ژباړه: حسن بصري رحمه الله فرمايي: يو سړي عمر رضي الله عنه ته وويل: ای عمره د خدای څخه و وېرېږه! او دا خبره يې بيخي ډېره ورته وکړه؛ يو کس دغه سړي ته وويل: چوپ سه امير المؤمنين ته دي ډېري خبري وکړې! عمر رضي الله عنه ورته وويل: پرې ايږده په دوی کې به خير نه وي چې موږ ته يې و نه وايي او په موږ کې به خير نه وي چې د دوی څخه يې و نه منو.
يعني پرې ايږده چې خپلي خبري ما ته وکړي؛ په دوی کې به هيڅ خير نه وي چې موږ ته خپلي خبر ونکړي او په موږ کې به هيڅ خير نه وي چې د دوی خبري و نه منو.
په بل روايت کې راځي چې يوه ښځه د أم حکيم په نامه د حضرت عمر رضي الله عنه مخي ته ولاړه سوه نيوکه يې ورباندي وکړه او ورته ويې ويل: د خدای څخه و وېرېږه ای عمره! د ناستو کسانو څخه يو نفر اراده وکړه چې ښځه په چپلاخه/څپېړه ووهي، عمر رضي الله عنه منع کړ او ورته ويې ويل: پرې ايږده چې خپله خبره وکړي! زما دې په الله قسم وي چې په دوی کې هيڅ خير نسته که خپلي خبري موږ ته ونکړي او په موږ کې هيڅ خير نسته چې د دوی خبرو ته غوږ و نه نيسو.
په کوم نظام کې چې ملت خپلي مشورې، وړانديزونه او سالمي نيوکي د مسئولينو تر غوږو پوري ورسوي او مسئولين يې هم په ورين تندي واوري لکه حضرت عمر رضي الله عنه چې د دغه سړي او د دغې ښځي خبري واورېدلې يقينا چې نظام به هم سمبال وي او هم به د خپل ولس ډېر باور تر لاسه کړي ځکه د هر ځای خپلواک نظام د هماغه ځای د خلکو څخه جوړ دی نو که د خلکو او نظام تر منځ پوره همږغي او د يو بل په وړاندي پوره خواخوږي موجوده وي هيڅ کله به د نظام او ولس تر منځ منفي واټن نه پيدا کيږي او که خلک خپل ږغ تر مسئولينو پوري و نه رسوي او يا يې مسئولين ورڅخه وا نه وري يقينا چې دواړو د يو بل په وړاندي خپل مسئوليت سر ته نه دی رسولی او د کارونو په پرمختګ کې يې د يو بل سره مرسته نه ده کړې.
خلاصه داسي ويلای شو چې ملت بايد خوله ولري يعني د خپل نظام په اړه مشرانو ته مشوره ورکړي او مشران بايد غوږونه ولري يعني د ملت خبره واوري او غور ورباندي وکړي، کوم ملت چې د خپل دولت سره مشورې نه شريکوي او يا د اړتيا په صورت کې سالمه نيوکه د مسئولينو تر غوږو پوري نه رسوي د حضرت عمر رضي الله عنه د خبري په حواله په داسي ملت کې خير نشته او که چارواکي د خلکو پر خبرو غوږ و نه نيسي او د هغوی خبري يا سالمي نيوکي وا نه وري بيا نو د حضرت عمر رضي الله عنه د خبري حواله په داسي چارواکو کې خير نشته.
عن الحسن البصري أن رجلا قال لعمر بن الخطاب: اتق الله يا عمر!(واکثر عليه) فقال له قائل: اسکت فقد أکثرت علي أميرالمؤمنين فقال له عمر: دعه، لا خير فيهم إن لم يقولوا لنا، و لاخير فينا إن لم نقبل.[الخراج ص 12]
قالت له أم حكيم بنت الحارث اتق الله يا عمر، فقام إليها أحد الحاضرين يريد لطمها، فمنعه عمر وقال له: دعها تقول، فوالله لا خير فيهم إن لم يقولوها، ولا خير فينا إن لم نسمعها.[الفتنة في عهدالصحابة98]
مولوی نورالحق مظهری
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر