په هغه وخت کې چې تاتاريانو د عباسي خلافت پلازمېنه بغداد ونيوله عثمان بن ارطغرل چې د عثماني خلافت بنسټ ايښودونکی وو، وزېږېد.
په هغه وخت کې چې اندلس سقوط وکړ محمد فاتح قسطنطيه فتح کړه.
د عباسي خلافت د ډېري کمزورۍ پر مهال صلاح الدين ايوبي په حطين کې بريا ترلاسه کړه او اقصی جومات يې د صلیبیانو څخه آزاد کړ.
او هغه وخت چې امريکا افغانستان اشغال کړ او د ټولي اسيا هیوادونه په خطر کې وه اسلامي امارت افغانستان د امريکایانو څخه آزاد کړ او د نړۍ تر ټولو ستري امپراتورۍ ته يې ماتې ورکړه.
ځکه نو موږ بايد هيڅ وخت ناهیلي نه شو او په ټولي نړۍ کې د توحيد بیرغ د رپولو لپاره هڅه وکړو.
موږ مسلمانان د عنقاء(فينکس) مرغۍ په څېر د خپلو ايرو څخه بيرته را ژوندي کيږو او د هرې سختۍ وروسته د وياړ پر څوکو خپل د آزادۍ بيرغ پورته کوو.
که موږ صبر او استقامت وکړو او په پوره تدبير د اخلاص او للهيت په چوکاټ کې خپلي هر اړخیزي مبارزې ته دوام ورکړو ارومرو به د ټولو ستونزو څخه را وځو او اقصی جومات به بيرته د مسلمانانو لاس ته ورځي.
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر