د اختري د وجوب لپاره ډېر حکمتونه سته خو موږ يې يو څو دانې ذکر کوو:
1 – اختری کول د ابراهيم عليه السلام سنت دی موږ هم د هغه د سنت په ژوندي ساتلو باندي امر سوي يو لکه رسول الله صلی الله عليه وسلم چې فرمايي: سنة ابيکم ابراهيم. يعني ستاسو د پلار ابراهيم عليه السلام سنت دی.
2 – د اختري په حلالولو کې پر خپل ځان، اولاد، کورنۍ، دوستانو او مسکينانو باندي پيراخي د رزق ده او دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي.
څوک چې د طاقت او توان سره پر خپل اولاد باندي د رزق او روزۍ پيراخي کوي، د خپلو خپلوانو او نورو مسکينانو سره مرسته کوي دا کار د الله جل جلاله ډېر خوښيږي له همدې امله د اختري په غوښو کې مستحب دا دی چې درې برخي سي يوه برخه يې انسان خپله د خپلو اولادونو سره وخوري، بله برخه يې خپلو اړو خپلوانو ته ورکړي او درېيمه برخه يې نورو بېګانه مسکينانو ته ورکړي.
3 – د اختري په حلالولو باندي د الله جل جلاله شکر اداء کيږي ځکه د دې تر څنګ چې د اختري په کولو باندي د الله پاک امر عملي کيږي د الله تعالی د رضايت لپاره مالي لګښت او مصرف هم کيږي چې د الله جل جلاله د خوشالۍ سبب جوړيږي.
4 – د اختري په کولو باندي انسان ته ثواب په لاس ورځي لکه په فضائلو کې د اختري چې راځي: د اختر په ورځ کې تر بل هر عمل الله پاک ته د اختري حلالول ډېر خوښ دي او انسان ته د اختري د غوښو، ښکرونو، ورېښتيانو او ښنګوروکو په مقابل کې ثواب ورکول کيږي او د اختري د لومړي څاڅکي ويني سره د انسان هره ګناه ورته بخښل کيږي.[سنن ترمذي]
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر