۱۴۰۱/۱۲/۰۶

د حسد اړوند جالب معلومات:

۱ - حسد کوونکی د الله تعالی دښمن دی:
ژباړه: ابن ابجر وايي: ما په ځينو کتابونو کي ليدلي دي چي الله تعالی فرمايي: حسد کوونکی انسان زما د نعمت دښمن دی، زما فيصلې او قضاء ته په خښم دی او زما په بندګانو کي زما په تقسيم باندي خوشحال ندی.[المجالسة وجواهرالعلم۶۵۸]
کوښښ وکړئ چي د هيڅ مسلمان سره حسد ونکړئ تر څو خدای مکړه د الله تعالی د نعمتونو دښمنان، د الله تعالی فيصلې ته په خښم او د الله تعالی په تقسيم باندي خوابدي و نه ګرځی.
په اصل کي حسد کول د الله تعالی سره دښمني ده ځکه نو بايد هر مسلمان ځان ورڅخه وساتي او نور مسلمانان هم د حسد کولو څخه را وګرځوي.

۲ - حسد کوونکی د الله سره بې ادبي کوي:
ژباړه: خبر اوسه! هغه چا ته چي زما سره حسد کوي ووايه: آيا ته پوهېږې د چا سره دي بې ادبي کړې؟ د الله سره دي د الله پر کړو باندي بې ادبي کړې ځکه چي ته په هغه شي باندي نه يې خوشحاله چي الله ماته راکړی دی.[شعب الایمان ۶۲۲۲]
حسد کوونکی د هر چا سره پر دې باندي حسد کوي چي ولي دغه فلانی حالت لکه علم، منصب، اعتبار او مال فلاني شخص ته ورکول سويدي؟ چي دا ټوله و هر انسان ته د الله تعالی له خوا ورکول کيږي نو په اصل کي دغه حسد کوونکی پر الله تعالی باندی اعتراض کوي او د الله تعالی په تقسيم نه وی خوشحاله کنه نو د الله پر ورکړي به يې د هيچا سره حسد نه کولای.

۳ - د حسد کوونکي درې دانې نښي:
ژباړ: وهب بن منبه وايي: د حسد کوونکي لپاره درې نښي دي: مخامخ چاپلوسي کوي، پس له شا غيبت کوي او په مصيبت باندي خوشحاله کيږي. [التوبيخ والتنبيه ۷۱]
يعني د حسد کوونکي انسان لپاره دغه درې نښي سته:
الف – د هغه چا مخ ته چي دی ورسره حسد کوي چاپلوسي او غوړمالي کوي.
ب – د هغه چا چي دی ورسره حسد کوي پس له شا غيبت کوي.
ج – د هغه چا چي دی ورسره حسد کوي په مصيبت باندي خوشحاله کيږي.

۴ - حسد کوونکی خپل هدف ته نه رسيږي:
د ربيع څخه روايت دی چي په لومړي کتاب کي ليکلي دي: حسد کوونکی په خپل حسد بېله ځانه بل هيچا ته تاوان نه رسوي او هغه چا ته ضرر نسي رسولای چي دی حسد ورسره کوي، د حسد کوونکي حسد دی نامراده کوي او حسد کړه سوی که صبر وکړي نو دغه صبر به ورته نجات ورکړي الله جل جلاله فرمايي: يقينا چي څوک ووېريږي او صبر وکړي نو الله د نيکو انسانانو مزدوري نه ضائع کوي.[التوبيخ والتنبيه۷۸]
یعني حسد کوونکی خپل هدف ته نسي رسېدلای بلکي خپل ځان ته به تاوان ورسوي او په صبر باندی انسان د حسد کوونکي د شر څخه نجات پیدا کولای سي.

۵ - حاسد ډېر سپک دښمن دی:
ژباړه: يحيی بن خالد وايي: حاسد ډېر سپک دښمن دی خپل د کينې ختمول نسي درک کولای مګر په آرزوګانو سره.[المجالسة وجواهرالعلم۶۸۱]
يعني حاسد دومره سپک دښمن دی چي ستا سره خپله کينه او کرکه په آرزوګانو باندي ختموي ځکه دی تل ستا په اړه منفي تصور کوي او تر خپله وسه ستا لپاره ورانوونکي پلانونه جوړوي او خپل په زړه کي ستا څخه د نفرت اور په آرزوګانو او تصوراتو وژني.

۶ - حاسد انسان څنګه خوشحاله کيږي؟
ژباړه: معاويه رضي الله عنه فرمايي: ټوله خلګ زه خوشحاله کولای مګر هغه څوک چي د نعمت له کبله حسد راسره کوي؛ ځکه هغه بېله دې چي هغه نعمت زوال سي په بل شي باندي نه خوشحاله کيږي.[المجالسة وجواهرالعلم۶۵۷]
دداسي چا څخه ځان ساتئ چي تا ته د الله لخوا پر درکړل سوي نعمت حسد کوي ځکه داسي څوک ګرسره نه خوشحاله کيږي مګر داچي هغه نعمت ستاسو څخه زوال سي.

۷ – حسد کوونکی ظالم او مظلوم دی:
ژباړه: اصمعي وايي: ما د يو صحرايي څخه واورېدل چي ويل يې: ما ندی ليدلی هيڅ داسي ظالم چي د مظلوم سره دي مشابه وي مګر حسد کوونکی چي غمګيني به ورسره لازمه وي، هميشه به خوار وي، په عقل به حيران وي او پښېمانتيا به يې نه خلاصيږي.[الفوائد المتنقاة]
نو پر ځان باندي زړه وسوځوئ او د چا سره حسد مکوئ!
مولوي نورالحق مظهري


هیچ نظری موجود نیست: