلو کوم حيثيت دی، لکه اسرائيل چې هلته د امريکا لپاره فساد کوي او په سيمه کې يې ډېره ناامني خپره کړېده دلته پاکستان هم هغسي فساد ته لمن وهي او په سيمه کې د ناامنۍ لپاره کوښښونه کوي.

د پاکستان مسلمان ولس بايد د خپل دغه بې کفايته حکومت په وړاندې خپل مسئوليت درک کړي او هغه را وپرځوي کنه نو تر دې د نورو ډېرو ستونزو سره به پاکستان مخامخ کړي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۰۵

د مسلمان ورور په وړاندې خيانتونه:

هر مسلمان د بل مسلمان په وړاندي ډېر مسئوليتونه لري چې ناديده نيول يې د مسلمان ورور سره د خیانت کولو سبب جوړيږي چې ځيني يې په لاندي ډول دي:
1 - که دي د خپل مسلمان ورور غيبت وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

2 – که دي په سودا او معامله کې خپل مسلمان ورور دوکه کړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

3 – که دي د خپل مسلمان ورور په آّبرو، عزت او نسب کې د عيب پيدا کولو هڅه وکړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

4 – که دي د خپل مسلمان ورور سره حسد وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

5 – که دي پر خپل مسلمان ورور بې ځايه تور او تهمت ولګوی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

6 – که دي قصدا خپل مسلمان ورور ته بېله کومي شرعي استثناء درواغ وويل نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

7 – که دي خپل مسلمان ورور ته ستونزي جوړولې او يا يې په ستونزو خوشحاله کېدلې نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

8 – که دي خپل مسلمان ورور ته ښکنځل او يا سپکه خبره وکړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

9 – که دي د خپل مسلمان ورور پر عزت او آبرو بريد وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

10 – که دي د خپل مسلمان ورور په اړه بې تحقيقه منفي خبره ومنل نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

11 – که دي د خپل مسلمان ورور سره بېله کوم شرعي لاسونده عقدوي چلند وکړ نو پوه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

12 – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندې د ترحم، شفقت او ورورګلوۍ پاليسي تر پښو لاندي کړه نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

13 – که دي پر خپل مسلمان ورور تکبر او غرور وکړ نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

14 – که دي د خپل مسلمان ورور په وړاندي هغه شرعي مسئوليت نه آداء کوی چې تا ته درکول سوی دی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

15 – که دي د خپل مسلمان ورور د ترقۍ او پر مختګ مخه نيول نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

16 – که دي د خپل شرعي مشر او رهبر اطاعت نه کوی نو پوه سه چې د هغه سره دي خيانت وکړ.

مسلمانه وروره! په دې پوه سه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د خيانت کولو څخه پناه غوښتې او فرمايلي دي: و أعوذ بک من الخيانة فإنها بئست البطانة.[سنن ابن ماجه 3354] ژباړه: ای الله زه په تا باندې د خيانت کولو څخه پناه غواړم ځکه دا ډېر بد عادت دی.

مسلمانه وروره! مجاهد رحمه الله روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: المکر والخديعة والخيانة في النار، وليس من أخلاق المؤمن المکر والخيانة.[الجامع في الحديث 487] ژباړه: د فريب، چم او خيانت کوونکی به په اور کې وي، فريب او خيانت د مؤمن د اخلاقو څخه نه دي.

مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايلي دي: وَتَخُونُوا أَمَانَاتِكُمْ.[الانفال27] ژباړه: د خپلو امانتونو سره خيانت مه کوئ! امانت هر هغه شي ته ويل کيږي چې انسان يې په وړاندي مسئوليت لري چې يو د هغو څخه خپل مسلمان ورور دی.

مسلمانه وروره! الله جل جلاله فرمايي: وَلَا تَكُنْ لِلْخَائِنِينَ خَصِيمًا.[النساء105]ژباړه: د خائنينو دفاع مه کوه. خائنين دومره بد دي چې الله جل جلاله انسان د هغوی د دفاع کولو څخه منع کړی دی.

مسلمان وروره! الله جل جلاله فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ كُلَّ خَوَّانٍ كَفُورٍ.[الحج38]ژباړه: د الله جل جلاله هيڅ خائن او ناشکره نه خوښيږي. همداسي فرمايي: إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْخَائِنِينَ.[الانفال58] د الله تعالی خيانت کوونکي انسانان نه خوښيږي.

ګرانه وروره! د خپل مسلمان ورور سره څنګ پر څنګ خپل انفرادي او اجتماعي کارونه وکړه، د خپل وررو سره په غم او ښادۍ کې ګډون وکړه، د خپل ورور سره هیڅ ډول تبعیضي چلند مه کوه، د مشرانو احترام کوه، پر کشرانو شفقت کوه، د رهبرانو اطاعت کوه، د علماو خبره منه، د مظلومانو دفاع کوه، د ناداره او مسکین سره مرسته کوه، د ښځو ټول ثابت سوي حقوق ورکړه او د هر مسلمان په وړاندي د ایثار پالیسي غوره کړه تر څو هم خپله نيکمرغه سې او هم نورو مسلمانانو ته د الله په مرسته نيکمرغي وبښې.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۸/۰۱

عُنوان او مُعَنوَن:

عنوان د هري ليکني او بحث سرليک ته ويل کيږي او معنون د ليکني محتوی او مقصودي بحث ته ويل کيږي.

عادت داسي وي چې په عنوان کې د معنون لوري ته اشاره وي خو اصلي هدف معنون وي او دا مهمه نه ده چې عنوان بايد د معنون د بحث څخه مهم رکن او جزء وي ځکه چې عنوان هميشه داسي شی انتخابيږي چې زړه راښکونکی او جالب وي تر څو مخکې تر لوستلو ليکني ته د لوستونکو پام را واړوي او د ليکني لوستلو ته د خلکو شوق را جلب کړي.

ځيني وختونه د اوږدې ليکني لپاره جالبه عنوان غوره کيږي تر څو ليکنه جالبه ښکاره سي او لوستونکي يې په لوستلو ستړي نه سي او ځيني وختونه د جالب عنوان لپاره اوږده ليکنه کيږي تر څو لوستونکي عنوان ومني، چې په دې صورت کې نو بيا اصلي هدف عنوان دی معنون هسي د يوې آلې په صفت راغلی وي.

د هري ليکني لوستونکي بايد عنوان او معنون او د هغو څخه هدفونه وپېژني او د ليکوال په هدف ځان پوه کړي تر څو د ليکني څخه غلط برداشت ونکړي، لوستونکې بايد عنوان پر معنون باندې په تمامه معنی دال و نه بولي او يو پر بل يې سره قياس نکړي، لکه د انسان ظاهره چې په تمامه معنی د باطن ښکارندويي نه کوي په ليکنې کي عنوان او معنون هم داسي دي.

که انسانانو ته ځير سو، تاريخونه او عادتونه يې مطالعه کړو دا به راته ثابته سي چې د انسان ظاهري ښه هيڅوخت د ده پر باطني ښه باندې دلالت نه کوي ځکه منافقين په ظاهره ډېر ښه برابر وه؛ لباس يې هم برابر وو، قيافه او شکل يې هم برابر وو او خبري يې هم ډېري ښې او پستې وې خو په باطن کې ډېر سر سخته کافران وه ځکه نو هيڅوخت بايد موږ د يو چا باطن پر ظاهر باندې قياس نکړو، البته ظاهري عقيدوي فساد د باطني فساد ښکارندويي کوي او له مخي يې شرعا فيصله کېدلای سي خو ظاهري غير عقيدوي ناسموالی هيڅوخت د باطني حالت تعبير نه کوي لکه ظاهري سموالی چې پر باطني سموالي باندې دلالت نه کوي.

البته باطني اصلاح او فساد د ظاهري اصلاح او فساد لپاره سبب جوړېدلای سي لکه په حديث شريف کې چې د زړه په باره کې راځي: إِذَا صَلُحَت صَلُحَ الجَسَدُ کُلُّهُ وَ إِذَا فَسَدَت فَسَدَ الجَسَدُ کُلُّهُ. يعني چې کله زړه اصلاح سي بدن هم ورسره اصلاح کيږي او که زړه فاسد سي بدن هم ورسره فاسد کيږي خو ظاهري اصلاح د باطني اصلاح لپاره دليل نه سي جوړېدلای ځکه په باره کي د منافقينو الله تعالی فرمايي: وَمِنَ النَّاسِ مَنْ يَقُولُ آمَنَّا بِاللَّهِ وَبِالْيَوْمِ الْآخِرِ وَمَا هُمْ بِمُؤْمِنِينَ.[البقرة8] ژباړه: ځيني خلک وايي موږ پر الله او ورځې د آخرت ايمان راوړی دی په داسي حال کې چې دوی مؤمنان نه دي. يعني په ظاهره ځانونه مؤمنان معرفي کوي خو په باطن او اصل کې مؤمنان نه دي.

زموږ په زمانه کې که څه هم د عقيدوي منافق پېژندل ګران کار دی خو ځيني خلک د منافقينو کړني تر سره کوي ځکه نو د چا په ظاهري ښائښت، ظاهري کارونو او ظاهري وينا مه خطا وځئ البته د دې معنی داسي نه ده چې سړی به پر مسلمان بد ګمانه کيږي ځکه پر مسلمان باندې نيک ګماني اصل دی، په دې خاطر بايد هر مسلمان پر بل مسلمان باندې ښه ګمان ولري مګر دا چي د ده څخه يې بد کار ليدلي وي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۸

د استعداد لوړېدلو اسباب:(پنځمه او آخري برخه)

پنځم هغه شی چې د انسان استعداد ورباندې لوړېږي د علماؤ او ښو خلکو سره رابطه ده، ځکه د ښو خلکو سره رابطه د دې تر څنګ چې انسان ته معنويات بښي د انسان معلومات هم ډېريږي او انسان ته يو قسم د اطمينان احساس هم ورکوي ځکه  خپل هر سوال او پوښتني ته په آسانۍ سره جواب پيدا کولای سي.

په دې خاطر دی چې الله پاک مسلمانان په تقوی باندې د امر کولو وروسته د ښو خلکو په ملتيا باندې امر کوي او فرمايي:
يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ.[التوبه:119]
ژباړه: ای مؤمنانو! د الله څخه ووېرېږئ او د رښتيا ويونکو سره وسئ.

همدا راز رسول الله صلی الله عليه وسلم موږ ته د دې سپارښتنه کړېده چې تاسو هميشه د مؤمن ملتيا وکړئ ځکه چې د کافر او بد سړي په ملتيا کې ارومرو انسان ته تاوان رسيږي چې يو تاوان يې دغه دی چې د انسان پر پوهه او استعداد باندې منفي تأثير ايږدي.

عَنْ أَبِى سَعِيدٍ عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: لاَ تُصَاحِبْ إِلاَّ مُؤْمِنًا وَلاَ يَأْكُلْ طَعَامَكَ إِلاَّ تَقِىٌّ.[سنن ابي داود 4834]
ژباړه: ابوسعيد رضي الله عنه د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت کوي چې هغه وفرمايل: ملګرتيا مکوه مګر د مسلمان سره او ستا ډوډې دي نه خوري مګر نيک انسان.

په دې خاطر چې د نيک ملګري څخه انسان ته ډېره فايد او د بد ملګري څخه انسان ته ډېر بد رسيږي رسول الله صلی الله عليه وسلم د ښه او بد ملګري پرتله کوي او د هر يوه لپاره يو مثال ذکر کوي:
عَنْ أَبِى مُوسَى عَنِ النَّبِىِّ -صلى الله عليه وسلم- قَالَ: إِنَّمَا مَثَلُ الْجَلِيسِ الصَّالِحِ وَالْجَلِيسِ السَّوْءِ كَحَامِلِ الْمِسْكِ وَنَافِخِ الْكِيرِ فَحَامِلُ الْمِسْكِ إِمَّا أَنْ يُحْذِيَكَ وَإِمَّا أَنْ تَبْتَاعَ مِنْهُ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ مِنْهُ رِيحًا طَيِّبَةً وَنَافِخُ الْكِيرِ إِمَّا أَنْ يُحْرِقَ ثِيَابَكَ وَإِمَّا أَنْ تَجِدَ رِيحًا خَبِيثَةً.[صحيح مسلم:6860]
ژباړ: د ابو موسي رضي الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د ښه او بد ملګري مثال داسي دی لکه د مشکو د وړونکې او د آهنګر د پښ پوف کوونکې، د مشکو وړونکی به يا تا ته يوشی درکړي، يا به يې ته ورڅخه رانيسې او يا به هم ښه بوی ورسره ومومې، او د آهنګر د پښ پوف کوونکی به يا ستا کالي وسوځوي او يا به هم بد بوی ورسره ومومې.

يعني د ښه ملګري څخه سړي ته فايده رسيږي او د بد ملګري څخه سړي ته تاوان رسيږي، که څه هم فايده او تاوان لږ وي خو د ملګري په سبب انسان ته رسيږي.

نو که هميشه انسان د ښو خلکو سره ملتيا وکړي د نورو ښېګڼو تر څنګ چې د دغي ملګرتيا په سبب به يې تر لاسه کوي ښه استعداد، ځيرګتيا، تيزفهمي او حضور د ذهن به هم تر لاسه کوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۴/۰۷/۲۶

د استعداد لوړېدلو اسباب:(څلورمه برخه)

څلورم سبب:
ډېره مطالعه او د کتابونو سره ډېره رابطه ساتل د انسان استعداد قوي کوي ځکه چې په ډېري مطالعې باندې د انسان ذهن توسعه پيدا کوي، شيان يې په  ذهن کې تر ډېره وخته پاتيږي، د معلوماتو درک ورته آسانه کېږي او معلومات يې نور هم ډېريږي آن تر دې چې په سالمي ډېري مطالعې باندې غير فعالي عصبي حجرې هم فعاله کېږي چې دا خپله د لوړ او قوي استعداد معنی ده.

لکه څنګه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هم ودې  اصل ته اشاره کړېده او فرمايي: مَثَلُ الْقُرْآنِ مَثَلُ الإِبِلِ الْمُعَقَّلَةِ ، إِنْ تَعَاهَدَهَا صَاحِبُهَا بِعُقُلِهَا أَمْسَكَهَا عَلَيْهِ ، وَإِنْ أَطْلَقَ عُقُلَهَا ذَهَبَتْ.[سنن ابن ماجه 3783]
ژباړه: د قرآن مثال داسي دی لکه د تړل سوي اوښ که يې خاوند څارنه وکړي او اوسار يې  ونيسي نو د ځان لپاره به يې وساتي او که يې اوسار اېله کړي ځيني ولاړ به سي.

يعني څوک چې د قرآن سره رابطه ولري، د قرآن تلاوت کوي، زدکړه او مطالعه يې کوي نو قرآن به يې نه هېريږي خو که مطالعه يې ونکړي او رابطه ورسره و نه لري نو بيا به يې هېريږي.

علماؤ ليکلي دي: دلته که څه هم مثال د قرآن ورکول سوی دی خو خبره عامه ده، د هر علم سره چې سړی رابطه و نه لري او مطالعه يې ونکړي د سړي هېريږي او د هر علم سره چې رابطه موجوده وي بيا د انسان په ذهن کې تر ډېره پوري پاتيږي.

په مطالعه باندې نه تنها دا چې د انسان استعداد لوړيږي بلکې په هره برخه کې د انسان علمي زېرمه ډېريږي او په ډېرو نکاتو کې انسان ته د توجيهاتو او تحليلونو لار آواريږي.

مطالعه د ذهن لپاره داسي عملي سپورت دی چې په کولو يې ذهن ته حضور، قوي درک، ځيرکتيا، دقت او پوره تمرکز حاصليږي.
دوام لري...
مولوي نورالحق مظهري

افغاني او پاکستاني مسلمانان بايد را ويښ سي:

د پاکستان پوځ تر اوسه په خپل تاريخ کې د اسلام او مسلمانانو ننګه نه ده کړې، د هند سره يې لانجه د اسلام په خاطر نه ده بلکې د کشمير پر جغرافيا يې ورسره جګړه ده، په پاکستان کې د ننه يې خپل خلک دومره وژلي او زورولي په خاصه توګه پښتانه او بلوڅان چې په ټولي نړۍ کې يې ساری نه پيدا کيږي.

پاکستاني پوځ تل د امريکا، انگليس او اسرائيلو اجير پاتې سوی ځکه نو د هغوی پاليسي تعقيبوي، د هغوی په خوښه کارونه کوي او د هغوی په غوښتنه خپلو خلکو او خپلو ګاونډيانو ته ستونزي جوړوي.

د پاکستان مسلمان ولس بايد د دې اجير پوځ په مقابل کې داسي پاڅون وکړي چې د هيواد ټول واک د دوی له لاسه واخلي او خپل خلک د دې منحوس پوځ له منګلو آزاد کړي.

د دې منحوس پوځ په وړاندې بايد ټول افغاني او پاکستاني مسلمانان د افغانستان د حکومت سره مرسته وکړي تر څو په سيمه کې د امريکايانو، انگليسانو او اسرائيلو پلانونه شنډ شي او د افغانستان او پاکستان مسلمان ملتونه د دې پوځ لخوا په بل شوي اور کې و نه سوځي. 
مولوي نورالحق مظهري