۱۴۰۲/۰۳/۲۹

تجار او سرمايه دار ورور ته!

ای هغه وروره چي الله تعالی درته مال او سرمايه درکړې آيا غواړې  داسي کار وکړې چي د الله تعالی ډېر خوښيږي؟ آيا غواړې داسي کار وکړې چي د فرائضو وروسته الله تعالی ته غوره او بهتره کار وي؟
که يې غواړې نو د اختر په مبارکو ورځو کي خپل ناداره او ناتوانه وړونه د مرستي کولو څخه مه هېروه!
که ته ددوی سره د کالو، اختري او شرينۍ په رانيولو کي مرسته وکړې يقينا چي تا هغه کار کړی چي د الله تعالی ډېر خوښيږي ځکه چي تا پر خپل ورور خوشحالي راوستلې ده او پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل د الله تعالی ډېر خوښيږي.
په حديث شريف کي راځي: ژباړه: د عبدالله ابن عباس رضي الله عنه څخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: د فرائضو څخه وروسته الله تعالی ته ښه عمل، پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل دي.
او په بل حديث شريف کي راځي: ژباړه: د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وسوه چي کوم کارونه ښه دي؟ هغه ورته وويل: پر مسلمان باندي د خوشحالۍ راوستل؛ چي لوږه يې ليري کړې/موړ يې کړې، لڅوالی يې پټ کړې/کالي ورکړې او اړتيا يې ورته پوره کړې.
که د اختر په ورځو کي موږ نور مسلمانان د ځانه سره په خوشحالۍ کي شريکان کړو تر دې نو لوی ثواب او ډېر ښه کار کوم دی؟
ګرانه وروره! که ستا پر شا اوخوا مسکينان شتون لري د هغوی سره مرسته وکړه که شتون نلري کولای سې د ليري مسلمانانو سره مرسته وکړې او خپلي پيسې د باوري کسانو په لاس ورکړې چي مسکينانو ته يې ورسوي او الله تعالی تا د هغو کسانو څخه وګرځوي چي الله تعالی ورسره ډېره مينه او محبت لري.
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضِي اللَّهُ تَعَالَى عَنْهُ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:إِنَّ أَحَبَّ الأَعْمَالِ إِلَى اللَّهِ بَعْدَ الْفَرَائِضِ إِدْخَالُ السُّرُورِ عَلَى الْمُسْلِمِ.[المعجم الکبير للطبراني۱۰۹۱۶]
سئل رسول الله صلى الله عليه و سلم اي الاعمال افضل قال ادخالك السرور على مؤمن اشبعت جوعته او كسوت عريه او قضيت له حاجة.[المعجم الکبير للطبراني۵۰۸۱]
مولوي نورالحق مظهري

هیچ نظری موجود نیست: