ژباړه: د هوښيار انسان څخه د خپل نفس عيب پټ نه پاتې کېږي، ځکه د چا څخه چې د خپل نفس عيب پټ وي د نورو ښېګڼې هم ورڅخه پټې پاتې کېږي او تر ټولو ستره سزا د انسان لپاره دا ده چې خپل عيب ورڅخه پټ وي؛ ځکه څوک چې خپل عيب و نه پېژني هغه خپل عيب نه شي پرېښودلای او څوک چې د خلکو ښېګڼې و نه پېژني هغه به هيڅکله له هغو څخه ګټه پورته نه کړي او د نوي شروع کوونکې لپاره تجربې څومره ګټورې دي!.
د هوښيار انسان څخه د ده عيب ځکه پټ نه پاتې کيږي چې هوښيار انسان په ځان کې د عيبونو ګمان کوي او هيڅ کله ځان ورته جامع الکمالات يا د عيبونو څخه پاک نه ښکاري له همدې هميشه په ځان عيبونه ويني او د خپلو عيبونو د اصلاح لپاره کار کوي؛ د چا څخه چې خپل عيبونه پټ شوه د هغه څخه به ارومرو د نورو خلکو ښېګڼې او نېکۍ پټيږي ځکه هغه ټولې نېکۍ په ځان کې راټولي ويني او پر نورو انسانانو بد ګمانونه کوي له همدې امله ځان ورته معصوم او د کمالاتو څخه ډک ښکاري او نور خلک ورته ګناهکار او نيمګړي ښکاري.
که څوک غواړي خپل عيیونه اصلاح کړي او د نورو انسانانو له ښېګڼو څخه ګټه پورته کړي نو په خپلو عيبونو دې ځان خبر کړي او د نورو انسانانو ښېګڼي دې و ويني او تر دې لا مهمه خبره دا ده چې په ژوند کې د تجربو د لاسته راوړلو لپاره دې د نورو انسانانو د تجربو څخه استفاده وکړي ځکه هوښيار انسان په ژوند کې هيڅ وخت ځان د استفادې څخه بې پروا او مستغني نه ګڼي.
والعاقل لا يخفى عليه عيب نفسه لأن من خفى عليه عيب نفسه خفيت عليه محاسن غيره وإن من أشد العقوبه للمرء أن يخفى عليه عيبه لأنه ليس بمقلع عن عيبه من لم يعرفه وليس بنائل محاسن الناس من لم يعرفها وما أنفع التجارب للمبتدى.[روضة العقلاء:22]
مولوي نورالحق مظهري
هیچ نظری موجود نیست:
ارسال یک نظر