۱۴۰۳/۰۵/۲۰

د اسد ۲۴ د نيکمرغۍ ورځ:

د اسد۲۴د مؤمنانو د بريا او کفارو د ماتي ورځ ده، په دې ورځ د اهل ايمان د ايماني جذبې د بريا څرک د آسيا په لوړو څوکو کې و پړکېدی او د اهل باطل د طغيان او سرکښۍ متمرد سر را ټيټ او د غرور دبدبه يې په نړۍ کي نسکوره شوه، په دې ورځ کې ايمان د کفر څخه او خپلواکۍ د اشغال څخه د مبارزې ميدان وګټی، په دې ورځ کې د ملحدينو هغه خوبونه په اوبو لاهو شوه چې د افغانستان په اړه به يې ليدل او غوښتل يې افغانستان د دیموکراسۍ ځالګې جوړه کړي او د دې پر عکس د هغو مؤمنانو د هيلو غوټۍ ګل شوې چې د لسيزو را پدې خوا يې په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکميت لپاره مبارزه کول، په دې ورځ کې د مرحوم اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله هغه وړاندوينه په واقعيت بدله شوه چې د امريکايي اشغال په پيل کې يې کړېوه او ويل يې: يوه ورځ به آمريکا د ليست د سر څخه و پای ته را شوه کيږي.

هوکې؛ همداسي وسوه آمريکا خپل نظامي او سياسي ارزښت له لاسه ورکړ او په نړۍ کي يې هغه هيبت ختم شو چې يو وخت به يې خلک د نوم په اورېدلو لا وېرېدل او هغه باورونه درواغ وختل چې آمريکا ګرسره ماتي نه خوري بلکې ماتي يې وخوړل او په سپينه ورځ مجاهدين د کابل ښار ته په همدې ورځ داخل شوه؛ هغه صحنه چې یو وخت يې هيچا وړاندوينه نه شوه کولای او هیچا داسی فکر نه کوی چې يوه ورځ به طالبان کابل ته فاتحين داخليږي.

د اسد24 د افغانانو لپاره د تاریخي وياړونو د اعادې او په ۲۱ پېړۍ کې د زرين تاريخ د پيل ورځ ده په دې ورځ کې افغانانو د خپل هيواد پلازميني د جمهوريت د بلا څخه خلاص کړ او په الهي شرعي نظام يې ښايسته کړ هغه نظام چې نه تنها سالمه انسانان بلکې نور ژوي يې هم خوښوي او په سايه کې يې هرڅوک بلکې هر شی آزاد ژوند کولای شي.

دا ورځ دي ټولو ته مبارک وي او الله تعالی دي موږ ټولو ته توفيق راکړي چې ګټلې خپلواکي او راغلی اسلامي نظام په سمه توګه وساتو او د پوره سمبالولو او دوام لپاره يې مناسب او کوټلي ګامونه واخلو.

د خپلواکۍ ګټل سخت کار دی خو ساتل او غځول يې تر هغه لا سخت دی ځکه نو ټول افغانان بايد په ډېري هوښیارۍ او حوصله مندۍ سره بېله کوم تبعيضه په اتفاق او اتحاد سره د هيواد د ترقۍ او هيوادوالو د هوسايني لپاره کار وکړي او د دې راغلي اسلامي نظام سره په هره برخه کې پوره مرسته او کومک وکړي.

د دې تر څنګ چي موږ به خپل تېر ژوند او په ژوند کې کارنامې نه هېروو د تېر ژوند څخه به عبرت او تجربې هم حاصلوو او ټوله به په ګډه د دې لپاره کار کوو چي بيا ځلي زموږ هيواد د پرديو د يرغل هدف و نه ګرځي، زموږ افغانان د پرديو لخوا ښکار نشي، په هيواد کې د ننه نظام او ولس د ننګونو سره مخامخ نشي، د نظام او ولس تر مينځ واټن پيدا نشي، افغانان پر مشترکاتو سره راټول شي، ځان ځانۍ او تفردات ختم شي، ژبني، قومي او سمتي تبعيضونه را ژوندي نشي او ټول ولس د خپلو مسئولينو او مشرانو تر څنګ ګران هيواد افغانستان په پاتي شوي رغنيزي سيالۍ کي د نړۍ په کچه مخ ته کړي او د سيالانو سيال يې وګرځوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۱۶

د بيان او تبليغ آداب:(۱۰)

بيان بايد ښه ترتيب شي او عناصر ورته وټاکل شي چې لومړی برخه يې بايد مقدمه وي چې پر ثناء، درود، آيت، حديث او مقدماتي خبرو مشتمله وي وروسته اصل بيان وي چې ټاکلې موضوع پکې تشريح کيږي البته د موضوع په تشريح کې د آيتونو، احاديثو، متلونو، شعرونو او قيصو څخه استفاده کېدلای شي چې  موضوع هم مستنده راځي او هم خوندوره.
د موضوع په بيان کې بايد ډېر دقت وشي تر څو بې ربطه خبري پکې ګډي نشي او د موضوع څخه وتل رانشي؛ د دې کار لپاره پوره آماده ګي او پر موضوع تمرکز ډېر مهم دي ځکه که آماده ګي ونلري خبري به يې هيري شي او که تمرکز ونلري خبري به ورڅخه ګډوډي شي.
د موضوع د تشريح وروسته بايد بيان په خاتمه باندي پای ته ورسيږي چې د ټول بيان نتيجه او پايله پکې ذکر شي او د ټولو خبرو لنډيز په جامعو الفاظو خلکو ته واورول شي.
مولوي نورالحق مظهري

د بیان او تبلیغ آداب:(۹)

د بیان بل ادب دا دی چې بیان کوونکی به د خبرو کولو په وخت کې بې ځایه حرکات نه کوی او دې خوا هغی خوا ته به بې اړتیا اشارې نه کوی مګر دا چې د خلکو د پوهنی لپاره په لاسونو او سر اشاره وکړی چې داسی اشارې خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم هم کړی دی لکه په احادیثو کې چې راځی:
عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : الْمُؤْمِنُ لِلْمُؤْمِنِ كَالْبُنْيَانِ يَشُدُّ بَعْضُهُ بَعْضًا ثُمَّ شَبَّكَ بَيْنَ أَصَابِعِهِ.[صحیح البخاری۶۰۲۶]
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مسلمان د مسلمان لپاره داسی دی لکه 
ودانۍ چې ځینی یې ځینی نوره ټینګوی بیا یې خپلی ګوتی سره جار کړلې.
دلته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خلکو د ښه پوهنی لپاره ګوتی سره جار کړی او دوی ته یې عملا د مسلمانانو تر منځ د نسبت بیان کړی دی.
د بخاری شریف په حدیث کې راځی: عبدالله ابن عباس رضی الله عنه فرمایی: رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ د لوی اختر په ورځ خطبه وویل؛ بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خبری را اخیستی او فرمایی: وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل سر آسمان ته پورته کړ او ویې فرمایل: ای الله آیا ما ستا پیغام ورسوی؟[صحیح البخاری۱۷۳۹]
بیان کوونکی کولای شی چې د خلکو د پوهنی لپاره او یا د دې لپاره چې د خلکو پام ورته واوړی په خپلی ګوتی اشاره وکړی خو د ډېرو اشارو څخه به ډډه کوی لکه چې د سیخ او سیده درېدلو څخه باید ډډه وکړی.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۱۳

د دين په ټولو شعبو کې د يو بل سره مرسته وکړئ:

د اسلام مبارک دين د څلورو شعبو له لاري ساتل شوی او پرمختګ يې کړی دی؛ د دعوت او تبليغ له  لاري، د جهاد او قتال له لاري، د تعليم او تدريس له لاري او د تزکيې او تصوف له لاري.

په اسلام کې داسي وېش ندی راغلی چې څوک به يوه طريقه چلوي او بل څوک به بله طريقه چلوي بلکې په څلور واړو کې خدمت د هر مسلمان دنده او وظيفه ده لکه پخوانيو خلکو ته چې الله تعالی داسي قوت ورکړی وو چې څلور واړه طريقې به يې هم مهاله پرمخ بيولې خو زموږ د زمانې خلک چې ضعيف شوي او په يوه يا دوو  طريقو کې خدمت کوي د نورو طريقو د لارويانو سره بايد مرسته وکړي.

که څوک د جهاد لاره غوره کوي بايد د مبلغ، مدرس او متصوف سره هم مرسته وکړي، که څوک د تبليغ پر مسير روانيږي بايد د مدرس، مجاهد او متصوف سره هم مرسته وکړي، که څوک د تدريس وظيفه انتخابوي بايد د مجاهد، مبلغ او متصوف سره هم مرسته وکړي او که څوک تزکيې او تصوف ته مخه کوي بايد د مدرس، مجاهد او مبلغ سره هم مرسته وکړي.

دا د اسلام اعجاز دی چې د پرمختګ  لپاره يې الله تعالی دومره ډېري لاري پيدا کړي دي که غواړو چې په رښتيا د خپل دين لپاره خدمت وکړو ارومرو بايد د يو بل سره مرسته وکړو او د يو بل د کار مخنيوي او پر يو بل باندي نيوکې ونکړو.

دا به زموږ لپاره لوی زيان وي چې يوه طريقه انتخاب کړو او پر نورو طريقو رد وکړو يا يې خدمت ته خنډ واچوو.
مولوي نورالحق مظهري

د بيان او تبليغ آداب:(۸)

د بيان او تبليغ بل ادب دا دی چې بيان بايد په ډېره کچه ونشي بلکې د اړتيا سره سم او د خلکو د غوښتني په اندازه وشي؛ د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه فرمايي: حَدِّثِ النَّاسَ كُلَّ جُمُعَةٍ مَرَّةً فَإِنْ أَبَيْتَ فَمَرَّتَيْنِ فَإِنَّ أَكْثَرْتَ فَثَلاَثَ مِرَارٍ ، وَلاَ تُمِلَّ النَّاسَ هَذَا الْقُرْآنَ.[صحيح البخاري ۶۳۳۷]
ژباړه: خلکو ته هر جمعه خبري وکړه که دي ډډه کول نو دوه ځلي يې وکړه، که دي ډېري کولې نو درې ځلي يې وکړه او خلک د قرآن څخه مه ستړي کوه.
عبدالله ابن مسعود رضي الله خلکو ته په هرو پنځو ورځو کې بيان کوی د دې لپاره چې خلک ستړي نشي لکه په حديث کې چې راځي:
عَنْ أَبِي وَائِلٍ قَالَ كَانَ عَبْدُ اللهِ يُذَكِّرُ النَّاسَ فِي كُلِّ خَمِيسٍ فَقَالَ لَهُ رَجُلٌ يَا أَبَا عَبْدِ الرَّحْمَنِ لَوَدِدْتُ أَنَّكَ ذَكَّرْتَنَا كُلَّ يَوْمٍ قَالَ أَمَا إِنَّهُ يَمْنَعُنِي مِنْ ذَلِكَ أَنِّي أَكْرَهُ أَنْ أُمِلَّكُمْ وَإِنِّي أَتَخَوَّلُكُمْ بِالْمَوْعِظَةِ كَمَا كَانَ النَّبِيُّ صلى الله عليه وسلم يَتَخَوَّلُنَا بِهَا مَخَافَةَ السَّآمَةِ عَلَيْنَا.[صحيح البخاري۷۰]
ژباړه: د ابي وائل څخه روايت دی چې عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه خلکو ته په هرو پنځو ورځو کې بيان کوی، يو کس ورته وويل: ای ابو عبدالله کاشکې دي هره ورځ موږ ته بيان کولای! عبدالله ابن مسعود ورته وويل: ما نه منعه کوي مګر دا چې زه وېرېږم چې تاسي به ستړي شی او زه په بيان کې داسي ستاسي مراعات کوم لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې زموږ مراعات کوی له دې وېري چې موږ ستړي نه شو.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د ده د اصحابو عادت ته په کتو هر بيان کوونکی بايد خلکو ته ډېر بيان ونکړي تر څو خلک ستړي نشي او د بيان څخه يې زړه بد نشي.
د ډېر بيان کولو بل تاوان دا دی چې خبري په خلکو کې بې تأثيره کيږي ځکه د ستړيا سره دا لازمه ده چې خبري دي په خلکو کې عادي شي او خپل ارزښت دې له لاسه ورکړي او د دې پر عکس که خبري لږ وي خلک به ارومرو خبرو ته تږي وي او په ډېري لېوالتيا سره به يې اوري.
مولوي نورالحق مظهري

د بيان او تبليغ آداب:(۷)

بل ادب د بيان دا دی چې بيان بايد په ښه آرامۍ او اطمينان سره وشي په دې معنی سره چې د بيان په کولو کې د چټکۍ او تيزۍ څخه کار وانخستل شي، ځکه تيز بيان د خلکو په ذهنونو کې ځای نه نيسي او هيڅ نشي ورڅخه زده کولای لکه عائشه رضي الله عنها چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان په اړه فرمايي:
عَنْ عَائِشَةَ رَضِىَ اللَّهُ عَنْهَا قَالَتْ : كَانَ النَّبِىُّ -صلى الله عليه وسلم- لاَ يَسْرُدُ الْكَلاَمَ كَسَرْدِكُمْ هَذَا وَلَكِنْ كَانَ إِذَا تَكَلَّمَ تَكَلَّمَ فَصْلاً يُبَيِّنُهُ يَحْفَظُهُ كُلُّ مَنْ سَمِعَهُ.[السنن الکبري للبيهقي۵۹۶۸]
ژباړه: عايشه رضي الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم به خبري په ډېر تلوار نه کولې لکه تاسي يې چې کوی بلکې هغه به چې کله خبري کولې نو جدا جدا به يې کولې او هر اورېدونکې به يادولې.
په تيز بيان باندي نه تنها دا چې خلک سم نه پوهيږي بلکې د تبليغ کوونکي څخه هم ډېري خبري پاتيږي او ممکن ډېري داسي خبري چې دی يې د کولو اراده ولري ورڅخه پاتي شي چي په نتيجه کې به د ځان او خلکو وخت هم ضايع کړي او د ښه بيان څخه به هم خلک محروم کړي ځکه که دی سم بيان وکړي خلک به ورڅخه استفاده وکړي او که دی سم بيان نشي کولای بل څوک به يې وکړي. 
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۱۰

د غمرازۍ پيغام:

په ډېري خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د حماس مجاهدينو سياسي رهبر اسماعيل هنية د ايران په زړه تهران ولايت کې د غاصبو اسرائيلو لخوا په شهادت رسېدلی.
انا لله و انا اليه راجعون.

که څه هم د نوموړي وژل کېدل اسلامي نړۍ او فلسطين ته لويه ضايعه ده خو زه مطمئن يم چې د نوموړي په شهادت به جهادي بهير ټکنی نشي، د جهاد معنوي بڼ به نور هم سيراب شي او الله تعالی به د داسي کسانو د شهادت په برکت قدس د يهودانو څخه آزاد کړي.

صهيونستي ځناورن او د دوی همفکران بايد سر خلاص کړي چې د مشرانو په شهادت هيڅ وخت جهادي حرکتونه د جهاد تر داعيې نه تېريږي او هيڅ وخت به د ظالمو اسرائيلو په وړاندي د مبارزې څخه په شا نشي.

مسلمانان بايد را ويښ شي او د دې پيښې څخه درس واخلي چې څنګه اسرائيل په دې کار باندي و توانېدل او ولي يې مسلمانان په غچ اخيستلو کې ناتوانه دي؟
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۰۸

د بيان او تبليغ آداب:(۶)

شپږم ادب د بيان دا دی چې بيان بايد نه ډېر اوږد وي او نه هم ډېر لنډ وي بلکې منځنی او متوسط وي لکه صحابه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د بيان قيصه همداسي کوي:
عَنْ جَابِرِ بْنِ سَمُرَةَ قَالَ كُنْتُ أُصَلِّى مَعَ رَسُولِ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- فَكَانَتْ صَلاَتُهُ قَصْدًا وَخُطْبَتُهُ قَصْدًا.[صحيح مسلم ۲۰۴۰]
ژباړه: جابر بن سمره رضي الله عنه فرمايي: ما د رسول الله صلی الله عليه وسلم سره لمونځ کاوه نو لمونځ به يې هم منځنی وو او خطبه به يې هم منځنۍ وه.
همدغه روايت په ابوداود کې راغلی دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم به څو آيتونه تلاوت کړه او خلکو ته به يې بيان وکړ.[سنن ابي داود ۱۱۰۳]. يعني د څو محدودو آيتونو په لوستلو سره به يې بسنه کوله.
د متوسط بيان ګټه دا وي چې خلک نه ستړي کيږي او په تفهيم کې يې پر خلکو بوج نه راځي بلکې په ښه آرامۍ سره يې هر څوک اوري او ښه يې زده کوي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۰۴

د بيان او تبليغ آداب:(۵)

پنځم ادب د بيان او تبليغ کولو دا دی چې د موضوع لپاره بايد تبليغ کوونکی ښه آماده ګي ونيسي؛ د اماده ګۍ نيول دوه ډوله دي يو دا دی چې خپله موضوع ښه زده کړي او بيا يې نورو ته ورسوي ځکه تر څو چې انسان د خپلي موضوع په اړه مطمئن نه وي نورو ته يې په ډاډه زړه نشي رسولای چې شرعا هم انسان په دې باندي مکلف دی؛ يزيد بن مهلب خپل زوی مخلد ته ويل: إِذَا كَتَبْتَ كِتَابًا؛ فَأَطِلِ النَّظَرَ فِيهِ، فَإِنَّ كِتَابَ الرَّجُلِ مَوْضِعُ عَقْلِهِ.[المجالسة وجواهرالعلم۱۵۲۶]
ژباړه: کله چې دي ليک ليکی نو ښه ډېر ورته وګوره ځکه د انسان ليک د هغه د عقل ځای دی.

يعني د ليکلو په وخت کي ډېر غور وکړه تر څو بې ځايه او بې کاره خبري درڅخه و نه ليکل شي ځکه د خط په ليکلو کې بايد انسان د خپل عقل څخه استفاده وکړي او د انسان ليک د هغه د عقل د څرنګوالي ښکارندويي هم کوي؛ لکه په ليکلو کې چې دقت مهم او اړين دی په لوستلو کې هم اړين دی ځکه نو مخکې تر وړاندي کولو د موضوع بايد په اړه يې پوره تياری ونيول شي.

لقمان حکيم صاحب خپل زوی ته وايي: يَا بُنَيَّ، كُنْ سَرِيعًا تَفَهُّمًا، بَطِيئًا تَكَلُّمًا، وَمِنْ قَبْلِ أَنْ تَكَلَّمَ فَتُفْهَمَ. .[الجامع للحديث لإبن وهب۳۳۹]
ژباړه: ای زوي جانه! ډېر تيزفهمه وسه او وروسته خبري كوونكی، او مخكي تر دې چې خبري شروع كړې ځان پوه كړه.

يعني په خبره باندي خپل سر ژر خلاصوه او وروسته خبري كوه كله چې دې په خبره سر خلاص كړ بيا نو په خبرو شروع وكړه ، مخكي تر سرخلاصېدلو خبري مكوه، او چې كله دې غوښتل په يوې موضوع كې خبري وكړې نو مخكي خپل سر په خلاص كړه وروسته بيا ورباندي وږغېږه.

دويم ډول آماده ګي دا ده چې د سند او اعتبار په لحاظ د خپلي موضوع څخه ځان ډاډه کړي په دې معنی سره چې په موضوع کې يې ضعيفي او موضوعي خبر نه وي تر څو خدای مکړه پر الله او پيغمبر درواغ ورڅخه و نه ويل شي چې دنيوي او اخروي نتيجه به يې خطرناکه وي په حديث شريف کې راځي: عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « مَنْ كَذَبَ عَلَىَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ».[صحيح مسلم ۴]
ژباړه: ابوهريره رضي الله عنه فرمايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: څوک چې پر ما قصدا درواغ ووايي نو د ځان لپاره دي په اور کې ځای وټاکي.

که څوک په خپل تبليغ کې غور ونکړي، احکام، اخبار او قيصې بې سنده بيان کړي ارومرو د واقع خلاف خبره ورڅخه کيږي او د پورته حديث مصداق ګرځي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۰۳

د تبليغ او بيان آداب:(۴)

څلورم ادب د بيان دا دی چې بيان ته بايد داسي موضوع انتخاب شي چې د وخت او ګډونوالو د حالت سره مناسبه وي ځکه که مناسبه نه وي بيا نو ممکن يا ګټه ونکړي او يا يې هم تاوان تر ګټي ډېر وي په اثر کې راځي: عَنْ عُبَيْدِ اللَّهِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُتْبَةَ أَنَّ عَبْدَ اللَّهِ بْنَ مَسْعُودٍ قَالَ مَا أَنْتَ بِمُحَدِّثٍ قَوْمًا حَدِيثًا لاَ تَبْلُغُهُ عُقُولُهُمْ إِلاَّ كَانَ لِبَعْضِهِمْ فِتْنَةً.[صحيح مسلم ۱۴]
ژباړه: عبيدالله بن عبدالله بن عتبه روايت کوي چې عبدالله بن مسعود رضي الله عنه وفرمايل: ته د خلکو سره داسي خبري نه کوې چې د هغوی عقلونه نه ورته رسيږي مګر دا چې د ځينو لپاره به فتنه شي.

يعني خلکو ته داسي خبري کوئ چې د هغوی د عقلونو او درک سره برابري خبري وي؛ داسي خبري مکوئ چې خلک ورباندي نه پوهيږي او يا هم غلط برداشت ورڅخه کوي چې خدای مکړه بيا فتنه ورڅخه پيدا نشي او خلک يې په شعوري يا غير شعوري ډول انکار ونکړي.

په بل اثر کې راځي: وَقَالَ عَلِيٌّ حَدِّثُوا النَّاسَ بِمَا يَعْرِفُونَ أَتُحِبُّونَ أَنْ يُكَذَّبَ اللَّهُ وَرَسُولُهُ.[صحيح البخاري ۵۰]
ژباړه: علي رضي الله عنه وفرمايل: د خلکو سره داسي خبري وکړئ چې هغوی په پوهيږي آيا تاسي خوښ لری چې د الله او پيغمبر تکذيب دې وشي؟.
يعني خلکو ته داسي خبري وکړئ چې د خلکو سر په خلاصيږي داسي خبري مکوئ چې خلکو ته بېګانه او ناشنا ښکاري تر څو خدای مکړه خلک د الله تعالی او پيغبمر د خبرو څخه انکار ونکړي.

په بل اثر کې راځي: عن الْحَسَنُ قَالَ : حَدِّثُوا النَّاسَ مَا أَقْبَلُوا عَلَيْكُمْ بِوُجُوهِهِمْ ، فَإِذَا الْتَفَتُوا فَاعْلَمُوا أَنَّ لَهُمْ حَاجَاتٍ.[مصنف ابن أبي شيبة ۲۷۰۴۵]
ژباړه: خلکو ته تر هغه وخته خبري وکړئ چې هغوی تاسي ته مخ اړولی وي که يې مخ درڅخه واړوی نو پوه شی چې د دوی لپاره اړتياوې شته.

يعني په خبرو کولو کې د خلکو اړتيا او توان په پام کې ونيسئ تر ستاسي خبري پر هغوی و نه غميږي او ستړي نشي.

د دې ټولو اثارو څخه داسي ښکاري چې د خبرو لپاره بايد موضوع هم ډېره خوندوره وي او په خبرو کولو کې د خلکو ذوق ته هم پاملرنه وشي تر څو خبري هم جالبي وي او هم د خلکو د منلو وړ وګرځي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۰۲

د شرعي حدودو او تعزيراتو ځيني فايدې:

پر شرعي حدودو او تعزيراتو  ډېري فايدې او ګټي مرتبي دي چې ځيني يې په لاندي ډول دي:
۱ - د حدودو او تعزيراتو په اجرا باندي جنايتکار انسان تأديب او اصلاح کيږي او نور خلک عبرت ورڅخه اخلي.
۲ - هغه کسان چې سپين سترګي دي او تبليغ نه اوري هغوی په حدودو او تعزيراتو رټل کيږي او د دې سبب جوړيږي چې د جرمونو څخه لاس واخلي.
۳ – د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره عدل قائميږي کوم چې په ټولنه کې د نظام اصلي دنده او وظيفه او د خلکو غوښتنه او اړتيا ده.
۴ – د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره په ټولنه کې امن راځي ځکه چې څومره د جرمونو گراف کميږي په هماغه کچه امنيت او آرامي منځ ته راځي.
۵ – په دې خاطر چې په جرمونو کې مظلومان زوريږي او د هغوی حقوق پر پښو لاندي کيږي نو د حدودو او تعزيراتو په عملي کولو سره چې د جرمونو مخه نيول کيږي د مظلومانو زړونه آراميږي، سکون ورته حاصليږي او سترګي يې يخيږي.
مولوي نورالحق مظهري

۱۴۰۳/۰۵/۰۱

د بيان او تبليغ آداب:(3)

د بيان او تبليغ درېيم ادب دا دی چې تبليغ کوونکی بايد د ريا، فسق او حسد څخه پاک وي، همداسي د ځان ښووني او تکبر څخه بېزاره وي او د انسانانو لپاره د خيرخواهۍ غوښتونکی وي.

د دې صفاتو درلودل ځکه مهم دې چې د دې صفاتو په درلودلو سره نه تنها دا چې د انسان تبليغ مؤثر تماميږي بلکې انسان د ښه مبلغ بېلګه جوړيږي او تبليغ ته يې خلک د غمخوارۍ او خيرخواهۍ په سترګه ګوري چې په نتيجه کې يې هره خبره د نورو انسانانو زړونو ته تېريږي او الله تعالی ډېر معنويات ورباندي مرتب کوي.

نوح عليه السلام خپل قوم ته فرمايي: أُبَلِّغُكُمْ رِسَالَاتِ رَبِّي وَأَنْصَحُ لَكُمْ وَأَعْلَمُ مِنَ اللَّهِ مَا لَا تَعْلَمُونَ.[الأعراف۶۲] ژباړه: زه تاسي ته د الله تعالی پيغامونه رسوم، نصيحت درته کوم او زه د الله تعالی له لوري په داسي شيانو پوهېږم چې تاسي نه په پوهېږي.

دا د الله تعالی اراده وه چې د نوح عليه السلام د قوم څخه ډېرو کسانو د ده تبليغ و نه منی کنه نو نوح عليه السلام خو په ډېر اخلاص او خيرخواهۍ سره تبليغ ورته کوی؛ چې د مبلغ مسئوليت هم دغه دی چې دی ځان ورته جوړ کړي که يې خلک خبره مني او که يې نه مني او که خلک ښه راغلاست ورته وايي او که يې نه ورته وايي ځکه د انسانانو هدايت د الله تعالی په قدرت کې دی انسان تنها په ښه طريقه د الله تعالی د پيغام په رسولو مکلف دی.

په حديث شريف کې راځي: الدين النصيحة.[مسلم] يعني دين خيرخواهي ده؛ موږ هغه وخت خلکو ته دين د خيرخواهۍ تر عنوان لاندي رسولای سو چې د دين رسولو او تبليغ کولو مهمي لاري چاري او آداب زده کړو او بيا په چوکاټ کې خلکو ته سالم او اړين بيانونه وکړو.
مولوي نورالحق مظهري